د ښاپېريو وطن څلورمه برخه

cri     (GMT+08:00) 2008-07-28 16:17:25
د دغه بڼ په هره برخه او هر څه ډېر څه ليكل كېدى شي. ما و نه شو كړاى چې د بڼ د هر څه په اړه تفصيلي يادښتونه وليكلم او يا هغه څه رانقل كړم چې د بڼ په بېلا بېلو ځايونو كې ليكل شوي وو. زما او سپوږمۍ ملګري ډېر په بيړه او منډه منډه روان وو. ځکه بڼ لوی و او هره يوه دا هڅه کوله چې د بڼ ډېرې برخه وګوري.

په يو يوان بڼ كې د نندارې (تياتر) theater لپاره ډېر ښكلى ځای جوړ شوى و. دلته د لوړپوړو او غوره مېلمنو لپاره هم ځانګړى ځاى و. دا له هنر سره د چين د پخوانيو واكمنو مينه ښيي. همدا وجه ده چې اوس په چين کې هنر ډېره پرمختيا کړې.

د زمري او ښامار يا dragon د بڼ په بېلا بېلو ځايونو كې مجسمې او په ځينو ځايونو کې يې انځورونه ځاى پر ځاى شوي دي. نه پوهېږم چې Dragon ته موږ څه وايو؟ ښامار، اژدهار كه څه بله بلا، خو دا يو خيالي حيوان دى، چې فكر كېږي اور خوړلى شي. زمرى د ساتندوى معنى ښندي او Dragon د ځواك او قوت معنى وركوي. په پخوا وختونو کې Dragon نښه او يا هم مجسمه يوازې واکمنانو کارولای شوی، بل چا دا حق نه درلود. که كوم بل چا د دې شوق کړی وای نو بيا يې سر قلم كېده او وژل کېده.

كبان د دغه بڼ ځانګړې ښكلا ده. په اوبو كې رنګارنګ كبان. ژېړ كب او دغه وړ نور رنګين كبان په چين كې د نېكمرغۍ او ښه بخت معنى لري. دلته هر څوك غواړي چې ودرېږي او له دغو كبانو سره د نېك فال په نيت يو تصوير واخلي.

د غرمې ډوډۍ د خوړلو ځاى مې په ذهن كې پاتې نه شو. نه پوهېږم چې د غرمې ډوډۍ مو چېرته وخوړله. خو خوند مې يې په خوله پاتې دى او ډوډۍ خوندوره وه.

په يو يوان بڼ كې يوه ونه هم ده چې كټاره ترې چاپېره شوې. دغه ونه د ګېنګو بېلوبا Ginkgo Biloba په نامه يادېږي چې ۴۰۰ كلنه ده.

هوانګ پو جيانګ سيند:

هوانګ پو جيانګ سيند هغه دى چې په پيل كې مې يې يادونه وكړه. ماښام Huangpu سيند ته راغلو. په دغه سيند كې ډېرې بېړۍ ليدل كېږي چې له بارونو څخه ډكې دي. يو څو نورې بېړۍ هم ليدل كېږي چې په هغو كې سيلانيان په سيند كې د يوه ګړۍ لپاره چكر وهي.

زموږ لارښودې ټرېسي هم د يوې بيړۍ د كرايه كولو خبره د بېړۍ له څښتن سره وكړه. نه پوهېږم چې د يوې ګړۍ لپاره به يې ورته څومره روپۍ وركړې وي. كله چې بېړۍ ته ختلو تېز باد لګېده او ډېر ساړه وو. خو بيا هم د بېړۍ دننه هوا معتدله او ګرمه وه.

هوانګ پو جيانګ سيند شانګهای ښار ته ځانګړي ښکلا ورکړې ده. سيند کې هم ګڼه ګوڼه ده. باروړونکی بېړۍ او د سيلانيانو بېړۍ ښکاري. په بېړۍ كې تر ګرځېدا وروسته سيند ته څېرمه خوړنځي (رستورانت) ته لاړو. زه له درېو نورو ملګريو سره ځانګړي مېز ته كېناستم چې يوازې سابه وخورو. تر ډوډۍ خوړولو وروسته چې كله بس ته وختلو، ټرېسي وويل چې د ملغرو ختيزڅلي ته ځو په چيني ژبه دغه څلي ته ونګ فانګ مينګ جو وايي.

