د چين د ماو نان د قوم په باب څه معلومات

cri     (GMT+08:00) 2008-06-24 10:14:12

د ماو نان د قوم نفوس څه دپاسه يو اويا زره تنه دی او په عمده توګه د جنوب لويديځ چين د يون نان او کوۍ جو په لوړی او د ګوانګ سی د جوانګ قوم د خودمختارې سيمې د خوان جيانګ د ولسوالۍ په غرنی سيمو کښی اوسيږی٠ دوی خپله قومی ژبه لری او په عمده توګه پر تاويزم باندی عقيده لری

د ماو نان د قوم خلک عمومأ په کرنې بوخت دی او په نورو فرعی چارو هم لاس پوری کوی٠ د دوی لخوا روزل شوی هغه غوايان او ميښان چه په خاصه توګه د غوښودپاره روزل کيږی، د ختيځ چين د شانګهای په ښار او هانکانګ کښی تود بازار لری او د باڼسو له اليافو څخه اودل شوی سامانونه يی ډيره لوړه هنری سويه لری٠ مثلأ د باڼسو خولۍ يی ډير ښايسته او د استعمال وړ ده چه نه يوازی د ماو نان د قوم خاص مصنوعات دی، بلکه د پيغلو دپاره د مينې وړ سينګار هم ګڼل کيږی ٠

د ماو نان د قوم د خلکو کورونه له لرګيو او ډبرو څخه جوړيږی او ډير مضبوط دی٠ دغه کورونه عمومأ دوه پوړيزې ودانی دی چه پاسنی پوړ يی د کورنۍ د غړو استوګنځی دی او لاندينی پوړ يی د کورنيو ژويو او مرغانو د روزلو دپاره دی٠ نه يوازی د ودانيو ستونونه، زينې او اکثر ديوالونه يی له ډبرو څخه جوړ شوی، بلکه ميزونه، کټوی او د اوبو تغاری او لويې کاسې يی هم ډبرينې دی چه ورباندی د ژويو او مرغانو ډير ښکلی تصويرونه حکاکی شويدی٠

د ماو نان د قوم ډبرينه حکاکی ډيره مشهوره ده او حکاکان يی ډير ښه مهارت لری، دوی د حکاکی کولو نه مخکښی هيڅ نقشه نه جوړوی او يوازی د خپل تصور له مخی پر ډبرو باندی حکاکی کوی٠ خو حکاکی شوی ګلان،،مرغان، کبان او حشرات يی ژوندی ښکاری٠ د دی قوم د حکاکۍ او ساختمان هنرونو او د دوی د اوسيدو د سيمو ښکلی منظرو ډير زيات هنرماندان روزلی دی٠ د شلمې پيړۍ د اوومې لسيزې په پای کښی د دی قوم اووه کلن هلک تان ون سی د ګوۍ لين غرونو او سيندونو په نامه يوه ښکلی نقاشی جوړه کړه چه د ماشومانو د نقاشيو په څلورمه بين المللی مسابقه کښی يی لومړی درجه جائزه واخيستله٠ د ده څو زره نقاشۍ په مربوطو مجلو کښی نشرې شوې او د تحفې په توګه د بيلا بيلو هيوادونو هغو محترمو ميلمنو ته ورکړی شوې کوم چه د مسافرت دپاره چين ته راغلی ؤ ٠ بايد وويل شی چه دی هلک د ماو نان قوم ته وياړ ورپه برخه کړيدی٠

د ماو نان د قوم خلک ډير ميلمه پالونکی دی، څوک چه د دوی کور ته ورځی، د محترم ميلمه په حيث يی بولی او هرومرو د هغه په وياړ کورنی ميلمستيا جوړوی٠

د دی قوم نارينه او ښځې شنه يا تور قومی لباسونه اغونډی، ښځې يی د ويښتانو غوټه اچوی، زيورونه تړی او کله نا کله د باڼسو ښکلی خولۍ په سر کوی٠

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040