د ښاپېريو وطن لومړی برخه

cri     (GMT+08:00) 2008-07-28 16:17:25
د ورېښمو لارې يون

۱۳۸۵ ليندۍ

حفيظ الله غښتلى

***

د ورېښو لارې يون:

ليكوال : حفيط الله غښتلى

عكاس : سپوږمۍ، احمد زلمى او غاټول

خپرونكى :

د خپرېدو لړ :

د خپرېدو نېټه :

د خپرېدو ځاى :

****

بسم الله الرحمن الرحيم

****

خپلو نيكونو

نياګانو

مور او پلار ته

***

لړ:

- د پيل خبرې

- مننه

- په ژوند د قبر ننداره

- د ښاپېريو وطن

= دينونه څنګه چين ته راغلي

= د يونګ پاچاهي كورنۍ

= حكومت او ټولنه

- يو ښار دوه اړخونه

= يو يو ان بڼ

= هوانګ پو جيانګ سيند

- په ښارونو كې د غرونو ساړه

= د كليو خوشالي

= سوجاو

= هٌن شن معبد

= لېنګرېنګ بڼ

= چلبازه ننداره

- په ټپ د مالګې دوړول

= يو فو معبد

= شانګهاى پوهنتون

= نانجېنګ سړك

= چيني بانك

= بيا هم د هوانګ پو جيانګ سيند

= په شانګهاى كې د چين نړيوالې راډيو دفتر

= د بېجېنګ په لوري حركت

- سيلانيان د امپراتورۍ په خيال كې

= مېرمنو ټولنه

= د اسمان نمانځنې معبد

= د چيني ژبې ليكدود او اسمان نمانځنه

= انټرنېټ كفې

- چيني ځوانان د چين د پرمختګ مخكښان

= تيان ان من ډګر

= د تيان ان من ډګر د محشر ورځ

= د چين د خلكو ملي كانګرس

= ارګ موزيم

= مېنګ پاچاهي كورنۍ

= چېنګ پاچاهي كورنۍ

= كنفوسيوس

= ماو زېدونګ

= د هيلې كباب

= د زېږېدو نېټه

= د بېجېنګ د كبانو ساتنځى Beijing Aquarium

- نړۍ په يوه خونه كې

= د چين نړيوالې راډيو ۶۵ كليزې نمانځنغونډه

= د چين ملي سرود

= ستر موزيم

= هيله او نڅا

= ځوانان او پېغلې ناروغانو ته خپله وينه وركوي

= له وانګ لي سره مېلمستيا

- لوى دېوال ستر تاريخ

= په لرغوني چين كې د واكمنانو ټاكل او ګوښه كول

= لوى دېوال

= د چين نړيوالې راډيو پښتو څانګه

= د چين نړيوالې راډيو پښتو څانګې مېلمستيا

- د وركې احساس

= پتنګ لوبې لوبغاړي

= هغوى چې ما په بېجېنګ كې و نه ليدل

- په پاى كې د چين په اړه څه خبرې

- نومښود

- د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې كاركوونكيو معرفي

- انځورونه

****

د پيل خبرې

د ډېرى مسلمانانو تر منځ دا خبره د ژبې په سر ده چې علم زده كړئ كه څه هم په چين كې وي (اطلوبوا العلم ولو كان فى الصين). همدا د يوه غيرمشهور حديث له مخې چې يو زر او څلور سوه كاله پرې تېرېږي، د لوى خداى(ج) د پيغمبر(ص) د وينا په توګه رانقل شوې، چې د علم په لټه پسې ان چين ته هم لاړ شئ! له دې جوتېږي چې چين په هغه وخت كې هم د علم او پوهې ټاټوبى پاتې شوی دى.

د همدغې پوهه پالې ننداره مې د چين نړيوالې راډيو (CRI) د ۶۵ مې كليزې د نمانځنغونډې له بركته وكړه. د يادې شوې راډيو د پښتو څانګې په رسمي بلنه مې چين ته سفر وكړ. غواړم په دغه سفر كې خپل ليدلي او اورېدلي له لوستونكيو سره شريك كړم. زما په باور په دغو يادښتونو كې داسې څه شته چې د لوستونكيو د پام وړ به وګرځي او ګټه به ترې واخلي.

