د بېجينګ د اولمپيک لوبو کلی د چين له کلتور څخه ډک دی.

cri     (GMT+08:00) 2008-08-11 17:56:46

ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم ! زه غوټۍ يم او د ژوند په چين کې نننۍ کړۍ ته مو هر کلی کوم. د اولمپيک لوبو کلی په دغو لوبو کې نه يوازی د لوبغاړيو او لوبډلو د چارواکيو د اوسيدو سيمه، بلکې مهمه خدمتي سيمه هم ده. د بېجينګ د اولمپيک لوبو کلی د جولاۍ په اوه ويشتمه نېټه په رسمي توګه پرانيستل شو چې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو د غړيو هرکلی کوي.

د اولمپيک لوبو کلی د بېجينګ د اولمپيک لوبو په اړه تر نورو ډير لوی سټېډيوم دی چې سياله په کې نه تر سره کېږي.. د اولمپيک لوبو په موده کې به څه باندی شپاړس زره لوبغاړي په کې اوسي. دغه راز د بېجينګ د اولمپيک لوبو کلی هم د اولمپيک باغ يوه مهمه برخه ده چې پراخوالی يې شپږ سوه او شپيته زره مربع مترو ته رسېږي او د مرغانو ځالې په نامه له دولتی سټېډيوم څخه مستقيم واټن يې له درې کيلومترۍ څخه زيات نه دی. نو له دې امله لوبغاړي په اسانه توګه له اوسيدونکو سيمو څخه د سياليو لوبغاليو ته تلای شي.

د بېجينګ د اولمپيک لوبو کلی د اوسيدونکي سيمې، نړيوالې سيمې او ادارې سيمې په ګډون له دريو برخو څخه عبارت دی. د نړيوالې سيمې د بيرغونو د اوچتولو په سيمه کې د دوه سوه او پنځو هېوادونو او سيمو د پلاويو د هر کلی مراسم تر سره کېږي. دنګ يا پينګ چې پخوا د چين د پينګ پانګ لوبې په برخه کې يوه ډيره غوره او مشهوره لوبغاړې وه، اوس د بېجينګ د اولمپيک لوبو د انتظامي کميټې د اولمپيک کلي د څانګې مرستياله ده .هغې څو څو ځله د اولمپيک په لوبو کې ګډون

درلود. هغې زموږ خبريال ته وويل چې د دغې کلی په نړيواله سيمه کې بانک، ستر پلورنځی، امتيازلرونکی مغازې، د لاکخانه او د کافی څښلو دوکانونه په ګډون نولس سوداګريز خدمتي تاسيسات شته چې د لوبغاړيو ورځنۍ اړتياوې پوره کولای شي. بر سېره پردې د اولمپيک د پخوانيو کليو په پرتله د بېجينګ د اولمپيک کلی په نړيواله سيمه کې د چين د کلتور ځانګړتيا هم ليدل کېږي. مېرمن دنګ يا پينګ وويل

موږ په لا ښه توګه د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو لوبغاړيو ته د چين د کلتور د څرګندولو لپاره د چين د چای په پلورنځی کې د چای په اړه دوديزه ننداره تر سره کوو او د چين لاسي صنعتی او هنری توليداتو د چمتو کولو مرکز هم جوړ وو چې لوبغاړي په کې د چين دوديز کلتور ځانګړتيا احساس کړای شي.

دنګ يا پينګ خبريال ته وويل د بېجينګ د اولمپيک لوبو د اوسيدونکې سيمې چاپيريال په پوره توګه د بېجينګ د اولمپيک لوبو د خلکو د ګټو په اړه مفکوره څرګندوي. په دغه سيمه کې يو شمير کوټې د لوبغاړيو ځانګړی اړتياوو پوره کولای شي. د بېلګې په توګه دغه کلی د باسکتبال لوبغاړيو لپاره ځانګړی لوي کټونه جوړ کړي دي.

په چين کې يو متل دی چې وايي ډوډۍ د خلکو لپاره تر ټولو مهمه ده. نو د بېجينګ د اولمپيک کلی د خوراکونو په ساحو کې جدی چمتوالی نيولی دی. سل تنه بهرني کارکوونکی او دوه زره او دری سوه چيني اشپزان او خدمت ګاران د جولاۍ له اوه ويشتمې نېټې څخه هره ورځ په څليرويشتو ساعتو لوبغاړيو ته خدمت کوي. مېرمن دنګ يا پينګ وويل

زموږ په خوراکونو کې د اويا سلنې نړيوال خوراکونه او د ديرش سلنې اسيايی

خوراکونه شته. دغه راز موږ د يهودي، حلال او هندی خوراکونه هم لوبغاړيو ته برابروو. د چين حکومت او د بېجينګ د اولمپيک لوبو انتظامی کميټه د اولمپيک لوبو د خوراکونو امنيتي مسئلې ته ډيره پاملرنه کوي چې په ځانګړی توګه د خوراکونو امنيت د همغږی ډله جوړه کړې ده. دغه ډله د خوراکونو د توليد، چمتوالی او ترانسپورت په ګډون د بېلا بېلو پړاوو پلټنه او اداره کوي.

دغه راز د بېجينګ د اولمپيک د کلی په اوسيدونکی سيمه کې مذهبی خدمتي مرکز او درملنې مرکز هم شته .

د بېجينګ د اولمپيک کلی د ډيزاين، جوړونې او خدمت په ساحو کې لوبغاړيو ته د ښه چاپېريال د برابرولو لپاره په پوره توګه د شنه، علمي او تخنيکی او کلتوري اولمپيک په اړه دری افکار څرګندوي چې په دغه کلی کې دغه درې افکار په ښه توګه سره يو ځای کېږي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040