د ښاپېريو وطن اتمه برخه

cri     (GMT+08:00) 2008-07-28 16:17:25
د مېنګ پاچاهي كورنۍ:

په ۱۳۶۸م كال چې كله يو ان پاچاهي كورنۍ له واكه ولوېده. د اصلاحاتو يوه نوې دوره پيل شوه. مېنګ او چېنګ پاچاهي كورنيو پياوړي مركزي حكومتونه جوړ كړل. د كرنې او عامه كارونو پروژې يې پلې كړې. د خوړو د توليداتو له ډېرېدو سره د خلكو نفوس هم وده وكړه. په دغه وخت كې چين پخوانيو لاسته راوړونو ته كتنه وكړه چې خپل كلتور پياوړى كړي. له كلونو خوشاليو او نېكمرغيو وروسته چيني امپراتورانو خپل ځانونه له خلكو او بهر څخه ګوښي او جلا كړل چې پايله يې په حكومت كې فساد، بغاوت، ګوښي كېدل او انحطاط شوه.

مغولو له ۸۹ كلنې واكمنۍ وروسته يوه پوځي افسر جو يو ان جانګ Zhu Yuanzhang د ياغيانو مشري كوله، چې يو ان پاچاهي كورنۍ يې له واكه لرې كړه. جو په يوه غريبه بزګره كورنۍ كې زېږېدلى و. جو په پوځ كې له شاملېدو دمخه يو بودېست راهب و. دى په ۱۳۶۸ كې كې امپراتور شو او "هونګ وو" ونومول شو، چې خپله پلازمېنه يې په نانجېنګ كې جوړه كړه. له ۱۰۰۰ كلونو څخه په زيات وخت كې دا لومړى ځل و چې د بزګرې كورنۍ څخه يو څوك "د اسمان زوى" (Son of Heaven) شي. هونګ وو خپلې پاچاهي كورنۍ ته مېنګ نوم وركړ. مېنګ ځيرك او هوښيار معنى ښندي. دغې كورنۍ كابو ۳۰۰ كاله په چين كې واكمني وكړه.

مېنګ پاچاهي كورنۍ چين ته ثبات، ټينګښت او سوله راوسته. هونګ وو او د مېنګ پاچاهي كورنۍ لومړنيو واكمنانو د نوي قانون كوډونه وضع كړل چې د ماليې سېستم څرګند او په محلي حكومتونو كې يې اصلاحات راوستل.

د نوي قانون كوډونه تر پخوانيو پاچاهي كورنيو سخت وو. پوهان له جسمي تعذيب څخه وبښل شول. دوى بايد د عامه خلكو په متروكو وهل زغملي واى، كه چېرې دوى امپراتور او يا يې چارواكي خپله كړى واى په رسمي توګه دغه وينا په دې ډول وه: "يوه ښاغلي ته كېدى شي حكم وشي چې مړ شي، خو هېڅكله به سپك سپاند نه شي." چيني خلك يې په ملكي ادارو كې د مغولو پر ځاى په وګومارل او كنفوسيزم بېرته د امپراتور رسمي دكتورين وګرځول شو. مېنګ پاچاهي كورنۍ هغه د ازموينې زوړ سېستم بېرته را ژوندى كړ او ان دغه د ازموينې سېستم يې د پخوانيو پاچاهي كورنيو څخه لاپسې سخت كړ.

د پاچاهي كورنۍ د واكمنۍ په لومړيو كې پياوړيو واكمنو د خپلې واكمنۍ د سيمې له يوه سره تر بله سره سوله تحميل كړه. سولې او ډېرو عايداتو چې د ماليې سېستم له اصلاحاتو يې تر لاسه كړل، چين ته يې اقتصادي او نېكمرغي راوړه. خو د چين شمالي برخه د كوچي او پوونده يرغلګرو له خوا ويجاړه شوه. دا چې كروندګر وهڅول شي دغې سيمې ته لاړ شي نو حكومت دوى ته په وړيا توګه د ځمكې، اوزارو، تخمونو اود حيواناتو د فارمونو وركولو وړانديز وكړ. كرونګرو په شمال كې زياتې كروندې بېرته جوړې او ابادې كړې او دغې تګلارې له دې سره مرسته وكړه چې د شمال پولې او سرحدونه له يرغلګرو څخه وساتي.

د كركيلې له ډېرو ځمكو سره كروندوګرو كړاى شول د خپلې اړتيا څخه اضافه توليدات په محلي بازار كې وپلوري. حكومتي كارګرانو د كانال سېستم ورغاوه او پاملره يې ورته وكړه. كانال محلي ماركيټونه سره نښلول.

