د ښاپېريو وطن لسمه برخه

cri     (GMT+08:00) 2008-07-28 16:17:25
د چين نړيوالې راډيو د ۶۵ كليزې نمانځغونډه:

زموږ ۳۲ كسان لومړنۍ ډله وه چې د چين نړيوالې راډيو د لمانځغونډې تالار ته ننوتو. تالار ته له ننوتو دمخه د دروازې په مخكې تنکيو نجونو د مېز پر سر لوى رنګه كاغذونه ايښي وو تر څنګ يې ماركر قلمونه ايښي وو. نجونو موږ ته بلنه راكړه چې په هغو كاغذونو لاسليك وكړو او خپل نوم ورسره وليكو. هر يو په خپل نوبت وړاندې شوو، لاسليك مو وكړ او نوم مو وليكه.

د تالار په لومړي كتار ښي لاس كې له ۱۵ هېوادونو څخه د چين نړيوالې راډيو مېلمنو ته څوكۍ ساتل شوې وې. پر څوكيو نومونه ليكل شوي وو. زه له ښي اړخ څخه په درېيمه څوكۍ كېناستم. سپوږمۍ راته وويل: اوس به د جايزې او ډاليو تر لاسه كولو يو لنډه كى تمرين ترسره شي. زموږ ۱۵ كسانو ډله په دوو ګروپونو ووېشل شو. زه په دويم ګروپ كې درېيم كس وو. موزيك وغږول شو، لومړى ګروپ د جايزې د تر لاسه كولو لپاره دريځ ته ورغى اود تمرين په توګه يې خپلې جايزې تر لاسه كړې. همدغه كار دويم ګروپ هم ترسره كړ. دغه مشق دوه ځله ترسره شو.

د غوڼدې پيل ته لا څه وخت پاتې و چې د چين نړيوالې راډيو پښتو څانګې لپاره كارپوه امان الله عمران او خوشال تايب راغلل. ګرم روغبړ مو وكړ. دا زما اتمه ورځ وه، ايله بيله اوس مې له خوشال تايب سره كتنه وشوه. په لږ وخت كې مې د چين نړيوالې راډيو او د دغې راډيو د پښتو څانګې په اړه خورا تود بحث وكړ.

د غونډې تالار ته د چين نړيوالې راډيو د ۴۳ ژبو د خپرونو كاركوونكي يو- يو تالار ته ننواته. داسې اېسېده لكه نړۍ چې په يوه تالار كې را ټوله وي. نهه بجې د چين نړيوالې راډيو غونډه په رسمي توګه پيل شوه. د چين ملي سرود وغږول شو او ټول د درناوي په توګه ودرېدو:

د چين ملي سرود:

راويښ شه او پاڅېږه،

هر هغه څوک چه غلامي نه غواړي!

پخپلو وينو او غوښو نوی لوی دېوال جوړ کړو!

چيني ملت په ډېر خطرناکه او بېړني حالت کې دی

او موږ دې ته اړ کوي چې په لوړو اوازونو سره نارې ووهو:

راپاڅېږئ! راپاڅېږئ! راپاڅيږئ!

موږ - سلګونه مېليونه چينايان بايد په يوه زړه او ټينګ يووالي

د دښمنانو د توپونو په اور کې مارش وکړو.

زه په لومړي کتار کې ناست وم او تر شا په دويم کتار کې سپوږمۍ ناسته وه. کله چې ملي سرود وغږول شو، سپوږمۍ وار له مخ څوخ کړم چې پاڅېږم، هغه لکه چې وارخطا وه، زه وار له مخه پاڅېدلی وم.

د چين دولسي جمهوريت ملي سرود (د سرتيرو مارش) په نامه شعر دی. دغه شعر په ١٩٣٥ ويل شوی. د ملي سرود شعر او اهنګ په جلا،جلا توګه د ډراماتيست (تيان هان) او د چين د نوې موسيقۍ د غورځنګ د موسس (نې آر) له خوا جوړ شو.

د دغه شعر (ملي ترانې) نوم د سرتيرو مارش و. د ١٩٣٧کال د سپټمبر له ١٨مې وروسته جاپان د چين د شمال ختيز دری ولايتونه په زورسره اشغال کړل او چيني ملت يې د ژوند او مرګ له خطرناک حالت سره مخ کړ. همدغه مهال چې بېړنی او اضطراری حالت و يو شمېر چينايي روشانفکرانواو منورينو په زړورتيا د جاپاني تيري په وړاندې جګړه کې برخه واخيستله.

