د هنګری د لوی سفير په اند د بېجينګ اولمپيک لوبی به لوړپوړی او د چيني ځانګړتيا ولرونکی وي

cri     (GMT+08:00) 2008-07-18 17:01:02

کله چې د روان کال په فبروری کې بېجينګ ښار د يو لوړپوړی او ځانګړتيا لرونکی اولمپيک سپورتي لوبو د تر سره کولو لپاره په فعاله توګه تياری نيولی. ښاغلی کوسي سندور د دوهم ځل لپاره په چين کې د هنګری د لوی سفير په توګه وټاکل شو .

له ٢٠٠٤ کال څخه هنګری په رسمي توګه د اروپايی ټولنې د يو غړی په توګه ټاکل شوی دی. که څه هم په چين کې د کوسي سندور د ماموريت موده اوږده نه ده، خو هغه په پوره توګه د اولمپيک لوبو د تر سره کولو لپاره د بېجينګ د وګړيو د کوششونو ستاينه وکړه او ويې ويل ( اواز ١ )

زما په اند په بېجينګ کې د چمتووالي کارونه په عادی توګه روان دي چې نه يوازی د اولمپيک لوبو ډګرونو د ابادۍ کارونه په سالم ډول روانيږی، بلکې په دغه ښار کې ټرافيکی حالات په پر له پسی توګه ښه کېږي. بېجينګ ښار ورځ په ورځ روښانه او ښکلی کېږي.

لوی سفير کوسي سندور په وروستيو ورځو کې په بېجينګ کې د لويو سفيرانو په يوه غونډه کې چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د تشکيلاتی کميټې له خوا جوړه شوه ګډون درلود او د اولمپيک لوبو له ډګرونو څخه يې ليدنه وکړه چې د اولمپيک لوبو تاسيساتو ده ته ژور خاطرات بښلي دي. هغه خبريال ته وويل ( اواز ٢ )

بېجينګ وړانديز کړی چې لوړپوړی او د ځانګړتيا لرونکی اولمپيک لوبی به تر سره

کړي. زما په اند لوړپوړی اولمپيک لوبی دوه ماناګانې لري : لومړۍ ،د سياليو سويه. د نړۍ ټول غوره لوبغاړي به په اولمپيک لوبو کې د هر مډال د تر لاسه کولو لپاره سختې سيالۍ وکړي. دوهمه، د نندارچيانو او خبري رسنيو نظرونه. زه باور لرم چې له اوسنيو حالاتو سره سم به د بېجينګ اولمپيک لوبې بريالۍ شي.

لوی سفير کوسی سندور وويل په هر څلورو کلونو کې يو ځل اولمپيک لوبې تر سره کېږي چې د هر ښار لپاره يو قيمتی فرصت دی. د بېجينګ اولمپيک لوبې به د چيني ځانګړتيا لرونکی لوبی وي . اوس د بېجينګ حکومت د ښاري ابادۍ او د وګړيو د ژوند د چاپيريال د ښه والی لپاره کوشش کوي.

لوی سفير کوسی سندور دا هيله هم څرګنده کړه چې د هنګری لوبغاړي به په راتلونکی اولمپيک لوبو کې برياليتوبونه تر لاسه کړي او د طلايی مډالونو په ليست کې به د لومړيو لسو مقامونو څخه يو ونيسي. د هنګری د خاورو پراخوالی له سلو زرو مربع کيلو مترو څخه کم دی او د وګړيو شمېر يې له لس مليونه تنو څخه لږ دی، خو په تېرو اولمپيک لوبو کې يې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړی چې ټولټال ١٥٧ طلايی مډالونه ، ١٣٩ د سپينو زرو او د ١٦٢ برونزو مډالونه تر لاسه کړی دي. د هنګری پلاوی په جلا جلا توګه د ١٩٣٦ او ١٩٥٢ کال د برلين او هلسينګی په اولمپيک لوبو کې د مډالونو په ليست کې درېيم مقام ګټلی و.

لوی سفير کوسی وويل د بېجينګ اولمپيک لوبو په ترڅ کې به د هنګری د سيلانيانو شمېر په تاريخ کې لومړی زيات وي. ( اواز ٣ )

د اټکل له مخې، د اولمپيک لوبو په وخت کې به څه د پاسه ٤ زره تنه هنګريان له چين

څخه ليدنه وکړي او د سلګونو تنو لوبغاړيو ، روزونکی، ډاکترانو ، لوبڅاريو او چارواکيو په ګډون به د هنګری پلاوی په اولمپيک لوبو کې ګډون وکړي.

ده زياته کړه چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو په ترڅ کې به په چين کې د هنګری سفارت تر وسی پوری له خپلو لوبغاړيو سره مرسته وکړي. بر سيره پردی به د هنګری سفارت له خپلو خبريالانو او سيلانيانو سره د مرستې لپاره ځانګړی کاري کارکوونکي اړوندو سيمو ته واستوي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040