ليو ژو اينګ

cri     (GMT+08:00) 2008-08-01 11:04:51

له دې نه وروسته

 

تل يوازی

 

ستا سره ډېره مينه لرم

 

لېونۍ مينه

 

سندرغاړې ليو ژو اينګ د ١٩٧٠ کال د جون په لومړی ورځ د چين د تايوان په تای بی ښار کې زېږيدلی. د قد لوړوالی يی يو سل او شپيته سينټېمترې او د بدن وزن يی شپږ څلويښت کيلوګرامه دی.

ليو ژو اينګ له منځنی ښوونځيو څخه له فارغيدو وروسته په امريکا کې په سندرو ويلو او د پيانو زده کړه وکړه او د کلاسيکې موسيقی له لوړ ښوونځی څخه يی بری ليک تر لاسه کړ. کله چې دا بېرته تاي بی ښار ته ستنه شوه د تايوان د ګون شي د موسيقۍ په شرکت کې يې خپله هنری دنده پيل کړ او له غوره سندرغاړی چن شنګ څخه يې په عصری موسيقي زده کړه وکړه. دغه راز ليو ژو اينګ د فلمونو په ساحه کې هم برياليتوب تر لاسه کړی دی. په ١٩٩٥ کال کې يی د نجلۍ شياو يو په نامه د فلم له لارې د اسيا او ارام سمندر سيمې د فلمونو په نندارتون کې د غوره ښځينه لوبغاړې جايزه تر لاسه کړه. له دې وروسته يی د فلمونو په بېلا بېلو نندارتونونو کې دغه شان جايزې تر لاسه کړې دي.

ليو ژو اينګ نه يوازی يوه غوره لوېغاړی، بلکې يوه مشهوره سندرغاړه هم ده. تر اوسه يی يولس سي دي ګانې خپرې کړی او برياليتوبونه يی تر لاسه کړي دي. دا د تايوان له ډيرو غوره سندرغاړو څخه ګڼل کېږي.

بر سيره پردې، ليو ژو اينګ يوه ښه ليکواله هم ده. دې پخپله دری کتابونه ليکلی دی. په تېرو څو کلونو کې ليو ژو اينګ د فلمونو، ټليويزيوني اوپراګانو، سندرو ويلو او ليکنو په ساحو کې ښې پايلې تر لاسه کړي دي نو په چين کې يې ډير مينه وال راجلب کړی دی.


1 2 3 4
اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040