د ١٩٤٩ کال د سپټمبر په ٢٧مه نېټه د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس په لومړنۍ عمومي غونډه کې پريکړه وکړه چې د چين د ولسي جمهوريت د رسمي ملی سرود تر جوړېدا مخکې نوموړې ترانه د ملي سرود په توګه وټاکل شي. د ٢٠٠٤ ميلادی کال د مارچ په ١٤مه نېټه د چين د لسم ملي ولسي كانګرس په دويمه غونډه کې د اساسي قانون تعديل تصويب کړ او نوموړي ترانه چې نوم يې د سرتېرو مارش و، د چين د ولسي جمهوريت د ملي سرود په توګه غوره کړ.

د چين نړيوالې راډيو ۶۵مې غونډې ته د چين نړيوالې راډيو پخواني مشران، دولتي چارواكي او د چين كمونست ګوند لوړ پوړي چارواكي راغلي وو، چې ټول په څلورو كتارونو كې د برخه والو په وړاندې له دريځ سره ناست وو. له ملي سرود وروسته د چين نړيوالې راډيو د ۶۵مې كليزې په وياړ د بهرنيو هېوادونو د مشرانو له خوا ليكل شوي پيغامونه ولوستل شول. د كيوبا د كمونست ګوند د مركزي كمېټې پيغام، د فرانسې د ولسمشر ژاك شيراك، د اروپايي ټولنې د تبليغاتي څانګې د مشر پيغام، د ايټاليا د لومړي وزير پيغام، د كينيا ولسمشر پيغام، د لاوس، لايبيريا د لومړيو وزيرانو پيغام، د فلېپين ولسمشر، د رومانيا، سريلانكا، تانزانيا او دويتنام د لومړيو وزيرانو پيغامونه، د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزير او نورو لوړ پوړيو چارواكو د پيغامونو يادونه وشوه.

ستر موزيمCapital Museum:

د غرمنۍ وروسته چې په مېنزو هوټل كې مو وخوړه دوه بجې او ديرش دقيقې د چين ستر موزيم د ليدو په مخه له هوټل څخه ووتو.

ستر موزيم په رښتيا هم ستر موزيم و. د لومړي ځل لپاره موزيم په كنفوسيوس معبد Confucius Temple كې يې پلان په ۱۹۵۳ ترتيب شو او په ۱۹۸۱ كې په رسمي بڼه پرانيستل شو. د موزيم دغه نوې ودانۍ چې موږ په كې د تاريخي اثارو ننداره وكړه، د بېجېنګ ښار په لسم پېنځه كلن پلان كې د بېجېنګ ښاروالۍ خوا په ۱۹۹۹ كې ومنل شو. بالاخره د ملي انكشاف او اصلاحاتو كېمسيون له خوا دولتي شورا ته له سپارلو وروسته په ۲۰۰۱ كال كې وسپارل شو بيا د همدغه كال په دسمبر كې يې پرې كار پيل كړ. له څلورو كلونو وروسته دغه موزيم د خپلو غوره ځانګړنو په لرلو خلكو د نندارې وړ وګرځېد.

دغه موزيم د لومړي ځل لپاره سپوږمۍ وويل: ټول موزيم نه شو کتلی. راځه هغه لوحه ولولو چې د موزيم د جلا،جلا برخو په اړه مالومات په کې ليکل شوي! نېغ هلته لاړو، ومو پتېله چې له شپږم پوړ څخه يې پيل کړو چې بيا مو څومره وخت درلود هغومره برخه به وکتلی شو.

دلته په موزيم کې د چين لرغوني اثار، د چين د خلکو د ژوند پخوانۍ لارې چارې، د واده له مراسيمو نيولې تر خوراک څښاک پورې، جامې، انځورونه، د کار کولو پخواني وسايل، مجسمې او نور ډېر څه دلته ځای پر ځای شوي دي. تر ټولو غوره لا په کې دا ده چې د هرې برخې سره په چت کې پروجکټرونه او کمپيوټرونه اېښودل شوي او دا هر څه د فلم له لارې نندارچيانو ته ښيي.

هيله او نڅا:

د چين نړيوالې راډيو له خوا د ۶۵مې كليزې په وياړ نن ماښام په شنګريلا shangrila هوټل کې مېلمستيا جوړه شوې وه. په بلنليكونو د مېزنو شمېره ليكل شوې وه. زما او سپوږمۍ په كارتونو نهم نومره مېز ليكل شوى و. د هوټل په داليز كې په رنګه كاغذونو نجونو لاسليكونه واخيستل او نېغ تالار ته ننوتو، په نهم نومره مېزونو زموږ نومونه ليكل شوي و. موږ په خپلو ځايونو كېناستو.