د كركيلې د توليداتو په زياتېدو سره خلك له كروندې پرته نورو كارونو ته هم وزګار شول. ګڼ شمېر كسبګرو د ورېښمو، اوبدل شويو ټوكرانو، چاى او چيني لوښيو توليداتوزيات كړل چې په ښاري سيمو كې د زياتېدونكيو وګړيو اړتياوې پوره كړي. په دې توګه په چين كې سوداګري پراخه شوه، په ښارونو لكه شانګهاى او ګوانګ جو كې سوداګر شتمن شو.

د ښاري سوداګرو او كسبګرو د شتمنۍ په ډېرېدو يې نورو مشهورو ساعتېرو او ښه زده كړو ته هيلې راوټوكېدې. د مېنګ پاچاهي كورنۍ درېيم امپراتور يونګ لي Yong Le دوه زرو پوهانو او عالمانو ته حكم وكړ چې د چين د تاريخ او ادب يوه خزانه راټوله كړي. په دغه ستر كتابتون كې د نيو كنفيوسين Neo- Confucian ليكنې چې د سونګ Song پاچاهي كورنۍ په دوره كې ليكل شوې وې او د بودېزم كتابونه يې هم درلودل.

د مېنګ دورې ليكوالو د ليكنو د نورو فورمونو په پرتله د ناول بڼې او فورم ته ترجېح وركوله. د دوى كار د هغو كيسو پر بنسټ و چې د كيسه ويونكيو له خوا د پېړيو په اوږدو كې ويل شوې وې. د دغې دورې يو مشهور ناول د دريو ناول "د دريو پاچاهيو د جنګياليو كيسه" The Romance of the Three Kingdoms چې د هان Han دورې په پاى كې پوځي سيالي راسپړي.

منع شوى ښار د مېنګ پاچاهي كورنۍ كې جوړ شوى و، د دغه ښار يوه برخه د پاچاهي كورنۍ د تفريح او ساتېريو لپاره وه. مينګ پاچاهي كورنۍ بيا وروسته ډېر وخت خوشالۍ او ارامۍ ته وقف كړ. په وروستيو ۳۰ كلونو كې د يوه امراتور په دوره كې له خپلو نژدې مامورينو سره يوازې پېنځه ځله ليدنه كتنه وكړه. مفسد مامورين دې ته لېواله وو چې خپل ځانونه شتمن كړي او په هېواد خپلې خټې واچوي. دا چې قانون او احكام له منځه لاړل منچو Manchu يرغلګرو له منچوريا څخه بريد وكړ. منچوريان په شمالي پولي كې اوسېدل. د لوى شاهي دبار له خوا عايدات د پوځ لپاره په محدوده توګه لګول كېدل، همدا وخت منچو كمزورى او كاواكه چين سره را يو ځاى كړ.( )

كنفوسيوس Confucius

كنفوسيوس د لرغوني چين له ډېرو مشهورو او پېژندل شويو څېرو څخه يو هوښيار فيلسوف و چې له ميلاد څخه مخكې (۵۵۱- ۴۷۹) يې ژوند كړى.

دى د لو Lu ولايت په جاو ٰZou كلي كې زېږېدلى. دغه چيني سړى د فلسفې ډېر ښه ښه پېژندل شوى لارښود او مشر و، چې د قانون، ژوند، حكومت او حكومت كولو په اړه يې ډېر څه ليكلي او ويلي دي.

فلسفه د نظريو او فكرونو سېستم دى چې د انساني سلوك په اړه خبرې كوي، د قانون او لارو چارو په اړه وينا لري چې تاسې يې بايد د سوكاله او بريمن ژوند لپاره خپل كړئ. په بله وينا دا د فكرونو او نظريو له مخې نورو خلكو ته د ژوند د اصولو، قوانينو په اړه درس وركوي. همدا ډول د اخلاقو او مورال درس هم وركوي.

كنفوسيوس د خپلې فلسفې له مخې مشهور او پېژندل شوى چې په لرغوني چين كې يې ډېرې هوښيارې ويناې كړي، كتابونه يې ليكلي. دغو كتابونو له زياتو خلكو سره مرسته كړې چې طبيعت، نړۍ او د انساني كړو وړو په اړه څه زده كړي. له حكومت چارواكيو او امپراتور ته يې درس وركاوه چې پاچاهي څنګه په ښه توګه ترسره كړي.

