د قرغز د قوم

cri     (GMT+08:00) 2008-06-24 10:14:12

د قرغز د قوم اسلاف اصلأ د سايبيريا د ينيسی سيند د پاسنی برخی په ناوه کښی ژوند کاوه او وروسته يی ګام په ګام جنوب لويديځی خوا ته مهاجرت کاوه چه په نتيجه کښی د تيان شان غرنی سيمې ته ورسيدل٠ په اوږده تاريخی موده کښی دوی د دی سيمې د ترکيې او مغولی قبائلو سره پيوست شول او په دی توګه قرغزی قوم رامنځ ته شو٠

اوس قرغزيان په عمده توګه په قرغزستان او د چين د شينجيانګ په خودمختاره سيمه کښی اوسيږی٠ برسيره پر دی د شمال ختيځ چين د هيلونګجيانګ په ويلايت کښی هم لږ شمير قرغزيان شته٠ د چين قرغزيان څه نا څه يو لکو پنځوس زره تنه دی چه اکثريت يی د خپل قوم له ژبې او ليک دود څخه استفاده کوی٠ خو د جنوبی شينجيانګ قرغزيان ويغوری ژبه او مغولی ژبه هم وايی٠

د چين د ولسی جمهوريت له جوړيدو نه دمخه د قرغزی قوم خلکو کوچيانی ژوند کاوه او لرغونی کورنۍ او قبائل يی د تولنيزو تشکيلاتو په حيث ساتل٠ په هغه وخت کښی توليدی قوت يی ډير ټيټ و ، صنعت او تجارت يی نه درلود او ژوند يی ډير غريب و٠ خو اوس د قرغزی قوم په سيمو کښی د اوسپنو او فلادو، سکرو، د معادنو د استخراج، برق، نفتو ، کيمياوی سرو، زراعتی ماشين الاتو او د خوراکی موادو د چمتو کولو فابريکې او تصدی جوړې شوی او د خپل قوم کارګران او فنی پرسونل روزل شويدی٠ په قرغزی چمنونو کښی له سمسورتيا او حيات څخه ډکه منظره رامنځ ته شوی چه زراعتی توليداتو او ترانسپورتی، پوستی، مخابراتی، تجارتی، پولی، کلتوری، تعليمی او روغتيائی چارو يی په جم وجوش سره چټک انکشاف موندلی دی٠

قرغزی قوم خپل ځلاند کلتور او هنر لری او د خلکو په منځ کښی ډير زيات خوندور شعرونه، موزيکونه، کيسې، افسانې او چيستانونه خپريږی٠ مثلأ مشهور ولسی حماسی اثر ٌ ماناس ٌ څه دپاسه دوه لکه بيتونه لری چه يو ډير ارزښتناک شفاهی ادب دی او د چين هنری خزانه يی غنی کړيده٠

قرغزيان له نڅا کولو او سندرې ويلو سره ډير شوق لری او د اس ځغلولو، بزکشۍ، غيږنيوۍ او ټال وهلو په شمول له سپورتی لوبو سره ډير مينه وال دی٠

د چين په قرغزی قوم کښی يو نارينه يوه ميرمن لری او د دوی په کورونو کښی سپين ږيری او سپن سری لوړ حيثيت لری٠ قرغزيان ميلمه پالونکی دی او تشريفاتو ته ستر اهميت ورکوی٠ د چين اکثر قرغزيان مسلمانان دی او لږ شمير يی پر لامايی دين باندی عقيده لری٠

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040