د ښاپېريو وطن اوومه برخه
***
چيني ځوانان د چين د پرمختګ مخكښان
اوومه ورځ: شنبه، د دسمبر دويمه ۲۰۰۶
نن سهار احمد زلمى هوټل ته راغى چې له ما سره د ننيو نندارو ملګرتيا وكړي. سپوږمۍ دفتر ته د كار لپاره لاړه وه. رښتيا پرون ستړې شوې هم وه. احمد راته وويل: اوس به د تيان ان من ډګر Tiananmen Square او د امپراتور ماڼۍ ګورو.
تيان ان من ډګر Tiananmen Square
تيان ان من ډګر ته نژدې له بس څخه كوز شوو. سخت سوړ باد لګېده. دغه ډګر د بېجېنګ ښار په منځ كې موقعيت لري. دلته تاسې كړاى شي چې د تيان ان من برج، د خلكو د اتلانو څلى، د خلكو لوى تالار، د ماو زېدونګ Mao Zedong ياد تالار او د چين څپاند ملي بېرغ وګورئ. تيان ان من ډګر د نړۍ تر ټولو لوى ډګر دى. چې د جشنونو او رخصتۍ په ورځ په تازه ګلونو ښكلى وي.
ملي بيرغ له لمر خاته سره پورته كېږي او تر لمر لوېده پورې رپاند وي. په همدغه زماني واټن كې دوه پوځيان د بيرغ د احترام لپاره نېغ او سلامي ولاړ وي. كه غواړئ چې د بېرغ د پورته كولو، رپېدا مراسم وګورئ، نو له لمر خاته مخكې به دلته ځانونه رارسوئ چې د بيرغ پورته كولو شانداره او پرتمين مراسم وګورئ. دغه مراسم هره ورځ د چين د سور رنګه پېنځه ستوري لرونكي ملي بيرغ لپاره جوړېږي. هر سهار په زرګونو كسان د دغه بيرغ د پورته كولو د مراسمو نندارې ته راځي. ويل كېږي چې په بېجېنګ ښار كې دغه ځاى تر ټولو ډېر ليدونكي لري. كله چې تيان ان من ډګر ته لاړ شئ نو په شمالي اړخ كې به مو سترګې د تيان ان من پر څلي ولګېږي. دغه څلى د مېنګ كورنۍ د واكمنۍ پر مهال په ۱۴۱۷ كې جوړ شوى. دغه ډګر د منع شوي ښار د مخې دروازه وه. منع شوی ښار Forbidden City د امپراتور په ماڼۍ هم مشهور دی چې اوس ورته خلك د Palace Museum هم وايي.
په تېرو وختونو كې د تيان ان من ډګر عامو وګړيو ته د مهم خبر د اعلان لپاره كارول كېده، لكه امپراتور او او امپراتوره به دلته اعلانېده. تر ۱۹۱۱ كال پورې له امپراتورې او شاهي كورنۍ پرته بل څوك دې ډګر ته نه شواى ننوتلى.
تيان ان من ډګر د خپلو ځانګړنو له مخې د نړۍ تر ټولو لوى ډګر دى. په دغه ډګر كې د چين ملي ورځې نمانځل كېږي او پوځي مراسم ترسره كېږي. تيان ان من ډګر او دغه ډګر ته څېرمه تاريخي ځايونه د هغو تاريخي ځايونو ښه نمونه ده چې چين تاريخي ځايونه په بشپړ امانت ساتل شوي دي. له تاريخي ځايونو سره هغسې لوبې نه دي شوي لكه په افغانستان كې. درې كاله مخكې په ۲۰۰۳ كې د شېرپور پوځي كلا د د پخواني كابل ښاروال او د نورو لوړ پوړيو حكومتي چارواكيو له خوا ونړول شول، ځمكه يې ځانونو ته ور ووېشله او كورونه اباد كړل. د دې پر ځاى چې دغه پوځي كلا بيارغول شوې او د افغانانو د يوې تاريخي نښې په توګه ساتل شوې واى، پر عكس كار ورسره وشو، كلا ونړول شوه او هغه ټولې تاريخي نښې او آثار يې تالا ترغۍ كړل.
