د ښاپېريو وطن پنځمه برخه

cri     (GMT+08:00) 2008-07-28 16:17:25
په ټپ د مالګې دوړول

پېنځمه ورځ: پنجشنبه، ۳۰ نومبر ۲۰۰۶

له چايو وروسته هره يوه خپل كالي راواخيستل او په بس كې يې ځاى پر ځاى كړل. ما هڅه كوله چې د راغليو مېلمنو برېښناليك پتې واخلم، د يو څو مې سره راټولې كړې، چې ټرېسې غږ كړ: راځئ چې ځو ناخته كېږي بيا، د خپلو كوټو كارتونه مو راته راكړئ. د پوځيانو په څېر ټول په يوه وخت مخكې لاړو او خپل كارتونه مو ټرېسې ته وركړل او بيا نېغ بس ته وختو چې يوفو معبد ته لاړ شو.

يوفو معبد:

يوفو معبد د شانګهاى ښار په لويديز اړخ كې دى. په دغه معبد كې له قيمتي ډبرې څخه جوړ jade بودا اېښودل شوى. لومړى بودا جوړ شوى بيا وروسته په ۱۸۸۲ م كال كې يې معبد جوړ شوى دى. په دغه معبد كې د jade بودا دوه مجسمې اېښودل شوې، يو د ملاستې په حال كې دى او ډډه يې لګولې چې د فكر كولو څېره څرګندوي او بل د ناستي په حالت كې.

جدې Jade بودا د Huigen په نامه د يوه راهب له خوا له برما څخه راوړل شوى. يو ځل د اړ دوړ په وخت چې چېنګ كورنۍ يې له واكه وغورځوله، دغه معبد وران شو، خو جدې بودا ته څه زيان و نه رسېد او بيا په ۱۹۲۸م کال كې دغه معبد له سره جوړ كړى شو.

يوفو معبد ته د ننوتو ټيكټ ۱۵ يوونه دى چې ۱۱۰ افغانۍ كېږي. يوفو معبد هم لوى معبد دى، ډېرې خونې لري، چې ډېری سيلانيان او د بودايي دين پيروان يې زيارت ته راځي او خورا ګڼه ګوڼه وي. په معبد كې د بودايزم پيروان د درناوي په معنى خپل سرونه د بوتانو په وړاندې ټېټوي. نور بيا اګربتي د بودا مخې ته ونيسي، ورو ورو خوله ښوروي، بيا بله اګربتي راواخلي، همداسې دغه شمېره زياتېږي او خبره بيا يوه ډبي ته ورسېږي. دغو ټولو اګربتيو ته په هغه ځاى كې اور اچوي چې له جستو او يا هم له اوسپنې څخه د لويې كاسې په بڼه جوړ شوى دى.

له قيمتي ډبرې څخه د jade بودا سره عكس اخيستل منع دي، خو له نورو هغو سره تصوير اخېستل څه پروا نه لري. كه څوك هڅه وكړي چې دلته عكس واخلي نو د مسوولو كسانو له خوا منع كېږي.

په معبد كې يوازې قيمتي ډبرې څخه جوړ شوى بودا نه دى، بلكې دلته ډېر بوداګان دي. هغه نور لكه چې له جستو او ژېړو څخه جوړ شوي دي. د ځينو څيرې خندنۍ، موسكۍ او د ځينو هغو يې قهرجنې دي چې وسله يې هم په لاس كې ده.

له ټايلند څخه راغلې مېلمه سومسك Somsak د تېر په څېر دلته هم هر وخت غوښتل چې په تصوير كې يې ژيړ رنګه جاكټ راشي او له همدغه جاكټ سره تصوير واخلي. دغه جاكټ دومره ښكلى نه و او نه هم دومره نوى نوزى و چې ګواكي تصوير دې ورسره ښكلى راشي. څو تصويرونه يې واخيستل، په جاكټ له پاسه اغوستې كوټ به يې لرې كړ او بيا به يې تصوير واخيست. بې زغمه شوم، نو له سومسك څخه مې وپوښتل: ياره ته خو هر ځاى غواړي له دې ژېړې جاكټ سره تصوير واخلي، په دې كې څه خبره ده؟ سومسك له موسكا سره وايي: موږ د خپل پاچا د زېږېدنې د كاليزې په نمانځنه كې ژېړ رنګه جاكټونه اغوندو. پاچا مو ښه سړى دى، احترام يې كوو او په موږ خپل پاچا ډېر ګران دى. سومسك د ټايلند پلازمېنې شمال لوري ته په يوه كليوالو سيمه كې د ښوونكي په توګه دنده ترسره كوي. دى په چينايي ژبه پوهېږي، له چينايي ملګريو سره په چينايي خبره كوي او په كوچينوالي كې يې دغه ژبه زده كړې ده. له نورو سره په انګريزي ژبه خبرې كوي، خو انګريزي په سختۍ وايي.

