وانګ لی هونګ

cri     (GMT+08:00) 2008-06-25 14:33:17

وانګ لی هونګ د ١٩٧٦ کال د می په ١٧ نېټه د امريکا په نيويارک کی زېږېدلی او په ماشومتوب کی د موسيقی په برخه کی ډېره تکړه وو٠ هغه په ښوونځی کی هر کال د غوره زده کوونکی په توګه جايزی تر لاسه کړی او هر کال د ښوونځی د اوپيرا په نندارو کی يی هم مهم رول باوه٠ په ١٩٩٦ کال کی وانګ لی هونګ خپل لومړنی البوم خپور کړ چی زيات شمېر اورېدونکی يی راجلب کړيدي٠ د ١٩٩٨ کال په دوبی کی وانګ لی هونګ د شين لی په نامه په شرکت کی شامل شو چی د هغه د موسيقی د جوړولو او په نړۍ کی د پرمختګ لپاره يی ښه فرصتونه ورته برابر کړل ٠ تر اوسه د وانګ لی هونګ له خوا جوړ شوی څه د پاسه ٤٠ سندری خپرې شوی او وانګ لی هونګ د يو سالم ، هوښيار او غوره سندرغاړی په توګه د ځانګړيو پوهانو او اورېدونکو ستره ستاينه تر لاسه کړی


1 2 3 4 5
اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040