<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-27 18:39:04    
د چين د بهرنيو چارو وزارت له نړيوالې ټولنې څخه د مننې څرګندولو لپاره يوه مېلمستيا تر سره کړه

cri

د چين د بهرنيو چارو وزارت د جون په ٢٦ نېټه ماښام په بېجينګ کې د سه چوان ولايت د ون چوان ولسوالۍ په زلزله ځپلو سيمو کې د وګړيو د ژغورنې په کارونو کې له چين سره د بی غرضه مرستې په برخه کې له نړيوالې ټولنې څخه د مننې څرګندولو لپاره يوه مېلمستيا تر سره کړه. په دغه مېلمستيا کې د چين د صدراعظم مرستيال لی که چيانګ او په چين کې د نورو هېوادونو د سفيرانو او د نړيوالو سازمانونو استازيو په شمول څه باندی سل تنو ګډون وکړ(اواز.........) د چين حکومت او خلک به په دايمی توګه د ستونزو په موده کې تر لاسه شوی ريښتينی مرستې نېرې نه کړي.

د دغې مننې څرګندونه د چين د صدراعظم مرستيال لی که چيانګ د جون په ٢٦ نېټه ماښام د بېجينګ د دياو يوو تای په نامه هوټل کې د ١٧٠ تنو بهرنيو سفيرانو او استازيو په وړاندی د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب وکړه.

د مې په ١٢ نېټه د چين د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالۍ کې د ريختر په کچه اته درجی سختې زلزلې وروسته نړيوالې ټولنې په جلا جلا توګه په زلزله ځپلو سيمو کې د ژغورنې کارونو په برخه کې له چين سره مرستې وکړې چې تر اوسه پوری يو سل او شپيته هېوادونو او لس نړيوالو سازمانونو د پيسو او توکيو او مرستندويه کارکوونکيو د برابرولو په برخه کې له چين سره مرستې کړې دي.ښاغلی لی که چيانګ په خپله ويناکې وويل له سختې زلزلې وروسته نړيوالې ټولنې نه يوازی چينايانو ته معنوی ملاتړ برابر کړی بلکی ګن شمېر پيسې او مرستندويه توکي يی

رااستولي دي حتی ځينو هېوادونو چين ته مرستندويه او طبی ډلې هم ليږلي چې د چين خلکو په وړاندی د نړيوالو د ژورې مينې او بشردوستی څرګندونه کوي.

د سعودی عربستان شاردفير محمد عبدالدايم هم په دغه مېلمستيا کې ګډون درلود. له دغې زلزلې وروسته د دغه هېواد پاچا عبدالله سمدلاسه زلزله ځپلو سيمو ته پنځوس مليون امريکايی ډالره نغدی پيسی او لس مليون امريکايی ډالره مرستندويه مالونه ور کړل او ور پسی يی د چين زلزله ځپلو سيمو ته کيږدۍ ور کړې.ښاغلی عبدالدايم زمونږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل (اواز..........) زمونږ له مرستو څخه له چينايی وروڼو سره زمونږ دوستی څرګنديږي. چين زمونږ نژدی دوست دی . مونږ له چينی دوستانو سره يو ځای ولاړ يو او باور لرو چې چينايان د ستونزو له منځه وړلو توان لري.

له دغې زلزلې وروسته جاپان، روسيې، سينګاپور او د کوريا جمهوريت په جلا جلا توګه د چين زلزله ځپلو سيمو ته مرستندويه ډلې ليږلي دي.په چين کې د سينګاپور لوی سفير چن شي ژونګ د خپلې مرستندويه ډلې د يادونې په ترڅ کې وويل (اواز.............) زما په أند د چين په زلزله ځپلو سيمو کې د ژغورنې کارونو خلکو ته ژوره خاطره پری ايښی ده. د چين حکومت سمدلاسه خپل تدبيرونه نيولي او په لنډه موده کې زلزله ځپلو سيمو ته سل زره تنه سرتيري او پوليس او ګڼ شمېر مرستندويه او طبی کارکونکي ليږلي دي.د چين مشرانو په زلزله ځپلو سيمو کې د ژغورنې کارونو په ترڅ کې فيصله کوونکی رول لوبولی دی.د بېلګی په توګه صدراعظم ون جيا باو ډېر ژر په زلزله ځپلو سيمو کې د مرستندويه عملياتو لارښوونه وکړه.

له دغې زلزلې څخه څه د پاسه يوه مياشت تېره شوې ده . د چين په زلزله ځپلو سيمو کې د ژغورنې کارونو اوسنی حالت د نړيوالې ټولنې له خوا د پاملرنې وړ مسئله ده. د چين د صدراعظم مرستيال په همدی ورځ په دغه مېلمستيا کې له دغو سفيرانو او استازيو څخه د مننې څرګندولو ترڅنګ د دغو کارونو د اوسنيی حالت په باب معلومات وړاندی کړل.