ژېړ رنګ د سويلي اسيا د بودايانو لپاره مقدس رنګ دى. دلته په معبد كې راهبانو هم ژېړ رنګ جامې او جپنې اغوستې وي، چې سر، ږيري او برېتونه خريې.

په يوفو معبد كې له خورا ښې نندارې وروسته راووتو او د شانګهاى پوهنتون په لوري مو حركت وكړ.

شانګهاى پوهنتون Jia Tong University:

د پوهنتون اداري مسوولې موږ ته ښه راغلاست ووايه. سپوږمۍ د پوهنتون د مسولې او ټرېسې خبرې په بيړه ژباړلې، هڅه يې كوله چې كوم ټكى ترې پاتې نه شي، خو هغوى ګړندۍ خبرې كولې او چې سپوږمۍ په دومره ګړنديو خبرو پسې نه شوى رسېدلى. د پوهنتون مسوولې تر هر څه لومړى راته د پوهنتون په اړه د يوه معلوماتي فلم د ليدو بلنه راكړه.

دغه پوهنتون د شانګهاى د ترافيكو پوهنتون په نامه يادېږي، خو نور ګڼ پوهنځي هم لري. جيا تونګ پوهنتون په ۱۸۹۶ ميلادي كال جوړ شوى. په دغه پوهنتون كې په زده کړو بوختو چيني محصلينو د چين او نړۍ لپاره د ډېرو پرمختلليو تخنيكونو په رامنځته کولو بريالي شوي دي، چې په يوه وخت كې څلوېښت زره محصلين په كې په زده كړه بوخت دي. دغه پوهنتون د نرم كالي (سافټ وېر) په جوړولو كې دوه ځله نړيوال مقام تر لاسه كړى. د دولت په كچه په دغه پوهنتون كې ۲۰ غوره لابراتوارونه موجود دي.

په جيا تونګ پوهنتون كې د ماسټرۍ او ډاكټرۍ تر كچې زده كړه كېږي. له ۲۰۰۰ كال راهيسې د امريكا له Michigan پوهنتون سره علمي اړيكي لري. اوس دغه پوهنتون په سنګاپور كې هم محصلين لري. دغه پوهنتون د بېړۍ جوړولو په برخه كې له المان سره مرسته كړې. د چين او اروپايي ټولنې تر منځ د سوداګرۍ پوهنځي سربيره د نړۍ له ډېرو تصديو سره متقابله اړيكي لري. دغه پوهنتون شپږ لوى روغتونونه هم لري.

د چين مشهورو څېرو په دغه پوهنتون كې زده كړې كړي دي. جيانګ زېمن هم له دغه پوهنتون څخه فارغ شوى دى.

د دغه پوهنتون په انګړ كې دوه څلي هم جوړ شوي دي. يو څلى يې د هغو دوو محصلينو په وياړ جوړ شوى چې په ۱۹۴۹ كال د مې پر ۲۰مه نېټه يې د جاپاني يرغل په وړاندې پاڅون كړى او بيا وژل شوي دي. دويم څلى د دغه پوهنتون د سلم تلين په وياړ جوړ شوى. له څلي دوه كړۍ تاو شوې دي چې خپله څلى د يوه او دوه كړۍ يې د دوو صفرونو معنى وركوي چې په ګډه ټول سل عدد جوړوي.

جيا تونګ پوهنتون ډېر لوى پوهنتون دى، په هره برخه غږېدا به خبره ډېره اوږده كړي او د لوستونكيو له زغمه به خبره ووځي. پوهنتون د افغانستان له پوهنتون سره هېڅ د پرتلې وړنه دى. دلته استادانو ځانګړي امتيازونه لري او مياشتنى عايد يې زموږ له استادانو د مياشتني عايد سره د پرتلې وړ نه دى.

يو اړخ ته كه د چين پوهنتونونه ډېر امكانات او اسانتياوې لري، بل اړخ ته يې محصلين او زده كوونكي هم د خپل هېواد او خلكو لپاره هلې ځلې كوي. دوى د خپلو رخصتيو او يا هم د عملي كار په وخت په لرو پرتو كليو كې په وړيا ډول كارونه كوي. دغو ډول كارونو د چين په پرمختيا، ملي يووالي كې لويه مرسته كړې ده. د ځوانو زده كوونكيو دغسې كارونه د مطبوعاتو له خوا خپاره شوي، د دولت له خوا ستايل شوي او ملاتړ يې شوى دى او په دې توګه د داسې وړ كارونو لمن پراخه شوې ده.