كنفوسيوس له ميلاد څخه مخكې په ۵۵۱ ميلادي كال په يوه غريبه كورنۍ كې وزېږېد، چې اصلي اصلي نوم يې كانګ چو Kung Chiu و. پلار يې په لو Lu ولايت كې د يوې ولسوالۍ قوماندان و. چې د كنفوسيوس له زېږېدا درې كاله وروسته ومړ، كورنۍ يې په غربت كې پرېښوده او كنفوسيوس يتيم شو. په ۱۹ كلنۍ يې واده وكړ چې يو زوى او دوه لوڼې يې درلودې.

ده د يوه ماركېټ ساتونكي و، بيا د يوه فارم كارګر شو چې د پاركونو او حيواناتو پاملرنه به يې كوله. كله چې شل كلن شو د خپلې ولسوالۍ له ولسوالسره يې كار پيل كړ.

له ميلاد څخه مخكې په ۵۲۷ كال يې مور مړه شوه. د مور په مرينه ډېر خواشينى شو. د خپګان او خواشينۍ د دورې له تېرولو وروسته يې د ښوونكي په توګه كار پيل كړ، ډېر وخت به يې سفر كاوه، خپل پيروان په ترې راچاپېره وو او هغوى ته په يې لارښوونه كوله.

كنفوسيوس د ډېرو كلونو لپاره په خپل ښوونځي كې درس وركړ. د ده مفكورې، تيوري او اصول يې د خپلو پيروانو له خوا په ګردسره چين كې خپاره شول او لنډ وخت كې ډېرو خلكو د ده د هوښيارو ويناوو ډېر څه زده كړل.

د كنفوسيوس يو اصل دا دى: "كه چېرې ته په خپل ولايت كې په ښه توګه حكومت وكړې او له خپلو خلكو سره په مهربانۍ سلوك وكړې، ستا پاچاهي به په يوه جګړه كې هم ماتې ونه خوري. كه چېرې ته په ځانغوښتنې او خودخواهۍ، نه يوازې دا چې په جګړه كې به ماتې وخورې، بلكې خلكو به ستا له پاچاهۍ لرې شي". همدا ډول ده يوه له معنى او هوښيارۍ ډكه جمله ويلې چې طلايي اصل او رول ورته وايي چې تر نن ورځې د يوه اصل په توګه كارول كېږي. "يو سړى بايد هغه څه وكړي چې نوره ته يې توصيه كوي، او همدا ډول يو څوك بايد د هغه څه نورو ته هم توصيه وكړي چې خپله يې كوي ".

كنفوسيوس يوه ورځ له خپلو شاګرانو سره له يوه قبر تېرېده. يوه ښه يې وليدله چې د قبر له تيږو سره ناسته ده او ژاړي. ښځې كنفوسيوس ته وويل چې د دې مېړه، زوى او خوسر پړانګ ووژل. كنفوسيوس پوښتنه ترې وكړه: ولې دې يې دغه برخليك او تقدير ته پرېښودل؟ ښځې ځواب وركړ: په دغه ځاى كې ظالم حكومت نه و.

بيا كنفوسيوس ځواب وركړ: په ياد يې ولرئ يو ظالم او مستبد حكومت تر داړونكي پړانګ ډېر ډاروونكى او ظالم وي.

كنفوسيوس په دې توګه خلكو او خپلو شاګردانو ته عملي درس وركاوه.

كنفوسيوس په ۵۲ كلنۍ د لوى قاضي وټاكل شو او بيا په راتولونكي كال كې د جرايمو وزير وټاكل شو. د ده اداره بريالۍ وه، اصلاحاتو يې راوستل، عدل يې راوست او جرمونه تقريبا ورك شول.

دا چې د كنفوسيوس درسونه او فلسفه ډېره پرمختللې وه، چې د چين لپاره د ۲۰۰۰ كلونو لپاره پوهنه وه. چې كنفوسيانيزم يې ورته ويلي.

كنفوسيوس د خپلې فلسفې اصول په ليكلې بڼه راټو نه كړل. خو د ده د پيروانو له خوا د لون يو (Lun Yu) يو جونګ راټول شو چې د ده د ژوند او درسونو په اړه معتبره سرچينه ده. چو وان چيو (د پسرلي او مني تاريخ) د ده تاريخي كار چې ويلي راټول دې شي. دغه كتاب له ميلاد څخه مخكې ۷۲۲ نه تر ۴۸۱ پورې د چين تاريخ څرګندوي. ده هيله درلوده چې د جوړونكي او زېږوونكي (خالق) په توګه نه بلكې د يوه لېږېدوونكي (پيغام وړونكي) په توګه وپېژندل شي. له همدې امله يې له خپلو پيروانو سره په ګډه د لرغونو كتابونو مطالعه كوله.