په تيان ان من ډګر كې د خلكو د اتلانو څلى په ۱۹۵۲ كال جوړ شو چې د چين په تاريخ كې دغه تر ټولو ستر څلى دى. دغه څلى خپل ځانګړى جوړښت، چې د چين د خلكو تاريخ او پرمختيا څرګنده وي.
د تيان ان من ډګر لوېديځ ته د خلكو لوى تالار The Great Hall of the People موقعيت لري چې په ۱۹۵۹ كې جوړ شوى دى. په دغه تالار كې د چين د خلكو ملي كانګرس غونډه كوي. د تالار مخكې دولس مرمرينۍ ستنې ولاړ دي، يعني ټول ۳۶ ستنې كېږي- تالار درې برخې لري، منځنى تالار چې غولى يې په مرمرو او كرسټال فرش شوى او څراغونه په كې له چت څخه راځوړند دي اډېټوريم او بنكوېتېنګ Banqueting. د منځني تالار شا ته لوى اډېتوريم لس زره څوكۍ لري. او بنكوېتېنګ تالار پېنځه زره څوكۍ لري.
تيان ان من ډګر ۴۴۰،۰۰۰ متر مربع ځمكه لاندې كوي. د ډګر ننداره مجاني ده كوم ټيكټ نه لري، خو كه غواړئ چې تيان امن برج وګورئ نو بايد ۱۵ يوون ټيكټ واخلئ. په تيان ان ډګر كې خونړۍ پېښې هم شوې دي. تر ټولو وروستۍ خونړۍ پېښې يې په ۱۹۸۶ كال كې وشوه چې په زرګونو خلك د واكمنو له خوا ووژل شول:
د تيان ان من ډګر د محشر ورځ:
د تيان ان من ډګر د تاريخ تر ټولو بده پېښه د شلمې پېړۍ په اتيايمه لسيزه كې رامنځته شوې ده. كله چې په ۱۹۷۶ م كال ماو زېدونګ ومړ، پر ځاى يې ډېنګ ژاوپېنګ قدرته ته ورسېد. ډېنګ په نوې لارې د چين بيولو فكر وكړ او څلور نوي ټكي (كرنه، صنعت، ساينس او دفاع) يې په كوته كړ چې بايد پرمختيا وركړل شي.
د دېنګ دغې نوې فلسفې چې د څلورو نويو فكرونو په نامه يادېږي، د چين په اقتصاد ځلولو كې يې پوره ونډه درلوده. كله چې ډېنګ د ازادو پروژو ملاتړ او هڅونه وكړه، د سياسي ازادۍ د منلو څخه يې انكار وكړ. محصلينو او پوهانو په بېجېنګ، شانګهاى ښارونو او نورو لويو ښارونو كې د سياسي ازادۍ تر لاسه كولو لپاره واټونو او سړكونو ته د مظاهرو لپاره راووتل. د ۱۹۸۹ كال په مې او جون كې تر سلو زرو زيات محصلين او پوهان د سياسي اصلاحاتو او دېموكراسۍ غوښتنې په موخه تيان من ډګر ته د لاريون لپاره راووتل. كه چې مظاهره چيانو د حكومت دا خبره رد كړه چې تيت و پرك شي نو ټانكونه يې پسې راوويستل او په زرنګونو مظاهره چيان يې ووژل او يا يې ټپيان كړل. په مظاهره كوونكيو يې د قيامت ورځ جوړه كړه. دا د تيان ان من ډګر تر ټولو بده پېښه وه.
د تيان ډله وژنې په نړۍ كې د چين موقف او پرستيژ ويجاړ كړ. د نړۍ هېوادونو د ډېنګ ځواك او زور كارول وغانده. دغه كار د چين اقتصاد ته هم زيان ورساوه، بهرني پانګوال له چين څخه ووتل او له چين سره يې له سوداګرۍ ډډه وكړه ( )
***
د احمد او زما مركه سوكه سوكه روانه وه، خو ډېر ساړه مو كېدو. يخ باد لګېده. احمد راته وويل: كه غواړې چې بيا بېجېنګ ته راشې نو په مني كې راشه. منى موسم ښه وي. ډېر باد نه لګېږي.
