د اولمپيک د ځنګلونو پارک

cri     (GMT+08:00) 2008-08-11 13:19:39

ګرانو اوريدونکو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم. تاسو ته معلومه ده چې د بيجينګ اولمپيک لوبې پيل شوې دي نو د پروګرام په دې لړۍ کې به تاسو ته د بيجينګ اولمپيک لوبو لپاره د بېلابېلو لوبغاليو په اړه لږ څه معلومات وړاندی کړو. د پروګرام دغه برخه د هرې اوونۍ د دوشنبې په ماښام خپريږی او د راتلونکې ورځې په سهار کې يی يو ځل بيا تکرار خپريږی . هيله لرم چې تاسو له دغه پروګرام سره مينه ولرئ.

ګرانو اوريدونکو! دا يو ډير په زړه پوری کار دی چې اولمپيک او ځنګلونه تړل کيږی او دا د خوشحالۍ وړ کار هم دی چې په ځنګلونو کې د اولمپيک لوبې ګوري . د ٢٠٠٨ کال په اګيست کې به د بيجينګ اولمپيک لوبو د غشی ويشتلو، تينس او خاکی پروګرامونه به په داسی ښکلو ځنګلونو کې ترسره شي.

د اولمپيک د ځنګلونو دغه پارک د جوړولو کار د ٢٠٠٥ کال د جون په ٣٠ نيټه پيل کړ چې پراخوالی يی ٦٨٠ هکتارو ته رسيږی. د بيجينګ د اولمپيک لوبو د هاکی، غشی ويشتلو او تينس د سياليو ډګرونه په ياد شوی پارک کې شته دی. د هاکی سيالی ډګر شاوخوا دوولس هکتاره پراخوالی لري چې په کې دوه برخې او ١٧ زره څوکی شامل دي. د غشی ويشتلو ډګر نژدی لس هکتاره پراخوالی لري چې پنځه زره څوکی لري. د تينس سيمه د سيالی ترسره کيدو لس ډګرونه او د تمرين کولو شپږ ډګرونه لري چې ١٧ زره او څلور سوه څوکي په کی شامل دي. په دغه پارک کې د هاکی او غشی ويشتلو ډګرونه لنډمهالی ډګرونه دي چې له اولمپيک لوبو وروسته به په څړځايونو بدل شی. تينس ډګر يو دايمی ډګر دی چې له اولمپيک لوبو

وروسته به د چين د تينس روزنې په ملی مرکز بدل شی او د بيجينګ خلک هم تری ګټې اخيستی شی.

د اولمپيک د ځنګلونو پارک د ډيزاين موخه مصنوعی ښاری منظرې او طبيعی ښکلی منظرې سره تړل دي.

په حقيقت کې د اولمپيک د ځنګلونو پارک د بيجينګ د پنځمې کړۍ د سړک له خوا د شمال او جنوب په دوو برخو جلا شوی دی. د دغو دوو برخو ترمنځ يو پل جوړ شوئ چې ايکولوژيکی پل ګڼل کيږی.ځکه چې په دغه پل کې ګڼ شمير شنه نباتات ځای پر ځای شوي چې مرغان ، ميږی او نور وړوکی ژوی دغه ځای ته راجلب شوی دي.

يو ثابت او دايمی ايکولوژيکی سيستم رامنځته کيدل يو اوږدې مودې ته اړتيا لري. هيله لرو چې دغه پارک د بيجينګ يو سالم سږی وګرځي.

ګرانو اوريدونکو! د دې ترڅنګ به تاسو ته د بايسکل لوبغالی په اړه څه معلومات هم وړاندی کړو. د لاو شان په نامه د بايسکل لوبغالی د بيجينګ په لويديځه برخه کې پروت دی. د بيجينګ اولمپيک لوبو د بايسکل سيالی به په دغه لوبغالی کې ترسره شي. د دغو لوبو په موده کې به په دغه لوبغالی کې د سروزرو دولس مډالونه رامنځته شي.

دغه لوبغالی شپږ اعشاريه شپږ پراخوالی لري او د سيالی کرښې د کړۍ اوږدوالی دوه سوه مترو ته رسيږی چې په کې شپږ زره کتونکی ځايدای شی. دغه لوبغالی يوه ځانګړتيا لري چې دباندی شکل يی د بايسکل لوبغاړی خولۍ په شان دی.

د دې ترڅنګ دغه لوبغالی له ډيرو پرمختللو تخنيکونو څخه هم ګټې اخيستی دي د بېلګې په توګه د لمر رڼا ډيره کارول شوې ده. دغه راز بريښنا سپما شوې ده چې د چاپيريال ساتنې لپاره هم ګټور دی.

دغه لوبغالی د ٢٠٠٤ کال د اکتوبر په ١٣ نيټه په رسمی توګه په ابادی پيل کړ او

د ٢٠٠٧ کال په جون کې بشپړ شوی دی.

ګرانو اوريدونکو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نېکمرغه اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040