درنګ شېبه وروسته يوه نجلۍ راغله، ځان يې ښكلى جوړ كړى و او ښكلې جامې يې اغوستې وې. سپوږمۍ وار له واره راته معرفي كړه:

دا هيله ده، د پښتو څانګې تكړه كاركوونكې!

ډېر ښه. جوړ پخير هيلې، څنګه يې.

ښه يمه. ته ستړې مشې او چين ته پخير راغلې.

مننه.

سپوږمۍ زياته كړه: راځئ تصويرونه واخلو.

موږ تصويرونه واخيستل او هيلې وويل: زه به وروسته نڅا وكړم. ته ګوره چې څنګه نڅا كوم.

غونډه د چين نړيوالې راډيو د مشر له خوا په رسمي توګه پرانېستل شوه. وياند لومړۍ ډله نڅا ته غوښته. په همدغه ډله كې هيله هم وه چې كانفو ته ورته نڅا يې كوله. دا نڅا بدني روزنې ته ورته نڅا وه، د ټولو ناستو ګډونوالو له خوا نڅا په چكچكو بدرګه شوه. تر دغې ډلې وروسته د چين نړيوالې راډيو د جاپاني ژبې كاركوونكې د جاپان يوه عنعنوي نڅا وكړه. د ځينو ګډونوالو په ګډون دغه نڅا ته شور و زوږ وركړل شو. تر دې د راډيو چارواكو ويناوې وكړې او بيا وروسته ګډونوال د ډوډۍ خوړلوته وبلل شو.

په چين كې د نڅاګانو ډېر ډولونه دي او هره نڅا خپل نوم لري. هره نڅا خپله ځانګړنه لري، ښكلا او څرنګوالى يې يو تر بل تېرى كا. موږ دلته په افغانستان كې يوازې د ملي اتڼ لپاره نوم لر او بيا د همدغه ملي اتڼ د بېلا بېلو ډولونو لپاره جلا جلا نومونه.

له ټاكلي وخت پروګرام ناوخته په نهو بجو پاى ته ورسېد. تر مېنزو هوټل ټول په ګډه لاړو. سپوږمۍ راته وويل چې سبا زه كار ته ځم او غاټول به راشي چې له تا سره د چين لوى دېوال ته لاړه شي.

چين بډای کلتور او عنعنات لري، يوازې نڅاګانو ته يې که يو ځغلند نظر وشي نو څرګنده به شي چې چينايانو د خپل کلتور په ساتلو کې څومره زيار ګاللی.

بدني روزنه:

نن سهار وختي له هوټل څخه د باندې ووتم. هوټل ته څېرمه ګڼل کسان وو چې د ځانګړې موسيقۍ سره يې لاسونه، پښې او د بدن نور غړي يوې او بلې خوا ته ښورول. يو کس يې تر مخ و او نورو ورته مخامخ ولاړ وو. همدغه ننداره مې تېر ماښام هم وليده. ما فکر وکړ چې کېدی شي واده وي او دوی د واده په خوشالۍ کې برخه اخلي. نو غوږ مې پرې و نه ګراوه اونه مې هم له چا پوښتنه وکړه.

ماښام چې کله مېملستيا ته تلو، نو دا ننداره مې بيا وليدله. له سپوږمۍ مې وپوښتل: دا د واده په مراسيمو کې خپله خوشالي څرګندوي؟

له خوږې خنډا سره يې وويل: نه، نه، دا سپورت کوي. دا خلک هره ورځ سهار او ماښام د موسيقۍ د يو ډول ځانګړې الې سره له خپلو کورونو راوځي او سپورټ کوي. د چين خلک د خپلې روغتيا ډېر خيال ساتي. ګوره د باندې څومره ساړه دی، خو دوی په همدغه سړه هوا کې خپل سپورت کوي.

لوى دېوال

ستر تاريخ

نهمه ورځ: سه شنبه د دسمبر ۴مه، ۲۰۰۶

په چين مې لږ خوب كاوه، د شپې ناوخته وېده كېدل او سهار وختي پاڅېدل مې عادت وګرځېد. سهار وختي پاڅېدم (د نړۍ تاريخ) كتاب كې مې په لرغوني چين كې د واكمنانو د ټاكنې د لارو چارو په اړه په زړه پورې كرښې ولوستې.

په لرغوني چين كې د واكمنانو ټاكل او ګوښه كول

د چين د تاريخ له ثبت څخه د ۱۹۰۰ تر لومړۍ لسيزې پورې په دغه هېواد كې پاچاهي كورنيو (Dynasty) واكمني كړې ده.

