د بيجينګ په پوهنتونونوکې د اولمپيک لوبو لوبغالي

cri     (GMT+08:00) 2008-08-18 22:02:46

ګرانو اوريدونکو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم. تاسو ته معلومه ده چې د بيجينګ اولمپيک لوبې پيل شوې دي نو د پروګرام په دې لړۍ کې به تاسو ته د بيجينګ اولمپيک لوبو لپاره د بېلابېلو لوبغاليو په اړه لږ څه معلومات وړاندی کړو. د پروګرام دغه برخه د هرې اوونۍ د دوشنبې په ماښام خپريږی او د راتلونکې ورځې په سهار کې يی يو ځل بيا تکرار خپريږی . هيله لرم چې تاسو له دغه پروګرام سره مينه ولرئ.

ګرانو دوستانو! د بيجينګ اولمپيک لوبو له ټولو لوبغاليو څخه شپږ لوبغالي په پوهنتونونو کې پراته دي. له دغې جملې څخه څلور لوبغالي نوی جوړ شوی دي د بېلګې په توګه د بيجينګ پوهنتون ستيډيوم، د بيجينګ د صنعتی پوهنتون ستډيوم، د چين د کرنې پوهنتون ستډيوم او د بيجينګ د علمی او تخنيکی پوهنتون ستډيوم دی. دغه پوهنتونونه چې لس ګونه کاله تاريخ لري، څرنګه د بيجينګ اولمپيک لوبو هرکلی کړي؟ د پروګرام په نننی کړۍ کې به يې له نژدی څخه وګورو.

له ١٩٨٨ کال راهيسی چې په همدی کال کې پينګ پانګ د اولمپيک لوبو د يو رسمی پروګرام په توګه شامل شوی و، په تېرو پنځو اولمپيک لوبو کې د پينګ پانګ لوبې له نورو لوبو سره په ګډه په يو جمنازيوم کې ترسره کيدې. چينايان چې له دغو لوبو سره ډېره مينه لري، پريکړه کړې چې د پينګ پانګ لپاره يو ځانګړی جمنازيوم برابر کړي. دغه لوبغالی په بيجينګ پوهنتون کې پروت دی چې د پينګ پانګ لوبو لپاره نه يوازی د اولمپيک لوبو بلکې په نړۍ کې لومړی ځانګړی لوبغالی ګڼل کيږی.

د بيجينګ پوهنتون دغه لوبغالی په نړۍ کې د پينګ پانګ لوبو لپاره د يوازنی

لوبغالي په توګه ډېرې ځانګړتياوې لري. د بېلګې په توګه په لوبغالي کې د څوکيو او دېوالونو رنګ تياره دی نو لوبغاړی د سيالی په ترڅ کې خپله پام راغونډولی شی.

په لوبغالي کې د ايرکنديشن د باد سرعت هره ثانيه تر صفر اعشاريه دوه مترو لاندی راټيټ شوی چې د پينګ پانګ پر توپ اغېزه ونه کړي . د کتونکو څوکی لوړې دي چې

کتونکی په صافه توګه لوبې وکتلی شی.

که تاسو د دغه لوبغالی په شاوخوا کې چکر ووهئ نو وبه وينئ چې د دغه لوبغالی په جنوب ختيځ کې يوه برخه کمه ده. په دغه سيمه کې اوه زړې ونې او يو کور شته دي. ولی داسی شوی دی؟

د يو پخوانی پلان له مخې دغه کور بايد يو بل ځای ته بدل شی. خو د بيجينګ پوهنتون يو زده کوونکی د تاريخی سندونو د کتلو په ترڅ کې وموندله چې دغه کور دوه سوه کاله مخکی د يو پارک يوه برخه وه او هغه اوه ونې له هماغه وخت څخه پاتی شوی توکی دي. له دغو ونو څخه يوه ونه څه دپاسه دوه سوه کلونه تاريخ هم لري. نو زده کوونکو دغه معومات د بيجينګ د تاريخی اثارو ادارې ته وړاندی کړل او هغې ادارې پريکړه وکړه چې دغه سيمه بايد وساتل شي.

دغه راز ډيزاين کوونکو يو بل ډيزاين وکړ چې له مخی يی تر ځمکې لاندی د لوبغالی خونې جنوب ته دری متره بی ځايه شوې دي.

که څه هم د دغه لوبغالی بوديجه زياته شوه خو اوس خلک کتلي شي چې په دغه مشهور پوهنتون کې نوی لوبغالی او تاريخی اثار په ګډه په يوه هوسا فضا کې موجود دي.

د بيجينګ د څلورم حلقوی سړک په خيتځه برخه کې تاسو يو هغه لوبغالی کتلی شی چې بڼه يی د بدمينتون په شان ده. دغه لوبغالی د بيجينګ د صنعت پوهنتون ستډيوم دی. د بيجينګ اولمپيک لوبو د بدمينتون او هنری جمناستيک پروګرامونه به په دغه

لوبغالی کې ترسره شي. د دغه لوبغالی ابادی د ٢٠٠٥ کال د جون په ٣٠ نيټه پيل شوه چې په کې ٧٥٠٠ څوکی شته.

ګرانو اوريدونکو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نېکمرغه اوسئ !

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040