د بلجيک سپورتی پلاوی د بېجينګ اولمپيک لوبو ته سترګۍ په لار ناست دی

cri     (GMT+08:00) 2008-08-05 18:49:57

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخی د بلجيک د اولمپيک پلاوی فليپ روګ د جولاۍ په ٢٦ نېټه د فټبال نارينه ډلې په شمول له ٤٤ تنو سره يو ځای چين ته رارسيدلی ، له خپل هېواد څخه له خوځېدو مخکی ښاغلی روګ په هوايی ډګر کې زمونږ له خبريال سره مرکه وکړه.

فليپ روګ د اولمپيک د نړيوالې کميټې د مشر جاکيس روګ زوی دی چې عمر يی ٣٨ کاله دی.ده لومړی زمونږ خبريال ته په راتلونکيو څو ورځو کې په چين کې ددغه پلاوی کارونو په باب معلومات وړاندی کړل.هغه وويل(اواز..........) زمونږ پلاوی ٩٤ تنه لوبغاړي او ٥٨ تنه نور اړوند کارکوونکي لري .زمونږ پلاوی به لومړی د وروستې روزنې د تر سره کولو لپاره د چين يان تای ښار ته ولاړ شی او د اولمپيک لوبو له پرانيستونکو مراسمو څخه به په څلورو يا پنځو ورځو کې د فټبال ډله شن يانګ ښار ته لاړ شی او نورو لوبغاړي به په بېجينګ کې په سياليو کې ګډون وکړي.

د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د بلجيک د فوټبال ډلې له خوا د ګډون وثيقې له تر لاسه کولو وروسته زمونږ پلاوی په يان تای ښار کې د اولمپيک لوبو د روزنې لپاره له دغه ښار سره اړيکی ټينګې کړې، ښاغلی روګ د جولاۍ په پيل کې د دغه ښار له سپورتی مرکز څخه ليدنه کتنه وکړه او له چاپيريال او تاسيساتو څخه يې ډېره خوښی څرګنده کړه.هغه وويل(اواز...........) مونږ د چين له زياتو ښارونو څخه تر ليدنې وروسته ايان تای زمونږ د خپلې روزنې د اډې په توګه وټاکه ، ځکه چی أقليم يی ښه دی او له بېجينګ سره نژدی دی چې د الوتکې په وسله يو ساعت ته اړتيا لري.

په همدی ځای کې سپورتی تاسيسات هم بشپړ دی .سيمه ايز حکومت او اړوندې څانګې هم تر خپلې وسې پوری په تر ټولو ښه چاپيريال کې زمونږ د روزنې تر سره کولو لپاره چارې تامين کړي ، نو مونږ ډېر پرې وياړو.

هغه زياته کړه چې روان کال بلجيک په ١٩٧٦ کال کې له اولمپيک لوبو راهيسی تر ټولو لوی سپورتی پلاوی ټاکلی ،د دوی موخه دا ده چې څه د پاسه نيمه برخه لوبغاړي به د سياليو په مخکنيو اتو مقامونو کې شامل شی او د شپږو ميډالونو تر لاسه کولو لپاره به کوشش وکړي چې په ترڅ کې به د دغه هېواد د فوټبال او هاکی ټيمونه د کوربه هېواد له ټيمونو سره سيالی وکړي.ښاغلی روګ دا نظر لري چې په چين کې د اولمپيک لوبو تر سره کولو د چينی ټيم لپاره ډېر ګټور دی. هغه وويل (اواز............) عمومأ په نورو هېوادونو کې سيالی کول ډېر ستونزمن کار دی ، نو زما د ټکل له مخی هغه ورځ به په سپورتی ډګر کې ٩٥ سلنه يا ٩٩ سلنه کتوونکی چينايان وي او ښايی يو سلنه يی بلجيکيان وي.ويل کيږي چې کتوونکی له لوبغاړي څخه دوهم اهميت لري چې د سياليو پر پايلو به اغيزه کوي.که څه هم سيالی به ستونزمنې وي، خو مونږ هيله لرو چې سيالی په زړه پوری وي او غښتلی لوبغاړي به هرو مرو برياليتوب تر لاسه کړي.

د جولاۍ په ٢٧ نېټه د بيجينګ د اولمپيک کلی په رسمی پرانيستلو سره چين هغې موخې ته د رسيدو لپاره وروستی کوشش کړی چې يو ځانګړی او د لوړې سويې لرونکی سپورتی لوبې به تر سره کړي. د نړيوالو لوبغاړيو له خوا ٧ کلن مقدماتی کارونو پلټنه وشی . په دی هکله ښاغلی روګ وويل د بېجينګ اولمپيک لوبې به هرو مرو د بېلا بېلو هېوادونو پر لوبغاړيو ژوره اغيزه او خاطره پرې باسي.

د ده په أند چين په پوره توګه چمتو دی، ځان باوری چينايان د نړيوالو دوستانو د هر

کلی لپاره خپله دروازه خلاصوي.

په پای کې مشر روګ هيله وښوده چې د چين دنړيوالې راډيو له لاری د چينايانو له مېلمه پالنې څخه مننه څرګنده کړي .زمونږ پلاوی به تر خپلی وسې پوری په اولمپيک لوبو کې د ښو پايلو تر لاسه کولو لپاره کوشش وکړي . زه ډېره خوشحاله يم چې په چين کې به په اولمپيک لوبو کې ګډون وکړم.چين نه يوازی په نړۍ کې يو لوی هېواد دی، بلکی يو غښتلی سپورتی هېواد هم دی. مونږ وياړو چې زمونږ د پلاوی د تر ټولو ښو پايلو د تر لاسه کولو لپاره بېجينګ ته لاړ شی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040