چينايانو باور درلود چې د دوى واكمنو د اصولو له مخې واكمني كوله، دغه اصولو د اسمان غوښتنه (mandate of heaven) په توګه پېژندل شوي وو. باور يې درلود چې دوى له اسمان څخه يوه غوښتنه يا صلاحيت تر لاسه كوي چې واكمني وكړي. كه چېرې به واكمن اغېزمن نه و او سمه واكمني به يې كوله په دې معنى چې د كښتونو به حاصل نه وركاوه او يا به يې په جګړه كې ماته خوړله، نو بيا په هغې پاچاهي كورنۍ "اسمان غوښتنه" يو بل چا ته له لاسه وركوله چې بيا به دغه كس يوه بله پاچاهي كورنۍ جووله. دغه اصول د لومړي ځل لاره په جاو Zhou پاچاهي كورنۍ كې راڅرګند شول.

***

د سهارنۍ له خوړلو وروسته چې د هوټل لابي ته راووتم نو يوه خندانه نجلۍ مې مخې ته راغله. راته يې غږ كړ: حفيظ الله ستړى مشې. سهار دې پخير.

- مننه، ته ستړې مشې، سهار دې پخير. بښنه غواړم تاسې؟

- او، زه غاټول يمه.

- بيا هم ستړې مشې. څنګه يې؟

- ښه يمه. نن به زه ستا ملګرې او لارښوده يم. هيله ده چې خوشاله اوسې.

غاټول ډېره خوشاله نجلۍ ده. بس ته له ختلو سره سم يې د چين لوى دېوال په اړه راته په ډېره مينه خبرې پيل كړې. او راته يې وويل: زه به درته د چين د لوى دېوال په اړه معلومات دركړم.

د چين لوى دېوال Great Wall:

په بېجېنګ كې دغه ګړنه ډېره د خلكو په خولو کې ده چې لوى دېوال دې نه وي ليدلى نو چين به دې څه ليدلى وي. د چين لوى دېوال په اړه ډېرې كيسې دي خو يوه مشهوره يې دا ده: د يوې ښځې خاوند د دغه دېوال د ودانولو پر مهال د كار لپاره ددېوال ځاى ته لاړ.ډېروخت تېر شو چې د ښځې خاوند كور ته را و نه ګرځېد. ښځې دومره پسې وژړل چې په پاى كې مړه شوه.

ما خپل يادښتونه ليكل. غاټول په كړس وخندل، وى ! تا خو دا كيسه هم وليكله.

د چين لوى دېوال Great Wall هغه برخه چې د Badaling په نامه يادېږي، يوازْ همدغه بدالېنګ برخه يې ټولټال ۳،۷۴۱ متره اوږدوالى لري، چې په منځني ډول لوړوالی يې ۸ متره چې تر ټولو لوړه برخه يې ۱۵ متره ده. د دېوال د دغه برخې د سفر سيمه ټوله ۱۹،۰۰۰ مربع متره ده. د دېوال په لوړه برخه كې پېنځه اسان څنګ تر څنګه تلاى شئ. دېوال ته د ننوتلو په برخه كې ګومبدې (طاق) ته ورته دروازې لري، چې تر منځ يې ډېر لږ واټن دى.

ډېرى سيلانيان د چين لوى دېوال د Badaling برخه ګوري. دا د چين د ټول لوى دېوال تر ټولو لومړۍ برخه وه چې د سيلانيانو په وړاندې پرانېستل شوه. د نړۍ له ۳۷۰ زياتو مشرانو او مهمو اشخاصو تر اوسه د دغه دېوال ليدنه كړې او دلته ختلي دي.

د چين لوى دېوال په يانكېنګ Yanqing كې پروت دى. لوى دېوال د بېجېنګ ښار له مركز څخه شمال لوري ته ۷۰ كيلومتره لرې دى. دا د جوندو Jundu غرونو يوه غرنۍ لاره ده.

وخت د سترګو په رپ كې تېر شو. له بېجېنګ ښار څخه د چين تر لوى دېوال پورې په لاره د لارې پته راته و نه لګېده. غاټول لا خبرې كولې د چين لوى دېوال ته ورسېدو. ډېر ساړه و. غاټول هڅه كوي چې ډېر عكسونه واخلئ، خو له بده مرغه زما د كامرې زېرمه Memory ډكه شوې وه او د غاټول د كامرې بېټرۍ هم ختمې وې او زېرمه يې هم لږ وه.

