د يو ايرانی سيلاني په سترګو کې د بيجينګ اولمپيک لوبی

cri     (GMT+08:00) 2008-08-27 19:26:22

څو ورځې مخکې د اوويا تنو ايرانيانو له خوا جوړه شوې يوه ډله بيجينګ ته راغله چې موخه يې د بيجينګ په اولمپيک لوبو کې د ايران د باسکيتبال ډلې سيالي کتل او په خپله د چيني کلتور احساسول هم دي.

د ايران د ديبا په نامه د سيلانۍ چارو د ادارې مشر حامد سلطاني وويل (اواز)

دا ځل بيجينګ ته د راتلو موخه د اولمپيک لوبو د پرانيستونکو مراسمو او سياليو کتل او د چين د ځينو مشهورو منظره لرونکو ځايونو سيل کول دي. زه ډېر وياړم چې د اولمپيک لوبو په موده کې مې چين ته د راتللو فرصت تر لاسه کړی او د خپل هېواد له ملګرو سره يو ځای دغه لوبی ګورو.

د نوموړي له خوا جوړه شوې ډله د اولمپيک لوبو له پيل مخکې چين ته راسيدلې. د اګيست په اتمه نېټه ماښام هغه له نورو سيلانيانو سره يو ځای د مرغانو ځالې په نامه په ستيديم کې د دغو لوبو پرانيستونکی مراسم وکتل. هغه وويل له دومره ښکليو پرانيستونکو مراسمو څخه کتنه د ده لپاره ډېر د خوشحالۍ خبره ده. ده وويل (اواز)

د بيجينګ اولمپيک لوبو پرانيستونکی مراسم ډېر ښکلی وو. چين هرومرو د دې لپاره زيات کوششونه کړي دي. په پرانيستونکو مراسمو کې له فکر څخه ډيرې زيات په زړه پورې نندارې وړاندی وتلی شوي چې د ټولو نندارچيانو د حيرانتيا وړ دی. زه غواړم چې د چين له حکومت او خلکو څخه مننه وکړم چې نړۍ ته يې دومره ښکلی مراسم ښودلي دي.

ښاغلي حامد سلطاني په لسمه نېټه د ايراني او روسيی ټيمونو تر منځ لومړی سيالي کتلی ده. که څه هم ايراني ټيم ماتی وخوړه او د ده لپاره د ډېرې خواشينۍ وړ وه، خو

د سيالي کتلو له لارې ده د بيجينګ اولمپيک لوبو د سيالي د انتظامی کارونو ډېره ستاينه وکړه. هغه وويل (اواز)

په بيجينګ کې موږ بهر ته د تګ راتګ په ترڅ کې له ترافيکی ستونزو سره نه يو مخامخ شوي. موږ په چټکه توګه د سيالي جمنازيم ته ورسيدلو او د امنيت تامينولو په برخه کې جدی پلټنه شته چې ډېر سالم و او هيڅ خنډونه موجود نه و. د سيالي کيفيت ډېر لوړ دی او د چين انتظامې کارونه ډېر غښتلي دي. برسيره پر دې داوطلبانو زما په ياد کې ښه خاطره پرې ايښې ده چې په باران کې يې په تودو احساساتو سره خدمتونه برابرول. دغه ټول کارونه د اولمپيک لوبو د کوربه هيواد په توګه د چين د کوششونو څرګندونه کوي.

له اووکلونو مخکې د ديبا په نامه د سيلانۍ چارو ادارې چين ته د سفر چارې پرانيستي دي. سلطاني هر کال د ايرانيانو د سيلانۍ ډلې په لارښوونې سره چين ته ځی. هغه تر اوسه پورې چين ته د شل ځله راغلی، د زياتو ځايونو څخه يې ليدنه کړې او ډېرو منظره لرونکو او نامتو تاريخی ځايونو ته يې سفر کړي دي. هغه وويل د چين دودونه او کلتور د ده لپاره ډېر د پام وړ او زړه راکښونکی دی. ده وويل (اواز)

که څه هم ما د زياتو ځلو لپاره چين ته سفر کړی، خو هر ځل چين ته له راتګ مخکې مې د سترګو په لار کې دی. د چين کلتور ډېر راجلبونکی دی. سره له دې چې زه ډېر زيات چين ته راځم، خو چين لا هم زما خوښېږي. زما په نظر هر ځل چې زه چين ته راځم نو د چين د کلتور په اړه زما مينه نوره هم زياتېږي.

ښاغلي سلطاني چين ته د سفر چارو تر سره کولو په بهير کې له زياتو چينايانو سره ژوره دوستی ټېنګه کړې ده. هغه وويل (اواز)

زما په أند چينايان ډېر ميلمه پال او مهربانه خلک دی. هر وخت د دوی مسکا تر سترګو کېږي. نو ما له زياتو چينايانو سره ښه دوستي ټينګه کړې ده چې زما لپاره ډېر ارزښت لري.

هغه وويل هر ځل چين ته راځي، د چين پرمختيا او بدلون احساسوي. هغه وويل (اواز)

چين د اولمپيک لوبو د ښه تر سره کيدو لپاره زيات کوششونه کړي او د ټولې نړۍ د خلکو درناوی يې تر لاسه کړی دی. زه هيله لرم چې چين په بيلا بيلو ساحو کې نور برياليتوبونه تر لاسه کړي او د چين د اولمپيک لوبو لوبډلې ښې پايلې لاس ته راوړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040