- پسرلى څنګه دى؟
- نه، پسرلى هم ډېر بادونه لګېږي؟
- او اوړى؟
- اوړى بيا ډېر ګرم دى. او ژمى خو دا دی ته ګورې چې ډېر ګرم كالي دې بايد اغوستي وي، خو بيا هم د تېز باد له امله څوك نه شې كړاى چې سمه ننداره وكړې.
د چين د خلكو ملي كانګرس:
ما د ټاكنې مجلې لپاره چې لا تر اوسه نه ده چاپ شوې د چين د خلكو ملي كانګرس په اړه يوه لنډه ليكنه كړې وه. دلته مې له هغې ليكنې سربېره د احمد زلمي او د اردو څانګې د يوې كاركوونكي خبرې هم رانقل كړې دي.
"چين چې د افغانستان ستر ګاونډى هېواد دى، په تيره او اوسنی لسيزه کې يې اقتصادي وده خورا چټکه وه همدا ډول يې د دغې لاسته راوړنې تر څنګ خپل سياسي جوړښت او تګلارو ته نوى رنګ ورکړى دى. موږ دلته په دې ليکنه که د چين پر اقتصادي وده او جغرافيايي جوړښت خبرې نه کوو، بلکې يوازې ملي ولسي ګانګرس او ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ته لنډه کتنه کوو.
موږ دلته په افغانستان كې ملي شورا لرو چې دوه برخې لري، ولي جرګه او مشرانو جرګه، خو د چين هغه بيا بله بڼه لري، دلته ملي ولسي كانګرس او بل يې ولسي سياسي مشورتي کنفرانس دى.
د چين دغه دوه ارګانونه په کال کې يو ځل سره راغونډېږي او د چين پر قوانينو، اصلاح او تعديل خبرې کوي او د قانون څارنه هم همدغه ارګانونه پر مخ بيايي. موږ به دلته هر يو لږ راوسپړو:
الف- د چين ملي ولسي کانګرس:
ملي ولسي کانګرس د چين تر ټولو لوړه ملي واکمنه اداره ده چې هر کال په مارچ کې يو ځل د چين په پلازمېنه بېجېنګ کې غونډه کوي. ملي ولسي کانګرس د بېلا بېلو کچو سيمه ييزو ولسي کانګرسونو او د همدغو سيمو له دولتي واکمنو سازمانونو څخه جوړه شوی دی.
په قانون کې د ملي ولسي کانګرس مسووليتونه او دندې په دې ډول ښودل شوي دي:
د اساسي قانون تعديلول او اصلاح کول.
د اساسي قانون د پلي کولو څارنه او نظارت.
د جزايي او ملکي قوانينو جوړول او دغه راز د دولتي سازمانونو او نورو برخو په اړه د بنسټيزو قوانينو جوړول او د هغو اصلاح کول.
پر دې سربېره د ملي ولسي کانګرس دنده- د ملي ولسي كانګرس د دايمي کميټې د مشر، مرستيالانو، سرمنشي او غړيو ټاکل.
همدغه راز د چين د ولسي جمهوريت د مشر او مرستيال ټاکل د ملي اقتصاد او ټولنيزو پرمختيا د پلانونو او د هغو د پلي کولو په اړه د رپورټونو خپرول، څېړل او منل.
دې ته ورته ځينې نورې دندې هم په کې شاملې دي.
٢ – د ملي ولسي كانګرس استازي:
د بېلا بېلو کچو د ولسي كانګرسونو استازي په مستقيم او نامستقيم ډول د رايي ورکولو له لارې ټاکل کېږي. د ملي ولسي كانګرس استازي د ولايت په ګډون د ټيټې کچې ولسي كانګرسونو له خوا په نامستقيم ډول د رايو ورکولو له لارې ټاکل کېږي. د چين د ولسي جمهوريت هر هغه تبعه چې عمر يې اتلسو کالونو ته رسېږي په ټاګنو کې د برخې اخيستنې او د کانديدۍ حق لري. د چين د لسم ملي ولسي كانګرس د استازيو شمېر ٢٩٨٥ تنه و.