د نړۍ په ډېرو ژبو د تاريخي ځايونو، سيمو او هېوادونو په اړه ځانګړي كتابونه چاپ شوي دي، كله مې چې چين ته د سفر نيت وكړ، په كابل كې مې د چين په اړه د كتاب لټون پيل كړ. له بده مرغه څه مې و نه موندل. كله چې شانګهاى ته لاړم هلته له كاناډا څخه راغلي مېلمه په لاس كې مې د شانګهاى او بيا په بېجېنګ كې له همدغه سړي سره د بېجېنګ په اړه ځانګړي لارښود كتابونه وليدل. هيله مې په زړه كې راوټوكېده چې كاشكې دغه وړ كتابونه په پښتو ژبه هم واى.

دغه يادښتونه د چين د ځينو تاريخي ځايونو په اړه لنډ معلومات وړاندې كوي. هيله ده د سيمو او تاريخي ځايونو په اړه په پښتو ژبه هم هغسې ځانګړي كتابونه وليكل شي چې سيلانيان، زده كوونكي او نور خلك يې ولولي او ګټه ترې واخلي. هيله ده يو بل څوك د چين د تاريخي ځايونو په اړه په پښتو يو تفصيلي كتاب وليكي، يوازې د چين په اړه نه بلكې د نورو ډېرو هېوادونو، سيمو، تاريخي ځايونو، د نورو متلونو په كلتور، عنعناتو او د هغوى د پرمختيا د مزل په اړه كتابونه وليكي.

د سفر په پيل كې مې دا نيت نه و چې زه دې خپل يادښتونه وليكم. دا هوډ مې يوازې هغه وخت وكړ چې د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې په وېبپاڼه كې زما د يادښتونه پاڼه پرانېستل شوه. كله چې په ۲۰۰۵م كال په اګست او بيا په نومبر كې بنګله دېش او هند ته په رسمي سفرونو لاړم، هلته مې لا وار دمخه دا نيت كړى و چې څه يادښتونه به ليكم، خو دا چې هغه سفرونه رسمي او خورا ډېر بوخت وو، نو د يادښت ليكلو لپاره هېڅ وخت نه و. نو ما ګومان كاوه، چې دا سفرونه به هم هغسې وي او څه يادښتونه به و نه شم ليكلى. كه څه هم دا سفر هم بوخت و، خو سره له دې د پښتو څانګې له كاركوونكيو مننه چې ما ته يې د دغه كار د ترسره کولو سېك راوباښه.

يادښتونه د ورځو په ترتيب جوړ شوي. په يادښتونو كې له هغو لوحو او ليكنو ګټه اخېستل شوې چې د تاريخي ځايونو په بېلا بېلو برخو كې لګول شوي وو. له دې سربېره د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې د كاركوونكيو هر يوه سپوږمۍ، احمد زلمي او غاټول د لارښود په توګه راته معلومات راكړي چې په دغو يادښتونو كې ترې ګټه اخېستل شوي. ځينو پوښتنو ته مې د همدې راډيو سلاكار امان الله عمران ځوابونه ويلي چې په همدغو يادښتونو كې ترې ګټه اخېستل شوې ده. له ځينو نورو سرچينو هم ګټه اخېستل شوې چې ځاى ځاى يې په لمنليك كې يادونه شوې ده.

په دغو يادښتونو كې به تاسې د چين د ځينو تاريخو ځايونو، شخصيتونو، د ژوند ځينو لارو چارو او د چين د كلتور د يوې برخې په اړه څه ولولئ.

په ادب

حفيظ الله غښتلى

كابل- خوشال مېنه

مننه

د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې له كاركوونكيو څخه يوه مننه چې د دغې راډيو په پښتو وېبپاڼه كې يې د (حفيظ الله غښتلي ورځني يادښتونه) تر سرليك لاندې يوه پاڼه پرانېستله او زه يې دې ته وهڅولم چې خپل يادښتونه وليكم. د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې له كاركوونكيو احمد زلمي، سپوږمۍ، غاټول او سلاكار امان الله عمران څخه مننه كوم چې د سفر لارښود مې پاتې شول. د همدوى مينه او لارښوونه وه چې دغو يادښتونو د ليكلو تابيا مې وكړه.

