د ښاپېريو وطن نهمه برخه

cri     (GMT+08:00) 2008-07-28 16:17:25
د هيلۍ كباب:

احمد زلمي د چين د يوې مشهورې ګړنې يا متل يادونه وكړه. دغه ګړنه د ډېرو چينايي وګړيو په خوله وي. وايي چې كه بېجېنګ ته د سفر په وخت د هيلى كباب و نه خورې نو د عمري غم او تاسف خبره ده. د هيلۍ كباب په چين كې بيا په ځانګړي ډول په بېجېنګ كې ځانګړى اهميت او ځاى لري. له بده مرغه ما دغه كباب و نه خوړ، ځكه هيلۍ په اسلامي طريقه بايد حلاله شوې واى چې نه وه شوې. خو كه تاسې غواړی په بېجېنګ كې د هيلۍ كباب وخورئ نو هيله وكړئ چې په اسلامي طريقه د حلالې شوې هيلۍ كباب درته چمتو كړي.

د چين نړيوالې راډيو له خوا په خپرېدونكي پاڼه (جريده) كې هم د هيلۍ د كباب په اړه په زړه پورې ليكنه خپره شوې: د بېجېنګ د هيلۍ كباب اوه سوه كاله مخكې د بډايانو او لوړپوړو مشرانو په مېلمستياوو كې ليدل كېده. د ميلاد په څلور سووم كال كې د جنوبي او شمالي امپراتورىو په لړۍ كې د پخلي په يو كتاب كې د هيلۍ كباب ياد شوى او د چين د امپراتورۍ په لړۍ كې امپراتور چيان لونګ او مور يې د هيلۍ كباب هم ډېر خوښاوه. نو د هيلۍ دغه كباب د بېجېنګ هيلۍ كباب په نامه ونومول شو. له دې وروسته له ټولنيز پرمختګ سره سم دغه خوندور خواړه په تدريجي توګه د امپراتورۍ له ماڼۍ څخه د عامو وګړيو كورونو ته ولېږديدو. د نوي چين له جوړېدو وروسته د بېجېنګ د هيلۍ كباب ورځ په ورځ نامتو شوى او اوس يې ان په ټوله نړۍ كې شهرت موندلى دى.

د هيلۍ كباب پخول هم ځانګړې طرېقه لري. كېدى شي چې همدغې ځانګړي پخلي د هيلۍ كباب ته ځانګړى خوند وركړى وي. ټولو مېلمنو په خورا خوند دغه مزه ناك كباب وخوړ، هره يوه يې ستاينه كوله او ځانونه يې له غم او اندېښنې لرې ګڼل.

د ډوډۍ خوړلو په وخت موږ ټولو دريو جلا جلا مېزنو ته كېناستو. هره يوه مېز ته ناستو كسانو رنګ رنګ بحثونه كول. له موږ سره د سريلانكا مېلمنه بهاواني راناويرا Bhavanee Ranaweera وه، هغې له خپل بكس څخه قلم او كاغذ روايستل.

د زېږېدو نېټه:

له سريلانكا څخه راغلې مېلمنې د ډوډۍ خوړولو په وخت يې چې له د خپلې غاړې له بكس څخه قلم او كاغذ را وايستل، لومړى يې زما كاغذ ونيو چې د خپلې زېږېدا نېټه ورته ولېكم. خندنى شوم، ډېرى پښتانه د خپلو اولادونو د زېږېدا نېټه نه ياداشت كوي، زه هم يو له هغو څخه يم چې د خپلې زېږېدا نېټه راته معلومه نه ده. خو ما د خپل ځان لپاره يوه نېټه غوره كړې، هغه مې ورته وليكله.

د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر په چين كې د زېږېدا ورځ نمانځل كېږي. د ملګرو او دوستانو له خوا ورته سوغاتونه رانيول كېږي او د خوشالۍ يو محفل جوړوي. خو هغه څه چې دلته راته په زړه پورې وبرېښېدل، هغه د زېږېدو د ورځې لپاره د ملګرو او خپلوانو له خوا د ځانګړيو سوغاتونو رانيول دي.