د ملغلرو ختيز څلى (ونګ فانګ مينګ جو)

د ملغلرو ختيز څلى Oriental Pearl TV Tower په پوډانګ Podong پارك كې جوړ شوى دى. څلى په شمال ختيز كې د يانګپو پله په وسيله او په سوېل ختيز كې د ننپو پله په وسيله چاپېر شوى، چې د يوه جوړه Dragon انځور جوړوي. دغه څلى ۴۶۸ (۱،۵۳۶فټه) لوړ دى، چې د نړۍ درېيمه نومره لوړ راډيو تلوېزيوني څلى دى. لومړى لوړ څلى د كاناډا په تورنټو ښار كې دى او دويم يې د روسيې په ماسكو ښار كې جوړ شوى دى.

د څلي د نژدې كتو او بره ختلو لپاره ټيكټ ۵۰ يوونه دى چې درې نم سوه افغانۍ كېږي. موږ د دغه څلي ۲۶۱ متره لوړې برخې ته په لېفټ كې پورته شو. لېفټ ډېر ګړندى پورته كېده، دغه لېفټ په يوه ثانيه كې اوه متره لوړ ځغلي او يو وخت ۵۰ كسان پورته كوي. دغه لېفټ ته په انګريزي elevator وايي. سره له دې چې لېفټ هم انګريزي كلمه ده، خو دا بيا ځانګړى نوم لري. دغه لېفټ دومره ګړندى دى لكه الوتكه چې په چټكۍ پورته كېږي، د ځينو په غوږونو كې كړنګا شوه او غوږونو ته يې لاس يووړ.

دا څلى خپله ځانګړنه لري چې اوسنۍ پرمختللې ټيكنالوژي يې له پخواني هنر سره يو ځاى كړې او يوه جلا بڼه يې خپله كړې ده. د څلي په لاندنۍ برخه كې موزيم او پلورنځى جوړ شوي چې خورا ګڼه ګوڼه په كې وي.

له دغه څلي څخه د شانګهاى ښار ډېرې برخې ښكاري. هغه مخامخ د چين تر ټولو لوړه ودانۍ ده. دغه ودانۍ داسې ښكاري لكه له هېندارو چې جوړه وي. دغې ودانۍ ته د جين ماو برج Jin Maw Tower وايي. همدغه ودانۍ چې له دغه ځايه جوته ښكاري ۸۸ پوړه لوړه ده چې په ۱۹۹۹ كال په ۲،۳ هېكټاره ځمكه كې جوړه شوه. لوړوالى يې ۴۲۰،۵ متره ته رسېږي. په دغه ودانۍ كې دفترونه، سوداګريز مركزونه او يو پينځه ستوريز هوټل شته. دغه هوټل د ۵۷ پوړ څخه تر ۸۷ پوړ پورې ټولې خونې خپلې كړې دي. ۸۸ پوړ د نندارو لپاره دى چې په يو وخت كې زر كسان ځايولاى شي. ۸۸ پوړ ته دوه اېلېوېټرونه (ګړندى لېفټ) فعاليت كوي چې په يوه ثانيه كې ۹،۱ متره مخ په بره منډه كوي.

ماسخوتن بېرته ټول هوټل ته د تګ په نيت بس ته وختو. ټرېسي بيا د سبا ورځې د پروګرام اعلان وكړ: سبا ګهيځ اوه بجې او ديرش دقيقې به په لابي كې ټول سره ګورو او بيا به د سوجاو Suzhou ولايت په لوري حركت كوو.

***

په ښار كې د غرونو ساړه

څلورمه ورځ: چهارشنبه د نومبر ۲۹مه۲۰۰۶

د ګهيځ له لمانځه وروسته نېغ د چاى خوړلو ځاى ته ورغلم. له چايو وروسته بېرته خپلې خونې ته وختلم چې كمره، قلم او كاغذ راوخلم. لابي ته چې راكوزېدم نو اووه بجې او ديرش دقيقې وې. ټول ملګري په وخت را و نه رسېدل. په بس كې مو لږ انتظار وكړ. ۰۷:۴۵ دقيقې شوې چې دسوجاو ولايت په لوري مو حركت وكړ.

له شانګهاى څخه تر سوجاو پورې په لاره شنې او زرغونې كروندې دي. ډاګ او دښت نه سترګو كېږي. كليواله سيمه ده، خو زموږ تر ښارونو هم اباده ده. چينايانو د كليو د ابادۍ لپاره ډېرې ښې لارې چارې خپلې كړې دي. لكه په كليو كې د داوطلبو محصلينو كارونه، د كليو خوشالي، د دولت له خوا د كليو د ابادۍ پروګرام او دې ته ورته نور.

د كليو خوشالي:

په چين كي ښاريان كلي او بانډې له پامه نه غورځوي. د چين اوسېدونكي په خپل هېواد او ملت وياړي. چينايان غواړي خپل هېواد اباد كړي. ښار، كلي او بانډې. چينايي ښاريان د كليو د ابادۍ په موخه د خپلو رخصتيو په ورځ كليو ته ځي، په دې پلمه چې خپل وخت ښه تېر كړي غواړي خپلې څو پيسې په كليو بانډو كې مصرف كړي او په دې توګه كلى اباد كړي.

په چين كې د كليو د ابادۍ په موخه د ښاريانو له خوا ښې چارې پرمخ پيول كېږي. په ښاري سيمو كې د خلکو د ژوندانه د سويې له اوچتېدو سره د رخصتيو او د فراغت په وختونو کې يې ژوند هم رنګارنګ بدلون موندلى دى، چې په دې کې د كليو د ابادۍ په موخه د رخصتۍ د تيرولو لپاره کليو ته تلل يو نوي رنګ، نوى دود او رواج ګرځېدلى. دغه ډول تفريخي شکل د کليو خوشالۍ نومېږي.

كليوال چې بزګران او مالداران دي د خپلو کښتونو، کورونو او انګړونو په كارولو ښاريانو ته د رخصتيو او د فارغ وخت د ښه تېرولو، لوبو، خوړو او اوسېدو ځايونه برابروي. په دې توګه له يوې خوا د دغه كار له مخې ښاريان خپل ژوند په خوشالۍ تېروي او له بلې خوا بزګرانو ته ګټه رسېږي او كلي ابادېږي. په بانډو كې كليوالو له خپلو كورونو كليوال رستورانتونه جوړ كړي او د ښاريانو خورا تود هركلى كوي. په كليوالو رستورانتونو كې د کليو عنعنوي خوراکونو د زياتو ښاريانو مينه راكاږلې. په كليوالو خوړو جوړولو كې پخوانۍ عنعنه ساتل شوې چې ځانګړى خوند لري.

سوجاو:

سوجاو Suzhou هغه ولايت دى چې په يوه ولسوالۍ كې يې د چين تر ټولو زياتې كتابچې توليدېږي. له شانګهاى ښار څخه تر نوموړي ولايت پورې د موټر دوه ساعته لاره ده. دغه ولايت د ورېښمو د توليد له مخې هم مشهور دی.

هن شن معبد

هن په چيني ژبه غرونو ته وايي او شن ساړو او يخ ته وايي. يعني هن شن د غرونو د يخنۍ معنى ښندي. دغه معبد د يوه سړي په نامه جوړ شوى چې هغه بيا جاپان ته لاړ او هلته ومړ.

د چين خلك په دې باور دي چې دغه معبد خلكو ته د ارامۍ او نېكمرغۍ ژوند وركړی. نوم يې د يوه مشهور شاعر (چانجي) له يوه شعر سره سم اېښودل شوى. په دغه معبد كې د كال په وروستى شپه ۸۸ ځله زنګ غږوي، او فكر كوي چې دغه شان به راتلونكى كال نېكمرغه او ارامه شي.

