د پينګ پانګ مشهور لوبغاړی جين ميشل سيف

cri     (GMT+08:00) 2008-07-28 13:09:44

د چين خلک د بلجيک د پينګ پانګ له مشهور لوبغاړي جين ميشل سيف سره ډېره بلدتيا لري چې دی به د بېجينګ په اولمپيک سپورتي لوبو کې د شپږم ځل لپاره ګډون ولري.هغه زمونږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې باور څرګند کړ چې د چين حکومت به د پخوانيو اولمپيک سپورتي لوبو په پرتله د اولمپيک تر ټولو ښې سپورتی لوبې تر سره کړي.

جين ميشل سيف د تېرې پيړۍ په نهمه لسيزه کې د خپل ځانګړی فنی توان له لاری په ١٩٩٣ کال کې د پينګ پانګ د ٤٢ مې دورې په نړيوال اتلولی کې د نارينه وو يوې کسيزې سيالی دوهم مقام نيولی و او په وروستيو کلونو کې يې په نړۍ کې مقام په مخکنيو شلو مقامونو کې ساتلی دی.هغه په بېجينګ کې د اولمپيک سپورتی لوبو او د خپلې راتلونکی پايلې د يادونې په ترڅ کې وويل (اواز...........) زه غواړم چې ټولو ته د حيرنتيا وړ پايلې وښيم، خو زما په أند که زما له اټکل څخه وتلی نه وې،د نارينه وو په يوه کسيزه سيالۍ کې به دری ميډالونه د چين د پينګ پانګ ډلې له خوا تر لاسه شی.د بېلګی په توګه وانګ هاو، وانګ لی چين او ما لين ، ځکه د چين خلک ور ته سترګۍ پر لاره ناست دی.خو زه څرګنده موخه نه لرم.

د چين د خلکو له خوا له ښاغلی سياف سره د بلدتيا بل لامل د ده چينی روزونکی وانګ دا يوانګ دی چې په ١٩٨٩ کال کې د سيف د روزونکی په توګه وټاکل شو او په تېرو شلو کلونو کې يې له سيف سره د پينګ پانګ په نړيوالو سيالو کې د ښو پايلو تر لاسه کولو لپاره کوشش وکړ.د ده روزونکی وانګ دا يونګ وويل(اواز.......

په وروستيو ورځو کې د سيف ښه مهارت ساتل شوی دی،مونږ د اولمپيک په سپورتی لوبو کې د ګډون لپاره څو ځله بيړني روزنې تر سره کړې.مونږ ور څخه څرګنده غوښتنه نه لرو او يوازی هېله لرو چې دی تر خپلې وسې پوری کوشش وکړي.سيف ډېر خوشحاله دی او هېله لري چې په بېجينګ کې د پينګ پانګ په سياليو کې برياليتوب تر لاسه کړي.

سيف زمونږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل دی هم وياړي چې د روانې دورې اولمپيک سپورتی لوبې به د ده د روزونکی په وطن کې تر سره شی ، نو دی به د دغو لوبو په درندو مراسمو کې ګډون وکړي .هغه زياته کړه چې د خپل روزونکی په مرستې سره به د پينګ پانګ لوبې لوړې څوکې ته ورسوي.هغه وويل(اواز...........)

په تېرو شلو کلونو کې زمونږ اړيکی ښې وې، دی زما د پلار په شان دی،ځکه چی مونږ په دغو کلونو کې په ګډه له خوښيو او عمونو سره تېرکړل.په ١٩٩٣ کال کې مې د لومړي بهرني لوبغاړي په توګه د چين د پينګ پانګ په سيالۍ کې طلايی ميډال تر لاسه کړ چې زما د روزونکی له کوششونو سره اړيکی درلودې. نو زه ډېر وياړم چې د شپږم ځل لپاره په اولمپيک سپورتی لوبو کې ګډون کوم.

د بلجيک د اولمپيک پلاوی وروستی ليست به د جولاۍ په ٢١ نېټه د دغه هېواد له ملی جشن مخکی وټاکل شی . ښاغلی وانګ دا يونګ هم د دغه هېواد د اولمپيک سپورتی لوبو تشکيلاتی کميټې ته وړانديز وکړ چې سياف به د اولمپيک سپورتی لوبو په پرانيستونکيو مراسمو کې د دغه پلاوی د بيرغچی په توګه وټاکل شی چې دا به په چين کې د دغه پلاوی د اغيزې د لوړوالي لپاره ډېر مهم اهميت ولري.سيف وويل د بېجينګ په اولمپيک سپورتی لوبو کې ګډون د ده لپاره له چين څخه دېرشمه ليدنه ده. دی د زړه له کومی هيله لري چې په چين کې په بريالۍ توګه دغه لوبې تر سره شی .

.هغه وويل(اواز..........) زه ټينګ باور لرم چې چينايان به يو تر ټولو ښې د اولمپيک سپورتی لوبې تر سره کړي. د چين په اړه مې ځينی معلومات تر لاسه کړل.٢٢ کاله مخکی مې له چين څخه په ليدنه پيل وکړ، نو زما په أند چينايان به هرو مرو بی ساری سپورتی لوبې تر سره کړي، ډېر خوشحاله يم چې له چين څخه زما د ليدنې بل لامل هلته زما زيات ملاتړ کوونکي دی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040