د لاتينی امريکا هېوادونو د سوک وهلو لوبغاړي د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو لپاره چمتو دي

cri     (GMT+08:00) 2008-07-22 17:53:18

د سوک وهل د لاتينی امريکا زياتو هېوادونو يوه دوديزه سپورتی لوبه ده. که څه هم د بېلا بېلو هېوادونو د سوک وهلو لوبغاړي لږ دی، خو د کيوبا په مشری د لاتينی امريکا هېوادونو سپورتی پلاوي د بېجينګ اولمپيک سپورتی لوبو لپاره چمتو دی.

د مکسيکو سوک وهلو ډله د ٥٤ کيلو ګرامو درجه اسکار والد او د ٥٧ کيلو ګرامو درجه ارتورو سانتوس او د ٦٠ کيلو ګرامو په وزن له غښتلی سوک وهونکی فرنسيسکو وارګاس څخه جوړ شوې چې په وروستيو ورځو کې يی په ازبکستان کې په روزنې لاس پوری کړی او د روانې مياشتې په ١٤ نېټه د اولمپيک سپورتی لوبو د وروستی پړاو د چمتوالی لپاره بيرته خپل وطن ته ستانه شويدي.

ارتورو سانتوس له ١١ کلنۍ څخه د سوک وهلو په روزنې پيل وکړ، خو کشره خور يې د ده په پرتله ډېر وختیدغې لوبې ته مخه کړې وه.هغه وويل : زما خور زما په پرتله دوه کاله کشره ده او د سوک وهلو له لوبې سره يی ډېره مينه درلوده، خو په هغه وخت کې لږې نجونې په سوک وهلو بوختې وې، نو په اخر کې می خور له دغې لوبې څخه لاس واخيست ، خو له هغه وخت څخه مې له سوک وهلو سره مينه پيدا کړه . کله چی ډګر ته ننوځم له پوره ځواک څخه ډک يم .

د امريکا د شيکاګو د سوک وهلو په اتلولی کې سانتوس د مکسيکو د سوک وهلو لومړی لوبغاړی دی چې د بېجينګ اولمپيک په سپورتی لوبو کې د ګډون وثيقه يې ترلاسه کړه .هغه وويل موږ له نيکه مرغه له اولمپيک سپورتی لوبو مخکی له زياتو غښتلو سيالانو سره د سياليو فرصتونه درلودل چې له امله مو د خپلو سيالانو د مهارتونو ښه پيژندنه کړې ده.مونږ د روزنې په بهير کې زيار ايستلی دی او اوسنی حالت مو ډېر ښه دی.

د وينزويلاد سوک وهلو شپږ لوبغاړي اوس د روسيې په ولاديوستوک کې په روزنه بوخت دی . روزونکی افريدو ليموس وويل له اولمپيک سپورتی لوبو مخکې د يو لړ سياليو له لاری د وينزويلا د سوک وهلو د ډلې موخه ډېره څرګنده ده چی د بېجينګ په اولمپيک سپورتی لوبو کې د ميډالونو تر لاسه کړي.نوموړی وويل د ٧٥ کيلو ګرامو په وزن لوبغاړی الفنسو بلانکو اوسنی حالت ډېر ښه دی .هيکتور منزنيلا چې پخوا يی د ٥٦ کيلو ګرامو درجې په سياليو کې ګډون درلود، په بريالۍ توګه خپل وزن ټيټ کړ چې دی به د ٤٥ کيلو ګرامو په وزن سيالۍ کې ګډون وکړي.د ٤٨ کيلو ګرامو په وزن لوبغاړی ادوارد برموديز په روسيه کې د طلايی ميډال له تر لاسه کولو وروسته باور زيات کړی او ويی ويل دی ټينګ هوډ لري چې د وينزويلا لپاره به يو طلايی ميډال وګټي.د خبر له مخی د دغه هېواد د سوک وهلو ډله به د اګيست په ٣ نېټه په مستقيمه توګه بېجينګ ته ورسيږي.

د پورتوريکو د سپورت او ساعتېری وزارت په وروستيو ورځو کې اعلان وکړ چې د بېجينګ په اولمپيک سپورتی لوبو کې د سوک وهلو پنځه لوبغاړي به له دغو لوبو وروسته دوه زره ډالره مياشتنی مرستندويه پيسې تر لاسه کړي چې دوی د ناځانګړيو لوبغاړيو په توګه په روزنو او سياليو کې ګډون ته وهڅوي. د دغه هېواد د سپورت او ساعتېری وزير هيله څرګنده کړه چې دغه لوبغاړي په ٢٠١٠ کال کې د منځنی امريکا د کاربين په سپورتی لوبو کې او په ٢٠١٢ کال کې د لنډن په اولمپيک سپورتی لوبو

کې ګډون ولري.سربېره پردی له اولمپيک سپورتی لوبو وروسته به په نورو نړيوالو سياليو کې ميډال تر لاسه کوونکي هم زر امريکايی ډالره وګټي . له دی نه مخکی د دغه هېواد حکومت پرېکړه وکړه چې دوی به په اولمپيک سپورتی لوبو کې د سوک وهلو ميډال تر لاسه کوونکيو ته له شپږ زرو څخه تر سل زرو امريکايی ډالرو پوری جايزه ور کړي.

اوس د لاتينی امريکا هېوادونو د سوک وهلو ناځانګړی لوبغاړی غواړي د مسلکی سوک وهونکو په سياليو کې ګډون وکړي چې له دی امله د سوک وهلو په لوبه کې مشرهېواد کيوبا ته هم زيانونه رسيدلی ، نو د دغه حالت په وړاندی دغه وزير لوبغاړيو ته وويل چې لومړی د اولمپيک سپورتی لوبو لپاره کوشش وکړي او ور پسی به فکر وکړي چې په مسلکی توګه سوک وهلونکي بدل کړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040