له د پسرلي او مني له تاريخ سربېره كنفوسيوس په دې ډول نور كتابونه هم لري: اودس، كتاب، د تحول كتاب، د ادابو كتاب، د موسيقۍ كتاب.

د كنفوسيوس له ويناوو څخه:

موږ لا تر اوسه د ژوند په اړه نه پوهېږي، څنګه كېدى شي چې د مرګ په اړه وپوهېږي.

هغه څوك چې روغ او سم اصول پېژندي له هغه چا سره برابر نه دى چې له دغو اصولو سره مينه لري.

هغه چا ته چې خپلې كورنۍ ته درس نه شي وركولى، ممكنه نه ده چې نورو ته درس وركړي.

د كنفوسيوس درسونه د ده د پيروانو له خوا وروسته بيا د دكتورين په بڼه واړول شو. سره له دې چې د كنفوسيوس پيروي د چينايانو له خوا د يوه مذهبي سړي په توګه شوې، خوا بيا هم په دې اړه اختلاف شته دى، ځكه د دي يا روحاني موضوعاتو لكه خداى، له ژوند وروسته خبرو په اړه ترې لږ څه راپاتې دي.( )

چينګ پاچاهي كورنۍ The Qing Dynasty

په ۱۶۴۴ كې منچو يوه نوې پاچاهي كورنۍ جوړه كړه چې چېنګ Qing( ) يې ونوموله. چېنګ نږه او خالص ته وايي. په ۱۰۰۰ كاله تاريخ كې د دويم ځل لپاره بهرنيانو په ټول چين واكمني پيل كړه. منچوريانو خپله امپراتوري ورو ورو شمال او لوېديځ ته وغځوله. منچوريا، منګوليا، شين جي اونګ Xingjinog او تبت يې لاندې كړل. له پولې لرې د تايوان ټاپو د لومړي ځل لپاره په۱۶۸۳ كې د امپراتورۍ برخه وګرځېده، نژدې ۳۰۰ كاله چېنګ پاچاهي كورنۍ په ستره چيني امپراتورۍ واكمنۍ وكړه.

په چين له يرغل مخكې منچو د كنفوسيوس Confucius ارزښتونه منلي وو. د دوى مشران پوهېدلي وو چې د دغو قوانينو واكمنې طبقې ته ګټه رسولې. په يوه داسې امپراتورۍ كې واكمني كول چې هلته د منچوريانو شمېر د چينايانو شمېر ۱ په دېرش و. منچو واكمنو وكړى شول چې د خپلې واكمنۍ لپاره د چيني عنعناتو او دودونو سره ځان برابر كړي او ځينې عنعنات د ځان په ګټه واړوي او خپل دودونه چيني خلكو ته وركړي.

منچو واكمنو د افسرانو په كچه په څوكيو د منچو قوم سړي ساتل او پوځ كې يې د منچو قوم د ډېرى خلكو د ساتلو په طريقه يې خپله واكمني وساتله. منچو د چيني ملكي اداري د خپلولو او ساتلو لپاره د مراتبو سلسلو Hierarchy كې خپل كسان ځاى پر ځآى كړل، ان يو ټيټ رتبه چيني افسر به د خپل سر له پاسه يو منچو څاروونكى درلود چې د دوى د كار كتنه به يې كوله. په دې توګه مهمې پوځي او حكومتي څوكۍ منچو مشرتابه ته له وفادارو كسانو سره پاتې شوې. په ۱۶۴۵ م كال منچو امپراتور ټولو چيني سړيو ته حكم وكړ چې خپل سرونه وخرېي او د سر په شاتنۍ برخه كې يوه كوڅۍ پرېږدي، كه داسې ونه كړي نو په دار به وځړول شي. د خلكو تر منځ دا حكم په دې ډول پېژندل مشهور شو: "خپل وېښته وساته او سر له لاسه وركړه" يا "خپل وېښته له لاسه وركړه او سر وساته".

د چين پاچاهي كورنۍ د چيانګ لونګ Qing Long امپراتور يوه مېرمن "شي انګ في" Xiang Fei مسلمانه وه. دغې مېرمن د Concubine( ) حيثيت درلود. چې امپراتور ورته يو جومات جوړ كړى و. دغه جومات په ۱۸۶۰ كال چې د انګليس او فرانيسې يرغل په اړ و دوړ كې ويجاړ شو، اوس يې يوازې څو نښې ترسترګو كېږي.

له ۱۷۰۰ كال وروسته فساد او كورنيو بغاوتونو چېنګ پاچاهي كورنۍ ورو ورو مخ په ځوړ كړه. د نفوسو په زياتېدو سره حكومت ماليه زياته كړه چې عامه كارونه ترسره كړي، لوړ پوړيو چارواكيو به عايدات د ځان لپاره اخيستل چې د كروندګرو د غوسې لامل شو او بغاوت يې وكړ. په ۱۸۵۰ كال كې چېنګ امپراتوري له تايپېنګ بغاوت سره مخ شوه. د دغه بغاوت مشر له عيسويت سره په اړيكيو درلودلو رامخې ته شو چې د عيسويت خپلې جلا ژباړې (طريقې) ته يې پرمختيا وركړه. ده زيات چينايان په يوه سياسي غورځنګ كې سره تنظيم كړل چې د چېنګ پاچاهي كورنۍ "د اسماني پاچاهۍ په سترې سولې" سره بدله كړه كړي. دغه پاڅون ۱۴ كاله ادامه وكړه چې د چين سوېلي برخه يې ډېره ويجاړه كړه.

***

د موزيم دوه سترې او مهمې ودانۍ بيارغول كېدې، هلته چا ته اجازه نه وه چې ودانيو ته ننوځي او يا هم نژدې ورشري. په چين كې تاريخي ځايونه وخت په وخت بيارغول كېږي او په دې توګه توانېدلي چې دغه اثار همغسې روغ رمټ وساتي. له بده مرغه افغانانو بيا د دې په عكس كار كوي، په بلخ ولايت بلخ ولسوالۍ كې تاريخ ځايونه د نړېدو په حالت كې دي، په هرات كې څلي د نړېدا په حالت كې دي، اوس خو يې د دغو څليو تر منځ سړك هم ايستلي دى چې څليو ته يې ستر خطر رامنځ ته كړى دى، د اختيار الدين كلا له د نړېدا له ګواښ سره مخ ده، په كندهار كې د څلوېښت زينو ليكنې ويجاړې شوې دي او په همدې ډول د هېواد هره تاريخي ودانۍ او ځاى د ويجاړۍ په حالت كې دي. ( )

د ازګ موزيم د دېوال په باندينۍ خوا چې تيان ان من ډګر ته مخا مخ ده د ماو زېدونګ لوى انځور راځړېږي. د ماو زېدونګ په تالار كې د ده جسد اېښودل شوى دى، چې د كيمياوي درملو په وسيله ده جسد لا تر اوسه ساتل شوى.

ماو زېدونګ:

ماو زېدونګ د چين ولسي جمهوريت بنسټ اېښودونكى دى. د ۱۸۹۳ – ۱۹۷۶ كلونو تر منځ يې ژوند كړى. دى د كمونستي نظريې جوړولو يوه مشهور څېره ده، د ده انقلابي نظريات ددرېيمې نړۍ په هېوادونو كې ډېر پلويان لرل.

ماو چې كله ځوان و، په چين كې ټولنيزو حالاتو ته په كتنې سره يې د چين د كمونيست ګوند غړيتوب تر لاسه كړ. په ۱۹۲۰ كال كې يې د بزرګرانو او ګارګرانو ټولنه جوړه كړه. د ماو زېدونګ سياسي ژوند له ډېرو لوړو ژورو ډك دى. ده په خپله كتابونه ليكل شوي او د ده په اړه هم ډېر كتابونه ليكل شوي دي. د چين په هر كتابتون كې د ده په اړه او د ده خپل كتابونه په چيني ژبه موندل كېدى شي.

ماو زېدونګ د ۱۹۲۸ او ۱۹۳۱ كلونو تر منځ سور پوځ جوړ كړى، چې په خپله يې د سره پوځ مشري كوله. كله چې په ۱۹۴۹ كال كې له چاپان سره د چين جګړه پاى ته ورسېده، نو كورنۍ جګړې ادامه پيدا كړه. په كورنۍ جګړه كې د ماو زېدونګ په مشرۍ كمونست ګوند په نورو جنګي ډله برى وموند او بيا د همده تر مشرۍ لاندې د چين ولسي جمهوريت جوړ شو. د ماو زېدونګ پيروان كمونيستان دي خو ماويستان بلل كېږي.

يو اړخ ته زموږ وخت لږ و بل اړخ ته ساړه و. دواړه د دې لامل شول چې موږ دې د دغې ماڼۍ ډېر لږ ځايونه وګورو. احمد زلمي راته وويل: نن غرمه به د هيلۍ كباب خورو. دواړه بس ته ورغلو، نورو ملګريو راته انتظّار كاوه.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040