له استاد اسد الله غضنفر څخه ډېره مننه چې د دغو يادښتونو په ترتيب كې يې راته استادانه لارښوونې وكړې.

له رحمت الله كوثر څخه مننه كوم چې د دغه كتاب په لومړي ځل پروف لوستلو كې يې زيار وګالو او زه يې له سرخوږي وژغورلم.

په پاى كې يو ځل بيا هم د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې له ټولو كاركوونكيو څخه مننه كوم چې د يادښتونو په بياكتنه كې يې بې خوبي ګاللې، او تېروتنې يې په كې سمې كړې.

د همدغو دوستانو او استادانو له لارښوونې او مرستې دغه يادښتونه د چاپ وړ او جوګه وګرځول.

***

په ژوند د قبر ننداره

لومړى ورځ: يکشنبه، د نومبر ۲۶مه ۲۰۰۶

د نومبر ۲۶مه نېټه د چين- اورمچي ولايت په ځايي وخت مازيګر ناوخته څلور بجې د China Southern Airline په هوايي ډګر CZ6009 الوتکه راكښته شوه. په الوتكه كې ناست كسان ډېرى افغانان او د ډيورېنډ كرښې پورې غاړه پراته پښتانه وو. له ما سره په څوكۍ ناست كسان هم پښتانه وو او تر خپل منځ يې د سوداګرۍ او دوكاندارۍ په اړه خوندور بنډار جوړ كړى و.

د الوتكې له هېنداره چې لاندې ګورې نو دنګ دنګ غرونه په واورو پټ ښكاري. د ورېښمو لار د همدغو په واورو پټو غرونو تر منځ تېره شوې. د دغو دليو دليو واورو په ليدو د انسان د فكر نيلى پخوانۍ زمانې ته ورځغلي. هغو خلكو چې په دغه لار به يې سفر كاوه څومره كړاوونه به يې ګالل او سفر به يې څومره وخت اخيست! اوس هم سفر د ورېښمو لارې سفر دى، خو له هغو سفرونو سره يې توپير خامخا موجود دى.

په الوتكه كې كړكۍ ته څېرمه كس چې ږيره يې په نكريزو سره رنګ كړې وه، هر نيم ساعت وروسته به يې د مخكينۍ څوكۍ په تكيه كې ايښي كڅوړه راواخېسته او خپل نسوار به يې په كې توپ كړل. د شيخ صاحب دغه كار راته بې نزاكته ښكاره شوه او فكر راته پيدا شو چې څنګه به دا خلك په ټولنيزو نزاكتونو او ادابو پوه شي او څنګه کولی شو چې خپل خلک په دې وپوهوو چې ټولنيز نزاکتونه مراعت او خپل کړي. كه د بل هېواد يو څوك يې تر څنګ ناست وی دا به يې څومره هېښوونكي نابلده ګڼله او داسې فكر به يې کاوه چې ياره دا پښتانه لكه ټول همداسې دي. دوى به ملامت هم نه وي چې داسې فكر كوي، ځكه وايي به- موټى د خروار نمونه ده.

شور او زوږ جوړول او په قهقه خندا هم اورېدل کېده. نه پوهېږم ولې په دغه الوتکه کې د ناستو کسانو کړه وړه دومره ډېر ناشنا و. كومې سورلۍ لكه چې له شور و زوږ څخه شكايت وكړ، نو د الوتكې مېلمه پالې دوه درې ځله د ارام پاتې كېدو هيله وكړه.

زه له پيله په الوتكه كې وېرېږم، نه پوهېږم ولې؟ کېدی شي ډېر خلک به ډارېږي او حال به نه وايي. خو دا ځل د China Southern Airline په الوتنه كې لږ څه ډاډه ښكارېدم. چورت مې واهه چې دا ځل ولې ډاډه ښكارم. همدا وخت مې پر مخكينۍ څوكۍ ولوستل:

China Southern Airline Honored to receive the five star diamond award presented by the American academy of hospitality and sciences, 2003-2005.

(د چين سوېلي الوتنه وياړي چې د2003 او 2005 کلونو د پېنځو ستوريو الماسي اېوارډ يې د امريکا د ساينس او مېلمه پالنې له اکاډمۍ څخه خپل کړی دی.)

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040