جګړه بايد د اولمپيک لوبو د تر سره کېدو له امله پای ته ورسېږي.

cri     (GMT+08:00) 2008-08-19 15:15:46

ګرانو اورېدونکيو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د بېجينګ د اولمپيک لوبو په ترڅ کې د ګروجستان په جنوبي اوسيتي کې ناثبات رامنځته شوی دی. له څو ورځو راهيسي زموږ د راډيو خبريالانو د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې له يو شمېر ګډونکوونکو لوبغاړيو، روزونکيو او چارواکيو سره مرکې وکړې چې دوی د جګړې د پای ته رسېدو او د سولې د رامنځته کېدو په اړه ګډه هيله څرګنده کړې ده.

( لومړی اواز)

د اولمپيک لوبې نه يوازې په نړۍ کې تر ټولو يوه ستره سپورتي پېښه، بلکې هم د ټولو نړيوالو يوه دوستانه غونډه ده. له لومړې نړيوالې جګړې مخکې د اولمپيک د مصاصرو لوبو پيلونکي ښاغلي پايري ده کوبيرتين د اولمپيک د لرغونيو لوبو په ترڅ کې د جګړې د پای ته رسېدو په اړه د روحيې له مخې خپله هيله څرګنده کړه چې د اولمپيک لوبو په ترڅ کې په لنډ مهاله توګه جګړه پای ته ورسېږي. په ١٩٩٣ کال کې د م م عمومي اسامبلې د اولمپيک لوبو په ترڅ کې د جګړې پای ته رسېدو په اړه يوه پرېکړه تصويب کړه. د سودان نولس کلن هلک احمد ادم چې د لامبو وهلو يو لوبغاړی دی، څرګنده کړه ه نيمه پېړۍ کېږي چې د ده په هېواد کې جګړې دوام درلودلې ده او له دې امله د سودان وګړيو ته سخت زيانونه رامنځته شوي دي.

نو ځکه د سودان دغه لوبغاړي د اولمپيک لوبو په ترڅ کې د جګړې پای ته رسېدو د مفکورې په اړه خپله نظريه لري. دی وايي:

( دوهم اواز)

د بېلا بېلو هېوادونو وګړي بايد د اولمپيک لوبو په ترڅ کې ټولې ستونزې ليرې کړي. که څه هم بېلا بېل هېوادونه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پراته دي، خو د دوي ملي بيرغونه ټول د اولمپيک لوبو په سټېديمونو او جمنازيمونو کې ليدل کېږي. دا د سولې يوه نښه ده او د اولمپيک روحيه د همغږۍ، خبرو اترو او سولې معنی لري.

د عراق ښځينه لوبغاړې دانا عبدال رازک وويل چې په ٢٠٠٦ کال کې په عراق کې د تښتولو او د سپورتي شخصيتونو د وژنې په شمول د زورزياتۍ زياتې پېښې وشوې. د روان کال له پيل راهيسي د عراق حالت ښه والی موندلی دی. دې په اړه وويل

( درېيم اواز)

نه يوازې زه له ترهګرې پېښې سره مخامخ شوی، بلکې هر عراقي له همدغې پېښې سره مخامخ کولای شي. ځکه چې موږ د جګړې په حال کې يو.

له ١٩٧٩ کال راهيسي، د ديرشو کلنې جګړې له امله افغانستان ډېر بېوزلي او وروسته پاتی هېواد ګرځېدلی دی. د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د ګډون لپاره د افغانستان د سپورتي پلاوي مشر ښاغلي سيد محمود ضيا دشتي څرګنده کړه چې افغانستان د اولمپيک په لوبو کې د ګډون له امله د بېلا بېلو هېوادونو پاملرنه راجلب کړې ده. دی وايي:

( شپږم اواز)

کله چې په افغانستان کې جنګ جګړې پيل شوې ، په لومړي ګام کې افغانستان له نړۍ څخه هېر شو ، او په وروستوي کلونو کې چې په افغانستان کې جګړې نورې هم تودې شوې وې پر افغانستان يې ډېره منفي اغېزه کړې وه ، خو د سپورتي لوبو په برکت افغانستان يو ځل بيا د نورو هېوادونو په کتار کې راغی، او په دغه راز غونډو کې د افغانستان ګډون د يو خپلواک او لرغوني تاريخ درلودونکي هېواد په توګه ډېر اغېزمن دی .

نوموړي دې ته اشاره وکړه چې د اولمپيک لوبو هم افغان ځوانانو ته باور او هيله اړولې ده. ده وويل

( اووم اواز)

دا يوه طبيعي خبر ده کله چې په خبري رسنيو کې د افغانستان نوم ياديږي، نو افغان ځوانان هم پرې وياړي ، او هغه د حقارت احساس چې د جګړې له امله ورته رامنځ ته شوی و هيروي ، او د ځوانانو تر منځ يو ښه احساس رامنځ ته کولای شي .

ګرانو او محترمو اورېدونکيو، د اولمپيک لوبو په اړه د نړيوالو شخصيتونو ارزونې پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له اورېدنې څخه د زړه له کومې ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وی، روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040