په بيجينک د مياو سينګ په نوم يو داسې ځانګړى پلورنځى دى چې د زېږيدنې د ورځې د سوغاتونو په توګه زړې ورځپاڼې خرڅوي. په پلورنځي ډېرې زړې ورځپاڼې په الماريو كې اېښودل شوي هر سرليك ورځپاڼه په جلا جلا توګه ايښودل شوې. په پلورنځي ډېرى دوه ډوله ورځپاڼې دي چې يوه د چين د خلکو ورځپاڼه او بله د بيجينګ ورځپاڼه، چې چې په چين او بېجېنګ کې مهمې ورځپاڼې ګڼل کېږي. دغه ورځپانې د تېرې پېړې په تېرو پنځوسو كلونو كې چاپ شوي دي.

رښتيا دا يو نوى فكر دى چې د تېر وخت ورځپاڼه يو چا ته د زېږېدنې د ورځې په وياړ وركړې. ورځپاڼې ته د سوغات په توګه ډېره ښكلې بڼه وركوي. ورځپاڼه د زېږېدنې د ورځې د سوغات په توګه ځانګړى مقام او ارزښت لري. له يوې خو دا يو داسې كار دى چې په نورو ځايونو كې نه ليدل كېږي او بل يو څوك د خپلې زېږېدنې د ورځې ورځپاڼه تر لاسه کړي نو د لوستلو له لارې د تاريخ په همدي ورځ کې د هيواد او نړۍ مهمې او لويي پېښې معلومې کړي. دغې ورځپاڼې په ګرانه بيه خرڅېږي، هره ورځپاڼه د وخت له مخې قيمت لري، هغه ورځپاڼه چې ډېره زړه وي قيمت يې هم لوړ وي.

دا خبره موږ ټولو ته په زړه پورې وه. د سريلانكا مېلمنه په ژور فكر كې ډوبه لاړه، لكه نوى فكر چې كوي، چې خپلو ملګريو او دوستانو ته د زېږېدنې د ورځې په وياړ څه وړ سوغات ولېږي، همدا ډول! كه نه كوم بل ډول چې نور بيا ورته ګوته په غاښ شي.

د بېجېنګ د كبانو ساتنځى Beijing Aquarium

دا د كبانو د ساتنو ډېر ستر ځاى دى. سړي سر ټيكټ ۱۰۰ يوونه دى. د بهرنيو اړيكو مسوولې موږ ټولو ته ټيكټونه واخېستل. زه او احمد زلمى له ټولو مخكې د كبانو دغه ساتنځي ته لاړو. دلته رنګارنګ كبان دي. ډېرى كبان يې رنګين او ښكلي دي. كبان له سمندر څخه راوړل شوي. د كبانو د ساتنو ځايونه له هېندارو څخه په ډېر هنر جوړ شوي دي. دننه ټول كبان ښكاري. دلته د روانو زينو له پاسه هم له هېندارو څخه د كبانو د ساتنې ځايونه جوړ شوي دي. زينه ارامه ارامه كوزېږي او د سر له پاسه د كبانو ګرځېدل يوه ځانګړې ننداره جوړوي.

احمد راته وويل: لومړى بايد د ډولفين ننداره وکو، بيا به وروسته د كبانو ننداره وكړو. دواړه د ډولفين دنندارې تالار ته روان شو.

د ډولفين د نندارو تالار ډېرلوی ځای و. لاندې ډنډ چې شنې اوبه په كې ولاړ وې. ډله - ډله خلك راتلل او پر څوكيو كېناستل. په لسو دقيقو كې ټول تالار ډك شو. په تالار كې له ۱۵۰۰څخه زياتې څوكۍ وې. دوه ځوانان راغلل په چينايي ژبه يې څه وويل او ورپسې دوه ډولفينونه راغلل. ټوپونه يې ووهل. بيا لاړل په ټال شويو څوكيو يې تكيه وكړه.

ډولفين د دوو ځوانانو له خبرو سره سم چارې ترسره كولې. نندارچيان به يې چكچكو ته بلل او كله به يې خپله له نندارچيانو سره چكچكې كولې.

ډولفينونو رنګا، رنګ نندارې ترسره كړې. د كوچنيانو شور او زوږ و او د لويانو چكچكې وې چې د ډلفينونو اكټونه او كارونه يې بدرګه كول. يو ډولفين پورته ترپ يا ټوپ كړل او له چت څخه په ځوړند شکل يې په مښوکه ټوپ وواهه. بيا يو ځوان راغى يوه پښه يې په يوه ډولفين او بله يې په بل ډولفين كېښوده او دواړو په ډېرې چټكۍ حركت وكړ، ځوان يې پر سر ولاړ و، لكه د ګړندۍ بېړۍ پر سر چې څوك ولاړ وي.