معبدونه په ځانګړي بڼه جوړېږي، په دي معنى چې دروازه يې كوم لوري ته وي، كړكۍ يې كوم لوري ته وي او همدا ډول هغه نور جزيات يې. معمولاًٌ د معبد دروازه شمال لوري ته وي، خو د دغه معبد دروازه لويديز لوري ته ده او هغه هم د يوې ځانګړتيا له مخې داسې جوړه شوې ده.

دلته د بودا دين پيروان هم ډېر راځي. هغوی هم بايد د سيلانيانو په څېر ټيکټ واخلي. په هره ونه او د ودانۍ په ستنه پورې سور رنګې جنډې ځوړول شوې دي. سپوږمۍ راته وويل دا خلک د ښه فال او نېکمرغۍ په نيت په دغو ونو، بوټيو او د ودانۍ پر ستنو تړي.

دې ته ورته كارونه يعني په ونو او بوټيو پورې جنډې تړل په افغانستان كې هم د زيارتونو له لكڼو، ونو او بوټيو سره كېږي. هلته هم خلك د نېك فال په نيت او يا هم په كوم بل نيت دغه ډول كارونه كوي.

لكه څنګه چې د دغه بڼ نوم د غرونو ساړه و، همدغسې د افغانستان د غرونو د ساړو احساس هم دلته كېده. دلته زموږ هره يوه لپاره يو ټيكېټ په ۲۰ يوونه اخيستل شوى و چې له۱۴۰ افغانيو سره برابرې دي. د غرمې له ډوډۍ وروسته لېنګرېنګ بڼ ته لاړو.

لېنګرېنګ بڼ:

لېنګرېنګ Lingering Garden هم د يوې ځانګړتيا لرونكى بڼ دى. دغه بڼ په ۱۹۹۷ كال د ملګرو ملتونو د ځانګړې ادارې يونېسكو له خوا په نړيوالو ميراثونو كې شامل شوى دى. د دغه بڼ پخوانى څښتن يو ډاكتر و.

د بڼ دروازه دوه متره لوړه او يو نيم متر پلنه ده. بڼ ته د ننوتو پر مهال، په دالېز ته ورته ځاى كې د بڼ په اړه لنډ معلومات پر تخته ليكل شوي. دلته د بڼ د دريو خاوندانو انځورونه هم ځوړند دي، چې يو په بل پسې د بڼ څښتنان تير شوي دي.

دغه ډېر ستر بڼ دى. د بڼ له يوه ځاى څخه بل ځاى ته لارې په ډبرو جوړې شوې دي، چې د رواياتو له مخې دغه ډبرې يو وخت د پيسو په بڼه كارول كېدې. په دغه بڼ كې هر څه ځانګړې معنى لري. كه څوك غواړي د بڼ د هر څه په اړه معلومات تر ګوتو او د هرې نښې په معنى پوه شي نو يوه اوونۍ وخت هم ورته کافي نه دی.

په دغه بڼ كې دوه ونې د يوه دېواله تر څنګ يو د بل تر څنګ شنې ولاړې دي، چې د نارينه او ښځينه ونې معنى لري، يو بل ته نژدې سره غاړه غړۍ دي او داسې ښكاري لكه انساني جوړه چې يو له بله سره په مينې غاړه ورکوي. له دغو دواړه ونو كټاره تاو شوې ده او په همدغه معنى دغه ونې ساتل كېږي.

په بڼ كې د خونو د بامونو له ناوو څخه د اوبو راوتلو او بيا له غولې څخه د وتلو ځاى د روپۍ په بڼه جوړ شوى. د چين خلك دا په دې معنى اخلي چې روپۍ په كاله كې پاتې كېږي.

دلته ځاى پر ځاى د يو ډول مرغه نښې په لارو كې جوړې شوي دي. دغه مرغه فكر كوم چې زاڼې به وي، د چين خلك يې د اوږده عمر په معنى اخلي.

دا معلومات راته سپوږمۍ په ډېره مينه وړاندې كول. يوې نښې ته به يې ګوته ونيوله او زياته به يې كړه چې هره نښه ځانګړې معنى لري. ټرېسي د ډوډۍ خبره وکړه او زياته يې کړه چې له ډوډۍ وروسته به چلبازه ننداره ګورو. د نامه په اورېدو راسره تلوسه پيدا شوه. بس نېغ خوړنځي ته لاړو او له ډوډۍ وروسته بيا د نندارې ليدو ته.

چلبازه ننداره: Acrobatic Show

ماسخوتن د شانګهاى د نندارو تالار ته ورسېدو. دا ډېر لوی تالار دی، ډېر خلک نندارو ته راځي. نندارچيان يې ځينې سيلانيان او ځينې بيا خپله ځايي خلک دي، خو ډېری يې سيلانيان دي. نه پوهېږم چې دلته به يې يو ټېكټ په څو راته اخېستى و. زموږ ډله لومړني كسان وو چې تالار ته ننوتو. زه او سپوږمۍ د لومړي كتار په لومړۍ او دويمه څوكۍ كېناستو. او بيا مو د نندارې لپاره شل دقيقې انتظار وكړ.

د ځوانانو له خوا ډول ډول نندارې وښودل شوې. د ځينو نندارو په ليدو خو به مې غوني زېږه شول. وبه وېرېدم چې هسې نه دا هلك له بره راوغورځېږي.

يوې نجلۍ به په خپله اوږه د باڼس لرګى ونيو. بل کس به منډه كړه په دې باڼس لرګي به بره په چټكى وخاته. څو نجونې به څنګ تر څنګ ودرېدې، يو د بل په لاسونو او اوږو به وختله، د ګل په څېر بڼه به يې خپله كړه.

دوى ډول، ډول نندارې كولې. هره ننداره، بلكې د هرې نندارې هره برخه به يې جلا، جلا د نندارچيانو له خوا په چكچكو بدرګه كېده.

كوچني هلك چې شاوخوا لس كلن به و، د واكمن ننداره وړاندې كړه. يو لوړ مېز او اته څوكۍ يې سر په سر كېښودې او بيا له پاسه په اتمه څوكۍ خپله كېناست او خپل مټ يې د ځواكمن واكمن په توګه پورته كړ.

په پاى كې يوه هېښوونکې ننداره وه. له امريکا څخه راغلې مېلمنې د دغې نندارې له ليدو ډډه وکړه. هغه ووېريده او د باندې ووته. د يوې كوټې په اندازه دايره كې يو ځوان موټرسايكل كښته پورته ځغلاوه. شېبه وروسته بل ځوان راغى او دغې دايرې ته يې موټرسايكل ننويست، ورو ورو د ځوانانو شمېر شپږو ته ورسېد. په دايره كې يې موټرسايكلونه ځغلول. دلته نو زه هم ووېرېدم او وارخطا شوم چې هسې نه- خداى مكړه سره ټكر شي.

ماسخوتن نهه بجې وې چې د نندارو له تالار څخه راووتو، بس ته وختو، ټرېسې د سبا ورځې د پروګرام په اړه خبرې کولې او سپوږمۍ راته د ټرېسې خبرې ژباړلې: سبا سهار يوفو معبد ګورو، بيا له غرمنۍ وروسته شانګهاى ټرانسپورت (ټرافيك) پوهنتون ته ځو، بيا په شانګهاى ښار كې د چين نړيوالې راډيو خبريال دفتر ګورو او له هغه وروسته ماښام په اورګاډي كې بېجنګ ته حركت كوو. موږ ټول چې كله سبا له هوټل څخه بس ته راځو، بايد خپل كالي هم راواخلو، ځکه بېرته هوټل ته نه راګرځو، يعني له هوټل څخه چېک اوټ check out سبا سهار اته بجې دی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040