موږ هره يوه ته په څلوېښت يوونه د دېوال نندارې ټيكټونه واخېستل شول. د ټېكټ بيه د اپرېل له لومړۍ څخه د اكتوبر تر ۳۱ پورې په ۴۵ يوونه پلورل كېږي. په چين كې د ټولو تاريخي ځايونو د نندارې لپاره د ټېكټ پلورلو ډېر منظم ځايونه جوړ شوي دي. كه تاسې ټيكټ واخلئ او بيا چې كله تاريخي ځاى ته ننوځئ نو د ټيكټ يوه برخه پرې كېږي او پاتې ټيكټ بېرته سيلاني ته وركوي. دلته خبره بيا بل ډول وه. ټيكټ يې واخيست، هغه يې يوه ماشين ته واچاوه او له بل اړخ څخه يې دسوداګريز كارت په كچه يو بل كارت راووته. سيلانيان بيا هغه د يو يادګار په توګه له ځانه سره اخلي او ساتي.

له كومې سيمې چې لوى دېوال چاپېره شوى هغه غرنۍ سيمه ده چې، په څړموني، اوړي او د مني په لومړيو ورځو كې دغه سيمه تكه شنه وي. اوس چې ژمي دى او د ليندۍ مياشت ده، غر سپېره ښكاري، ځاى ځاى شين دى چې هلته د سبر ونې شنې دي.

غاټول وايي: د چين لوى دېوال بېلا بېلې برخې جلا جلا نومونه لري يا په بله وينا لوى دېوال له ډېرې سترې سيمې راچاپېر شوى او دېوال د همغه ځاى په نامه يادېږي. موږ به د چين لوى دېوال ډېره لږه برخه وګورو. وخت به و نه لرو چې د ډېرو ځايونو ننداره وكړو. د چين لوى دېوال ځينې برخې په دې نامه يادېږي: لوى په دېوال جېن شان لېنګ كې، د جويونګ لاره، د غوايه ښكر (نيو جي جياو بيون) Niujijiaobion، لوى دېوال په مو تيان يو Mutianyu كې. لوى دېوال په داجېن يو Dazhenyu كې، سېماتاى كلا Simatai Fort، لوى دېوال په سېماتاى كې، اسماني زينې.

د چين لوى دېوال د نړۍ له سترو عجايبو څخه دی. له ميلاد څخه دمخه ۷۷۰له څخه تر ۲۱۱ كال پورې جوړ شوى. دغه دېوال په لرغوني چين کې يو لوی دفاعي پوځي سنګر و، چې په همدغه موخه جوړ شوی و. هغه وخت په دغه ځمكه ډېر هېوادونه خواره واره پراته وو او له يو بل سره يې جنګ جګړې كولې. په چين كې دغه دوره د هېوادونو د جګړې د دورې په نامه يادېږي.

د چين لوى دېوال ډېر عكسونه مې ليدلي وو او په ښوونځي كې مو هم يو څه د دغه دېوال په اړه لوستي وو. كله چې غاټول راته د چېن لوى دېوال په اړه خبرې كولې هغه په ښوونځي كې مې چې څه لوستي وو، د ذهن په پرده مې سوكه سوكه په تته بڼه تېرېدل.

دلته له لوى دېوال سره ډېر ځوانان او د پاخه عمر خلك ناست دي. دوى ګرمې جامې پلوري، پوسټ كارټونه، د لوى دېوال انځورونه، د لوى دېوال په څېر له ډبرې څخه جوړ شوي دېلوالونه پلوري. په سيلاني ځايونو كې د توكيو رانيول ګران او قيمته دي، خو له دې سربېره غاټول راته د چين دېوال دوه ښكلي انځورونه راونيول او په موسكا يې وويل: دا زما له خوا تاته سوغات دی.

دلته ځينې ځوانان سم لاسي پر ډبرو د لوى دېوال انځورونه جوړوئ. له ځينو نورو سره كامرې دي او كه كوم سيلاني غواړي چې عكس واخلي نو دوى يې عكسونه اخلي. دلته اوښ او اس هم شته كه څوك غواړي په اوښ يا اس سپور عكس واخلي نو بايد لس يوونه وركړي. دلته څو ځوانان په د دېوال په يوه برخه كې ناست دي، له دوى سره كامري دي، كوچني عكسونه سملاسي چاپوي او بيا يې په كلي بندونه كې ځاى پر ځاى كوي. يو كلي بند په لس يوونه جوړوي. د افريقا له كينيا څخه راغلى ايوب موټنډا دلته د كلي بند لپاره عكسونه اخېستي وو، خو روپۍ ورسره نه وې، له عكاس سره يې شور و زوږ جوړ كړى و. موږ چې ور ورسېدو نو د چين نړيوالې راډيو يوه كاركوونكي روپۍ وركړې او دغه ستونزه يې حل كړ.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040