تر ناوخته په دغو نندارو بوخت وو. چې د ماښامنې وخت شو نو بيا د بېجېنګ د کبانو ساتنځي څخه ووتو.

سپوږمۍ او امان الله عمران په يوه كتابپلورنځي كې راته انتظار كاوه چې له نورو هېوادونو څخه له راغليو مېلمنو جلا د چين نړيوالې راډيو له مسوولې مديرې وانګ لي سره په يوه اسلامي خوړنځي كې په ګډه ماښامنۍ وخورو. لومړى ټول په ګډه يوه رستورانت ته لاړو. نور ملګري دلته له KFC خوړنځي سره پاتې شول. زه او احمد كتاب پلورنځي ته لاړو. په لاره چټك - چټك تلو. دلته مو په لاره كې دوه لوى بسونه وليدل چې د سره صليب نښه يې درلوده.

ځوانان او پيغلې ناروغانو ته خپله وينه وركوي:

احمد راته وويل: دغه دوه بسونه دلته ولاړ دي چې ناروغانو ته وينه راټوله كړي.

دغه بسونه د سوداګرۍ په يوه ګڼه ګوڼه سړك له يو بل څخه په ۲۰۰ مترۍ واټن كې ولاړ و. سپين رنګي بسونه و. يوازې د سره صليب نښه يې په يوه اړخ او شاتنۍ برخه لګېدلې وه، نه لوډسپكير ورسره وچې په لوړ غږ چيغي ووهي.

ګڼ ځوانان او پيغلې په خپله خوښه بس ته ختل. درنې جامې به يې له ځانه لرې كړې. مټ به يې ډاكټر ته وړاندې كړ او وينه به يې ترې واخېسته. دلته ډېر كسان په ليكه كې ولاړ وو چې خپله وينه وركړي. دغه كار ما ته د چين د خلكو انسان دوستي او له خپلو هېوادوالو سره مينه ډاګيزه کړه.

په چين كې ځوانان له ملي او خيريه كارونو سره ځانګړې مينه لري. چيني ځوانان په كليو او بانډو كې خپل خوښي (رضاكار) په توګه كارونه كوي. د چيني ځوانانو همدغه هلي ځلي دي چې چين د پرمختګ په واټ چټك مزل كوي.

د چين بېلا بېلو لرې پرتو سيمو، كليو او نيمه ښاري ځايونو كې د ځوانو محصلينو د داوطلبانه خدمتونو بهير د يوه پلان له مخې ترسره كېږي. د ځينو ولايتونو په لرې پرتو سيمو كې د دغو ځوانانو شمېر زرګونو ته رسېږي. د ساري په توګه په دريو کالو كې د ګوي جيو په ولايت کې ټول پنځه زره دوه سوه او پنځه ويشت داوطلبه محصلين په چارو بوخت دي. دغه ځوانان د ژوند په بېلا بېلو ډګرونو كې كارونه ترسره كوي، د كورنۍ له لارښوونې نيولې، د نشه يي موادو د مخنيوي، د روغتياساتنې، د ماشومانو د روزنې، پوهنې، د ژوندانه محيط پاك ساتلو، ابادۍ او دې ته ورته نورو لسګونو كارونو د ترسره كولو لپاره مرستې براپروي او په دې برخه كې كار كوي. دغسې داوطلب ځوانان چې نوې له پوهنتون څخه فارغ شوي وي، په هغه سيمه كې چې دوى په خپل خوښې توګه كار كوي، د همغې سيمه ييزې ادارې له خوا ثبتېږي. د ټولنې او دولت له خوا د دغه شان ځوانانو ستاينه كېږي او وتليو ځوانانو ته (د چين د ځوانو داوطلبانو د خدمتونو د سرو زرو جايزه) هم وركول كېږي.

د چين د پوهنتونو ځوانان په انفرادي او يا هم په ډله ييزه توګه يو لړ پروګرامونه ترتيبوي چې چيني دغه پروګرام د چين د چټكې پرمختيا له لاملونو څخه يو پياوړى لامل ګڼي.