موږ لا د پوهنتون په ننداره بوخت وو چې ټرېسې د ډوډۍ خوړلو لارښوونه وكړه. يوه ګرانبيه رستورانت ته لاړو. رنګ رنګ خواړه يې راوغوښتل. ټول په خوړو بوخت شول. اشتها مې نه وه، نو لمانځه ته لاړم. بيا لكه چې لږ څه ځنډېدلى وم. نور ټول ملګري له مهالوېش سره سم د شاپېنګ يا سودا اخېستو لپاره د باندې وتي وو. چې راووتلم، نو سپوږمۍ راته د باندې انتظار كاوه.

نانجېنګ سړك Nanjing Road

له خوړنځي څخه پلي نانجېنګ سړك ته راغلو. په دغه سړك ګاډي نه ګرځي، ټول پلي كسان دي. دغه سړك درې څلور ميله اوږد سړك دى. دلته ډېر سيلانيان راځي او سوغاتونه اخلي. موږ چې څه بيه كړل هغه ډېر ګران وو. جېب ته مې چې كتل نو روپۍ هم راسره نه وې. سپوږمۍ ته مې وويل: زه به څه امريکايي ډالر په يوون بدل كړم!

سپوږمۍ ځواپ راكړ: دلته لنډ خو بانك نه شته، خو راځه هلته وړاندې له دغه ځايه په لږ واټن كې يو بانك شته دى.

چيني بانك:

لږ وړاندې چې لاړو. نو هلته مو د بانك لوحه ترسترګو شوه او نېغ ورغلو. دغه چيني بانك china bank و چې ډېره ګڼه ګوڼه په كې وه. يوې ښځې راته وويل: لږ وړاندې زموږ د بانك هغې بلې څانګې ته ورشئ، هلته دومره خلك نه وي.

مننه مو ترې وكړه او د بانك له دغې ودانۍ راووتو. وړاندې د همدغه بانك بلې څانګې ته ورغلو. بانك ته له ننوتو سره ساتندوى د پاسپورټ پوښتنه وكړه. پاسپورټ مې له سپوږمۍ سره و. هغې ورته وښود بيا يې نو د پاسپورټ له مخې نوم په كمپيوټر كې ټايپ كړ او يوه نومره يې چاپ كړه او هغه يې سپوږمۍ ته وركړه. ځينې نور كسان هم په انتظار كې ناست وو. د كمپيوټر په مټ به مخامخ په پرده نومرې ليكل كېدې. هغه څوك به كړكۍ ته ورتلل چې د دوى نومره به په مخامخ پرده ليكل شوې وه. دا په په بانك كې ډېر ښكلى سېستم و، چې روڼتوب او كره والى يې يوه ځانګړنه وه. خو له دغه ښكلي سېستم سره سره په چيني بانك كې د پيسو بدلول وخت نيسي.

د بانك مامور د پيسو له بدلولو وروسته يوه پاڼه راكړه. پاڼې د شپږو مياشتو لپاره اعتبار درلود چې له چين څخه د وتلو پر مهال كړى شم بېرته يې په همدغه نرخ خپل بدل كړي ډالر راونيسم.

په نانجېنګ سړك د نړۍ مشهورې سوداګريزې نښې لرونكي سوداګران مغازې او دوكانونه لري. له دې ډلې څخه په KFC, McDonald, Pizza Hut له ورايه ښكاري او د نورو ډېرو هغو هم دلته نښې ليدل كېږي. كوم توكي چې دغه نښه ولري هغه ډېر ګران وي، ځكه نو دلته هم ګراني وه او زه دې ته اړ شوم چې پيسې بدلې كړم.

موږ چې لا څو پيسې بدلولې، د مهالوېش له مخې مووخت پوره شوى و. سوغاتونه يا نور څه مو وانخېستل.

