<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-08-14 16:33:24    
د نړۍ بېلا بېل هيوادونو ګرجستان او روسې ته هرکلی وکړ چې د اوربند په اړه د فرانسې له خوا وړاندې شوې موافقه ليک منلی

cri

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې،يو شمير هيوادونو او نړيوالو سازمانونو د روانې مياشتې په درويشتمې نېټې د ګرجستان او روسې هرکلی وکړ چې دوی د اوربند په اړه د فرانسې له خوا وړاندې شوې موافقه ليک منلو.

د م م عمومي منشی با کی مون په يوې اعلاميه کی له دواړو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې سمدلاسه دې منل شوې موافقه ليک عملي کړي او په پوره توګه له تربګنو عملياتو څخه لاس واخلي.

د چين د بهرنيو وزارت وياند چين ګانګ په همدی ورځ وويل چې چين دې ته هرکلی څرګندوي چې په ګرجستان او جنوبی اوستيا کې د روسې نظامي عمليات پای ته ورسيدل.

په همدی ورځ د قرغزستان ولسمشر باکيف او د قزاقستان ولسمشر نظربايوف چی اوس له قرغزستان څخه ليدنه کوي څرګنده کړه چې د خپلواکو هيوادونو ټولنې بايد د ګرجستان او جنوبی اوستيا تر منځ منځګريتوب وکړي.دوی د ګرجستان او روسې د اوربند په هکله هرکلی کوي او پر دې باندی يې تکرار وکړ چې قومي مسئلې بايد د سوله يزو خبرو اترو له لارې حل کړي.