٣ – د ٢٠٠٦ کال ملي ولسي کانګرس:
د چين د لسم ملي ولسي کانګرس څلورمه غونډه د ٢٠٠٦ کال د مارچ په پېنځمه نېټه په بېجېنګ کې پرانېستل شوه. په دغه غونډه کې د حکومتي کارونو په باب رپورټ وړاندې او وڅېړل شو. د ملي اقتصاد او ټولنيزې پرمختيا په اړه د ١١م پېنځه کلن پلان کړنلارې وڅېړلې او ومنل شوې.
د ٢٠٠٥ کال د ملي اقتصاد او ټولنيزو پرمختيا د پلان د پلي کولو د معلوماتو په رپورټ او د ٢٠٠٦ کال لپاره د ملي اقتصاد او ټولنيزو پرمختيا د پلان څېړل او منل او داسې نورې اجنډاوې پکې شاملې وې.
يو- د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس:
د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرس د چين د واکمن کمونست ګوند په مشرۍ د څو ګونديزي همکارۍ او سياسي سلاوو يو مهم سازمان دى او د چين په سياسي ژوندانه کې د سوسيالستې ديموکراسۍ د پرمختيا يوه مهمه لاره ګڼل کېږي.
دوه- د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس جوړښت :
د چين ولسي سياسي مشورتي کنفراس له ملي کمېټې او نورو سيمه ييزو کمېټو څخه جوړ دی. په دغه ملي کمېټه کې د واکمن کمونست ګوند بېلا،بېلو ديموکراتيک ګوندونه او ډلې، ناګوندي شخصيتونه، ولسي ټولنې، د ټولو ملي لږکيو او ټولنو استازي، دغه راز د هانګکانګ او مکاو د دوو ځانکړيو ادارو د سيمو اوسېدونکي، د تايواني هېوادوالو او د هغو چيني اتباعو استازي چې پخوا په بهرنيو هېوادونو کې اوسېدل او اوس خپل هېواد ته ستانه شوي او ځينې رابلل شوي ځانکړي شخصيتونه شامل دي. د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د لسمې ملي کمېټې د غړيو شمېر ٢٢٣٨تنو ته رسېږي چې په دې جمله کې ٥٥تنه د هېواد د ملي لږکيو٢٦٢ تنه استازي؟ نارينه ؟ او ٣٧٣ تنه ښځينه غړي هم شامل دي. ملي کمېټې د خپل کار له اړتيا سره سم څو ځانګړي کمېسيونونه او د کارونو دفترونه هم پرانېستي دي.
درې- د چين په سياسي نظام کې د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس مقام:
د چين سياسي نظام په دې ډول دى چې په هېواد کې د واکمن کمونست ګوند تر واحدې لارښوونې لاندې د ولسي کانګرس څو ګونديزې همکارۍ او سياسي مشورې ترسره كېږي. په دې توګه نو په دغه هېواد كې د سيمه ييزي ملي خپلواک نظام عملي کېږي.
ولسي کانګرس د اړوندو اجنډاوو او موضوعاتو د منلو په اړه د ټاکنو او رايو له لارې واک ترلاسه کوي او ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ولسي کانګرس له خوا د دغواجنډاوو او موضوعاتو له منلو مخکې پوره سلا او مشورې کوي، چې دا د چين د سوسيالستي ديموکراسي د عملي کولو په بهير کې دوه مهمې بڼې ګڼل کېږي. د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس، ملي کانګرس او حکومت تر منځ اړيکي په دې ډول دي چې د دولت تګلاره د سياسي مشورتي کنفرانس له خوا د پوره مشورو او بحثونو پر بنسټ د ولسي کانګرس له خوا منل کېږي او بيا د حکومت له خوا پلې کېږي."( )
د ارګ موزيم The Palace Museum
مخكې مې د دغه موزيم نوم ياد كړ چې د امپراتور ماڼۍ په نامه هم يادېږي. دغه ماڼۍ په ۱۹۸۷ كال كې د يونيسكو له خوا د نړيوال ميراث په توګه وپېژندل شوه.