له وانګ لي سره ماښامنۍ:

موږ څلور واړه (احمد زلمى، امان الله عمران، سپوږمۍ او زه) په يوه ټيكسي كې كېناستو او نېغ هغه اسلامي رستورانت ته لاړو چې مېرمن وانګ لي په كې لا دمخه انتظار كاوه. مېرمن وانګ لي ډول، ډول حلال خوراكونه راوغوښتل او ما ترې وچه ډوډۍ هم راوغوښته.

مېرن وانګ لي په مينه وويل: بښنه غواړم چې له تاسې سره دمخه ليدنه كتنه و نه شوه. موږ هيله درلوده چې له تاسې سره مخكې وګورو، خو ستا تړلي مهالوېش او بوختياوود دې ته اجازه نه راكوله چې تكليف دركړو.

ما ورته په ځواب کې وويل چې ستاسې له مېلمه پالنې او مينې څخه ډېره مننه. زما دومره مېلمه پالنه شوې له تصور څخه مې لرې وه.

مېرمن وانګ لي، احمد زلمي، امان الله عمران او سپوږمۍ د چين نړيوالې راډيو د پښتو خپرونې په اړه په خپل نوبت خبرې وكړې. له پښتو خپرونې سره د دوى مينې او د دوى زيار زه هم دې ته وهڅولم چې تر خپلې وسې پورې د چين نړيوالې راډيو له پښتو خپرونې سره همكاري وكړم اوخلکو ته ددې خپرونو په پيژندګلوۍ كې زي ار وګالم.

***

نړۍ په يوه خونه كې

اتمه ورځ: يكشنبه د دسمبر درېيمه ۲۰۰۶

نن د چين نړيوالې راډيو ۶۵مه كليزه ده. نن د دغې ورځې لپاره ځانګړې تياري نيول شوي دي. چين ته د راتلو په اوومه ورځ د بهرنيو اړيكو مسوولې د نن ورځې د جامو په اړه خبرې كړې وي، چې څوك څه ډول جامې بايد واغوندي. تېره ورځ هغې وويل: د چين نړيوالې راډيو كاركوونكي بايد رسمي كالي Business Attire واغوندي او د مېلمنو خپله خوښه ده چې خپلې ملي جامې او كه رسمي كالي اغوندي.

سهار اته بجې د مېنزو هوټل په لابي كې د چين نړيوالې راډيو د ۱۵ بېلا بېلو ژبو كاركوونكو له ۱۵ هېوادونو څخه راغلو مېلمنو ته انتظار كاوه. كله چې لابي ته راكوز شوم سپوږمۍ راته انتظار وه. سهارنۍ مو په بيړه وخوړه او په ۰۸:۰۰ بجو مو د چين نړيوالې راډيو پخوانۍ ودانۍ ته حركت وكړ. په دغه ودانۍ كې اوس د راډيو- تلوېزيون او فلم رياست خپلې چارې پر مخ بيايي.

د چين نړيوالې راډيو China Radio International چې په لنډون ورته CRI هم وايي خپلې لومړۍ خپرونې د ۱۹۴۱ كال د دسمبر په درېيمه نېټه پيل كړې. لومړنۍ خپرونې يې په چينايي ژبې وې. اوس دغه راډيو په ۴۳ ژبو خپرونې كوي.

د شلمې پېړۍ د څلورمې لسيزې په پيل کې چين د جاپاني پوځي يرغل او تېري پر ضد د مبارزې په پړاو کې و. د چين کمونست ګوند او د دغه ګوند په مشرۍ وسله والو ځواکونو د جاپاني تېري پر ضد مقاومت وکړ او په دې مبارزه کې يې ستر رول ولوباوه. د دغې جګړې په موده کې د هېوادوالو او بهرنيانو غوږونو ته د جاپاني تېري پر ضد د خپلو اوازونو رسولو لپاره کمونست ګوند د شمال لوېديځې سيمې په (يان ان) ښارګوټي کې چې ګوند دمرکزي کمېټې ځای و، د يان ان شينهوا راډيو پرانيستله او د ١٩٤١ کال د دسمبر په درېيمه نېټه يې په جاپانۍ ژبه خپله لومړۍ خپرونه پيل کړه چې راډيويې نښه يې XNCR او موخه يې په چين کې د جاپان تېري کوونکيو پوځيانو رټنه او غندنه وه.

د چين کمونست ګوند د خپل هېواد د پرمختيا لپاره کار کړی. د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې د همکارانو له خبرو راته جوته شوه چې په چين کې کمونست ګوند هغسې نه و لکه په افغانستان کې. په چين کې کمونست ګوند د جاپاني تېري په وړاندې مبارزه کړې. خو د جاپاني تېري پر ضد جګړې له پای ته رسېدو وروسته په ١٩٤٦ کال کی ګوميندانګ ګوند چې د جاپاني تېري پر ضد يې په جګړه کې د چين له کمونست ګوند سره همکاري کړې وه، له کمونست ګوند سره د ګډ حکومت له جوړولو ډډه وکړه اود کمونست ګوند پرضد يې په پوځي بريد پيل وکړ او غوښتل يې چی د زورواكۍ يو حکومت رامنځته کړي. نو له دې امله د چين خلکو د کمونست ګوند په مشرۍ د ملي ازادۍ ګټلو په مبارزه لاس پورې کړ.

د جاپانۍ ژبې لومړۍ ويانده (هارا کيوشي) نومېده چې د جګړې ضد يوه جاپانۍ ښځه وه. دغه دنده يوازې د غره په يو ساده غار کې ترسره کېده او د ټرانسميټر توان يې يوازې درې سوه واټه و. خو چين په هماغه ورځ بهرنيانو ته د غږ رسولو په موخه خپلې خپرونې پيل کړې. په دی توګه د ١٩٤١کال د ديسمبر درېيمه نېټه د چين د بهرنيو خپرونو د پيل د يادونې ورځې په توګه ټاکل شوې ده.

اوس د چين نړيوالې راډيو د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو او سيمو کې ٢٧ نمايندګۍ لري. هره مهمه پېښه چې رامنځته کېږي خبريالان کړای شي پر وخت اړوند خبرونه د راډيو ته ولېږي چې بيا يې راډيو په بېلا بېلو ژبو خپروي.

د چين نړيواله راډيو هره ورځ په ټوليز ډول څه د پاسه ٧٨٠ ساعتونولپاره په ٤٣ ژبو خپرونې کوي او د ژبو، مهالونو او د اورېدونکيو د ليکونو له پلوه سي آر آی په نړۍ كې د نړيوالو خپرونو په دريو لويو راډيوګانو کې شامله شوې ده. د دغې راډيو وېبباڼه په ٤٣ ليکدودونو او ٤٨ ژبو لوستونكيو ته مالومات وړاندې كوي. دغې راډيو ته په ٢٠٠٥ کال کې دوه مليونه او ١٧٠ زره ليکونه رارسېدلی وو.

د چين نړيوالې راډيو چارواکو پتېيلې چې تر ٢٠١٠ کال پوری به راډيو د تکنولوژۍ، تجهيزاتو، د پروګرامونو د جوړېدو، د پروګرامونو د ساعتونو او په بهرنيو هېوادونو کې د خبريالانو د شمېر سويې د نړۍ له نورو لويو راډيوګانو سره برابره وي.

شينهوا راډيو د ١٩٤٧ کال په لومړيو ورځو کې د خه بۍ ولايت د شه ولسوالۍ ته ولېږدول شوه چې له بېجېنګ څخه ليرې نه ده. د همدې کال د سپټمبر په مياشت کې په دغه راډيو کې په انګليسي ژبه يوه بله نوې خپرونه پرانېستل شوه. په هغه وخت کې د وياندۍ دنده د شاخه نومي کلي په يوه غرني غار کې ترسره كېده او تجهيزات يې دومره ساده ښکارېدل چې ان يوه کړکۍ يې هم نه وه. دغه راز د کوم ټايپ او ثبتوونكې آلې د نشتوالی له امله سندرې د مکروفون په وړاندې د هنرمندانو له خوا يوازې په مخامخ توګه ويل كېدې.

په ١٩٤٩ کال کې د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د اعلان ترڅنګ د يان ان شينهوا راډيو هم د نوي چين پلازمېنې بېجېنګ ته ولېږدول شوه او نوم يې د بېجېنګ شينهوا راډيو شو.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040