بيا هم د هوانګ پو جيانګ سيند:

د هوانګ پو جيانګ يادونه مې مخکې هم کړې وه. موږ دلته يو ځل بيا راغلو، خو د سيند دا بلې غاړې ته. دلته د سيند غاړې ته يو لروين (دوربين) Telescope ايښى و. يو يوون مې وراچاوه او د نوي ثانيو يعني يوې نيمې دقيقې لپاره مې د سيند غاړې ننداره وكړه. دغه سيند د شانګهاى د بېړيو لپاره مهمه لار يا شريان دى. هوانګ پو جيانګ ۱۱۴ كيلومتره اوږد او ۴۰۰ متره پلن سيند دى چې كابو نهه متره يعني دېرش فوټه ژوروالى لري.

د دغه سيند غاړې ته راتګ مجاني دى. د سيند غاړې سوړ او يخ باد لګېږي. كه غواړئ چې په ژمي كې د سيند نندارې ته لاړ شئ، نو د ګرمو جامو اغوستل له ياده مه باسئ. يو اړخ ته ساړه وو او بل اړخ ته په موږ ناوخته شوې وه. يوازې د څو شېبو لپاره راغلو يو دوه عكسونه مو سره واخيستل او بيا په بيړه له نورو ملګريو سره د يو ځاى كېدو په نيت مو د سيند غاړه پرېښوده.

په شانګهاى كې د چين نړيوالې راډيو دفتر:

لا چې د چين نړيوالې راډيو دفتر ته رسېدو، ډېره ناوخته شوې وه. له بس څخه د كوزېدو پر مهال لارښوونه وشوه چې موږ به دلته يوازې ۱۵ دقيقې تم كېږو.

په شانګهاى كې د چين نړيوالې راډيو دفتر د يوې ودانۍ په ۴۰م پوړ كې دى. د دفتر مشر لاندې كوز شوى و چې موږ ته هركلى ووايي. نېغ دفتر ته وختلو. د دفتر مسوولينو تود هركلى وكړ. چاى، اوبه او مېوه لا دمخه په قابونه كې د مېز پر سر اېښي وو. د دفتر مشر په بيړه معلومات وركول. غوښتل مې چې د چين نړيوالې راډيو له مسوول سره لنډه مركه وكړم. خو لا نورو دوه درې خبرې نه وې كړې چې وخت پوره شو. ټرېسې وويل: ناوخته دى، ځو، د نورو خبرو وخت نه شته. بس د دفتر مشر په بيړه موږ هر يوه ته د ورېښمو يو دسمال سوغات وركړ او خداى پاماني مو سره وكړه.

د چين نړيواله راډيو د چين په ۴۰ ښارونو کې دفترونه او له ۱۵۰ ډېر خبريالان لري. د شانګهای دفتر يې ډېر ښکلی او مجلل و. په دغه دفتر کې ستوډيو هم لري.

وخت لږ و. ټول په بيړه له دفتر څخه راووتو او خپل بس ته د اورګاډي د اډې په لوري وختو.

د بېجېنګ په لوري حركت:

په شانګهای کې د چين نړيوالې راډيو له دفتر څخه مخامخ د اورګاډي تم ځاى ته لاړو. ټرېسي مو ترمخ وه، بېرغ ورسره و. له موټر چلوونكي سره مو خداى پاماني وكړه. ټرېسي هر يوه ته ټېكټ وركړ.

د اورګاډي تم ځاى هم لوى ځاى دى، لكه هوايي ډګر. دلته هم د كمپيوټر په مټ په لوحه باندې د اورګاډي د تګ راتګ وختونه او د ځايونو نومونه د يوې پردې پر مخ په نوبت په انګريزى او چيني ژبه ليكل كېږي، کټ مټ لکه په هوايي ډګر کې چې د الوتنو وختونه او ځايونه د يوې پردې پر مخ ليكل كېږي. موږ د څه وخت لپاره په انتظار خونه كې كېناستو. انتظار خونه ښكلې وه او نرمې څوكۍ په كې اېښودل شوې وې. ټرېسي همدلته خداى پاماني وكړه او موږ د اورګاډي په لوري وخوځېدو.

د اورګاډي په پېنځمه ډبه كې مې يوولسم كټ و. ډبې ډېرې پاكې وې. هو بهو لكه كور، په ډبه كې دننه كوټه خو ډېره پاكه وه، كالي مو ځاى پر ځاى كړل. د باندې داليز ته راووتم او له ملګرو سره مې ګپ شپ پيل كړ.

د روسيې ملګري وديم اېلشېر او د برازيل اېلډر بحث كاوه. بحث سياسي بحث و او ګړۍ په ګرۍ به ګرمېده، چې تر ناوخته يې ادامه ومونده. وديم پر افغانستان د روسي يرغل خبرې كولې او د پخواني شوروي اتحاد او اوسنۍ روسيې په اړه بحث كاوه. بحث هغه بڼه ونيوه لكه زما په ټپونو چې مالګه دوړوي. زموږ هېواد په دغه جګړه كې وران شو، يو نيم مېليون انسانانو خپل ژوند له لاسه وركړ، له دوه مېليون زيات معيوب شول، له پېنځو مېليون زيات له هېواد وتلو ته اړ شول. خو وديم ته د يوه افغان د دردونو څه پته وه.

- په افغانستان كې لوبه څرنګه روانه ده؟

- تاسې يې هم اوروئ او وينئ يې.

- په افغانستان كې څه شته چې امريكايان اوس هلته درغلي دي! تاسې څه فكر كوئ چې هلته څه دي چې امريكايان درغلي او يا روسي پوځيان!

- افغانان نور په افغانستان كې جنګ جګړه نه غواړي. غواړو د خلكو د هوساينۍ او د هېواد د ابادۍ لپاره كار وكړو.

- نه، زما پوښتنه دا ده چې امريكانان ولې درغلي دي؟

- هر ډول چي راغلي، هغه دى ته يې هم ګورې او زه هم، خو موږ افغانانو ته د افغانستان ملي ګټې مطرح دي. ته بايد پوه شې چې په افغانستان كې يوازې امريكايي پوځيان نه دي، بلكې په افغانستان كې نړيواله ټولنه ده. دا بايد څرګنده كړم چې افغانستان ته د نړيوالې ټولنې راتګ هغسې نه دى لكه د روسانو، د روسانو راتګ يو يرغل و.

- ښه، نو روسي پوځيان ولې درغلي وو؟

- ځكه هغوى غوښتل ګرمو اوبو ته ځان ورسوي!

- نه، داسې نه ده.

- همداسې ده.

- نو بيا موږ سم نه وو پوهول شوي. موږ ته ويل شوي وو چې افغانستان او افغانان له بهرني يرغل څخه وساتي.

- عجيبه ده، كوم بهرنى يرغل!

- هغه يرغل چې دا اوس په افغانستان شوى دى.

- ما مخكې وويل چې دا نړيواله ټولنه ده، د يوه هېواد يرغل نه دى. دا ملګري ملتونه دي چې افغانستان يې هم غړيتوب لري.

- روسيانو له افغانستان څخه څه يوړل؟

- هېڅ، يوازې زموږ هېواد يې وران كړ او خلك يې راووژل.

- نه، يو څه يې خامخا وړي دي.

- نه، خپل پوځيان يې له لاسه وركړل، كابو ۱۳ زره روسي پوځيان په افغانستان كې ووژل شول، هغه چې ګوډ مات تللي پته يې لا نه لګي.

بحث په همدې ډول ګرم روان و، يو اړخ هم قناعت نه كاوه. د برازيل ملګري د روسيې په اړه د په دغه هېواد كې د حاكم نظام په اړه ريشخند ته ورته خبرې كولې.

دا چې دغه په ټپونو د مالګي دوړولو بحث مو ختم كړي واى، د يوې پلمې په لټه شوم. كوم بل مساپر د ډبې په دالېزه كې تېرېده، بس همدا وخت مې غنيمت وګاڼه، سملاسي مې د پوليس په بڼه پوښتنه ترې وكړه:

- چېرته ځې، پاسپورټ دې وښيې؟

- سړى تلولى شو، دا څوك دى چې پاسپورټ غواړي، په كومه ژبه خبرې كوي!؟

سړي، هه هه وكړل. بيا نو ټولو په ګډه وخندل او لاروى پوه شو چې ټوكې كوي.

په دغه بڼه مو سياسي بحث ته د پاى ټكى كېښود او په دالېز كې د تېرېدونكيو مساپرو سره د ټوكو بڼه مو وركړه، چې درنګ شېبه دغو نخرو ادامه ومونده.

سهار پوره اوه بجې اورګاډى د بېجېنګ ښار په تم ځاى كې ودرېد او موږ ترې كوز شولو. نېغ Min Zhu هوټل ته لاړو. دا همغه پېنځه ستوريز هوټل دی چې لومړۍ شپه مې په شپږم پوړ۶۵۲م نومره خونه کې تېره کړې وه. دا ځل مې کوټه په درېيم پوړ ۳۳۳ مه نومره وه. سپوږمۍ راته په همدغه هوټل د سهارنۍ او غرمنۍ د خوړلو کارت راکړ او راته يې وويل: موږ به په دوه بجو راځو او د اسمان نمانځنې temple of heaven نندارې ته به لاړ شو.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040