منع شوى ښار د همدغې ماڼۍ بل نوم دى. دغه ښار د لس متره لوړ دېوال چاپېر او ۵۲ متره پلن خندق چاپېره كړى دى. له شمال څخه تر سوېل پورې ۹۶۱ متره دى او له ختيځ څخه تر لوېديځ پورې ۷۵۳ متره سورور (پلن) دى چې ۷۲۰،۰۰۰ متر مربع ځمكه رانغاړي. د شمال او سوېل دواړه دروازې يې ځانګړي نومونه لري.
دغه موزيم يو اوږد تاريخ لري. احمد زلمي راته وويل: كه څوك غواړي چې دغه ماڼۍ ټوله وګوري نو دوه اوونۍ ورته پوره نه دي. دلته هره نښه او هر دېوال يوه ځانګړې مانا ښندي او خپل پوره تاريخ لري چې انسان ته د تېر تاريخ كيسه كوي.
يونګ لې Yong Le په ۱۴۰۴م كې پلازمېنه له نانجېنګ څخه كمبولك Combaluc ته ولېږداوه چې اوسنى نوم يې بېجېنګ Beijing دى. د بېجېنګ معنى "شمالي پلازمېنه" ده. پلازمېنه يې په دې نيت بېجېنګ ته ولېږدوله چې شمالي پولي له يرغلګرو څخه وژغوري. دغه ښار په شپاړلسو كلونو كې (۱۴۰۴- ۱۴۲۰) اباد شو او د ۱۴۲۱ كال د چيني نوي كال په لومړۍ ورځ په رسمي توګه پلازمېنه بېجېنګ ته ولېږدول شوه.
د ارګ موزيم د مېنګ پاچاهي كورنۍ د امپراتورۍ ښار دى. كله چې يو سيلانى پخواني بېجېنګ ښار ته ننوځي، د لويې دروازې له لارې به ځي چې دغه دروازه په سويلي برخه ۳۰ فوټه لوړ دېوال كې جوړه شوې ده. حكومتي كارګران به د "اسماني سولې" دروازې له لارې تېرېدل چې دفترونه او امپراتورۍ ته لاړ شي. مخكې شمال لوري ته له يوه خندق پورې غاړه د "لوړې دروازې" Meridian Gate سره منع شوى پاى ته رسېده چې دلته نو بيا امپراتور او د هغه كورنۍ ژوند كاوه. منع شوى ښار دوه عمومي برخې درلودې، يو د امپراتور د شخصي ژوند لپاره او بله د دولتي چارو. له دروازې د باندې لوى ميدان ۹۰ زره خلك ځايولى شوى، كله كله به امپراتور د مېلمو مخې ته دلته راڅرګندېده.
د منع شوي ښار د اوسېدلو برخې ډېرې ماڼۍ او قصرونه درلودل چې زرګونه خونې په كې وې. د نندارو خونې او باغونو امپراتورې كورنۍ ته ارامي وركوله چې خپلې ورځې به يې په دبدبه، شان او شوكت تېرولې..
د امپراتور ماڼۍ د مېنګ او چېنګ كورنيو د امپراتورۍ په دوره كې جوړه شوې او له دغه ځايه يې د خپلې واكمنۍ احكام پلي كړي دي. ماڼۍ تيان ان من ډګر ته څېرمه ده چې د بېجېنګ ښار په منځ كې موقعيت لري.
په چين كې كورنيو امپراتورې كړې ده. دغه امپراتورۍ له ميلاد څخه دمخه پيلېږي، چې لړۍ يې تر ۱۹۱۲ كال پورې ادامه مومي. د هرې امپراتورې كورنۍ په اړه معلومات ډېر په زړه پورې دي. دلته يو لارښود په انګريزي ژبه د مېنګ او چېنګ امپراتوري كورنيو په اړه سيلانيانو ته معلومات وركوي. ور نژدې شوم او دوى ته خوږ مې ورته ونيو: