<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-07-15 15:42:49    
جاپان له کوريا جمهوريت څخه غوښتنه کوی چې د تاکيشيما ټاپو مسئلې په اړه سړه سينه وساتی

cri

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخی، څرنګه چې د جاپان د منځنيو ښوونځيو د ټولنيز درس د زده کړې په نوی لارښوونکې توضيحاتنامه کې ليکل شوی چې د تاکيشيما ټاپو د جاپان خاوره ده چې دغه ټاپو د کوريا جمهوريت لخوا په دوکدو ټاپو ياديږی ، نو د کوريا جمهوريت پر جاپان باندی احتجاج وکړ٠ نو په دې مناسبت د جاپان صدراعظم ياسو فوکودا او د کابينې سرمنشی نوبوتاکا ماچيمورا د جولای په ١٤ نېټه له کوريا جمهوريت څخه غوښتنه وکړه چې سړه سينه وساتی٠

ياسوو فوکودا له خبريالانو سره د مرکې په بهير کی وويل : د جاپان او کوريا جمهوريت دواړه خواوې بايد د دريځونو له توپير څخه په تيريدو سره خپل منځی تفاهم پياوړی او ژور کړی ٠ هغه وويل : دا چې د خپل هېواد د تاريخ او خاورې په هکله ځانګړی نظر لری، يو طبيعی کار دی ٠