د سن هوا اژانس د خبر له مخې د افغانستان پوليسو د جولای په لومړی نېټه خبر ورکړ چې د طالبانو وسله والو ځواکونو د همدې ورځې سهاروختي په جلا جلا توګه د خوست، اروزګان او زابل په ولايتونو کې يو لړ بريدونه وکړل چې له امله يې څه باندی څلور تنه پوليس او درويشت تنه وسله وال کسان ووژل شول.
د دغه هېواد پوليسو څرګنده کړه د طالبانو وسله والو ځواکونو په همدې ورځ په خوست ولايت کې د ګزمې پر پوليسو بريد وکړ. خو د امريکا په مشرۍ ائتلافی ځواکونو د هوايی ځواکونو په همکارۍ اتلس تنه وسله وال کسان وژل او اته تنه نور ټپيان کړل