<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-17 17:36:24    
د چين بين المللی راډيو او پښتو خپرونه

cri
د چين د بين المللي راډيو پوره نوم د چين د ولسي جمهوريت بين المللي راډيو ده چه يی مخفف دی .(CRI)سی ار ای د مختلفو هيوادونو اوريدونکواودوستانو ته د چين د حال او ماضی معرفی کول ، دچين د حکومت په داخلي او بهرني پاليسي رڼااچول ، د چينايانواو نړيوالو ترمنځ دتفاهم او دوستی ټينګول او دبشريت د سولې او ترقۍ بهير ته چټکتيا ورکول د سي ار ای راډيو دهڅو اهداف ګڼل کيږي . سي ارای چه پخوانی نوم يي راډيو بيجينګ و د ١٩٤١کال ددسمبر په دريمه نيټه په نشراتو پيل وکړ . اوس هره ورځ په ٤٣ژبو نړيوالواوريدونکو ته بيلابيل پروګرامونه خپروي چه هره ورځ د نشراتو وخت يي ٢٩٠ساعتوته رسيږي او مختويات يي د سياست، اقتصاد، ثقافت ، ساينس او تکنالوژي په شمول خبرونه ،روانې چارې او ځانګړي پروګرامونه دي .
دسي ار ای راډيو پښتوخپرونه د١٩٧٣کال د جولاي په ١٥نيټه پيل شوې ده. اوس ١٥ تنه چينی نطاقان او ژباړونکی لري چه ټولو  په چين کې دپښتوژبه زده کړې وه.د خوښی وړ خبره دا ده چی اوس  دوه  افغان دوستان زمونږ  سره مرسته او همکاری کوی او مونږ به په ګډه د اوريدونکو لپاره ښه خدمات وکړو .  .