په بېجينګ کې د يو عام داوطلب هيله

cri     (GMT+08:00) 2008-08-28 16:50:45

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه ليلا هرکلی کوم! د اولمپيک د هرې دورې لوبو بريالي جوړول د داوطلبانو له کارونو او اغيزمنو خدمتونو سره نژدی اړيکې لري،د بېجينګ د اولمپيک په لوبو کې همدغسی کسان ليدل کېدل. د اولمپيک لوبو د نړيوالې کميټې مشر جاکوس روګ د بېجينګ د اولمپيک لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې وويل موږ د اولمپيک هيلې د تر سره کولو په وخت کې بايد له بې شمېره داوطلبانو څخه مننه څرګند کړو. د دوی له خدمتونو څخه پرته به زموږ د اولمپيک هيلې تر سره نه شي.

د بېجينګ د اولمپيک لوبو او د معيوبينو د اولمپيک لوبو په ترڅ کې به د لوبو لپاره سل زره تنه داوطلبان ، څلور سوه زره ښاري داوطلبان ،يو مليون تنه ټولنيز دواطلبان او د لوبغاړيو د هڅولو لپاره دوه لکه تنه داوطلبان د چين او بېجينګ په استازيتوب د جمنازيومونو او سپورتي ډګرونو په دننه او بهر کې خدمتونه وړاندی کړي. ٢٤ کلن ځوان ين ليانګ له دغو عامو داوطلبانو څخه يو دی. هغه د چين د ګرځنده مخابراتی ډلې د بېجينګ شرکت يو عام کارکوونکی دی او تر اوسه يې ٢ کاله کار تر سره کړی. د خپل شرکت د داوطلبانو د غوښتنې تر اوريدلو وروسته يې سمدلاسه خپل نوم ثبت کړ. ين ليانګ د تېر جولای له پيل څخه تر اوسه پوری تل په سړک کې د داوطلبانو په خدمتي مرکز کې خپلې چارې تر سره کوي. هغه وويل

( أواز ١ )

کله چې دغه أسمانی رنګه کالی اغوندم ، ډېر د خوښی احساس کوم . پخوا مې دغه شان فرصت نه درلود چې په واقعی توګه د اولمپيک په لوبو کې ګډون وکړم، خو نن

ورځ له نورو داوطلبانو سره يو ځای کورنيو او بهرنيو سيلانيانو ته خدمتونه وړاندی کوم او دوی ته د اولمپيک لوبو په اړه معلومات برابروم. زه په زړه کې ډېره خوشحاله يم.

د اولمپيک لوبو په ترڅ کې د بېجينګ ښار په سړکونو کې په جلا جلا توګه د داوطلبانو څه د پاسه پنځه سوه خدمتي مرکزونه ځای پر ځای شوي چې په هر مرکز کې لسګونه داوطلبان د نړۍ د بېلا بېلو ځايونو سيلانيانو ته د ژبو ژباړلو، د معلوماتو برابرولو او د بيړنيو خدمتونو په ګډون يو لړ خدمتونه وړاندی کوي. په دغو مرکزونو کې داوطلبان په دوه برخو ويشل کېږي چې يوه برخه يې د بېجينګ د ګرځنده تليفون شرکت له خوا د مخابراتي ضمانت لپاره استول شوی داوطلبان دی او بله برخه يې په ښوونځيو او پوهنتونونو کې د زده کوونکو له خوا جوړ شوی ټولنيز داوطلبان دي. ين ليانګ وويل ( أواز ٢ )

زده کوونکي داوطلبان په عمده توګه وګړيو ته د اولمپيک لوبو د ستيډيومونو او جمنازيومونو د بنسټيزو معلوماتو او د اولمپيک لوبو د حالاتو په ګډون يو لړ معلوماتي خدمتونه وړاندی کوي. موږ په عمده توګه سيلانيانو ته ځيني ځانګړی او مخابراتي معلومات برابروو .

ين ليانګ په بريالۍ توګه د داوطلبانه کارونو د تر سره کولو لپاره په هر اړخيزه توګه تياريانی نيسي چې کورنيو او بهرنيو سيلانيانو ته غوره خدمتونه وړاندی کړي. هغه د سيلانيانو د تخنيکي ستونزو د حل لپاره زيات شمېر ځانګړی کتابونه لوستلی او هره ورځ بدن روزنه تر سره کوي.

له يوې مياشتې راهيسی د داوطلبانو کارونه ين ليانګ ته زياتی خوشحالی رسولی دی. هغه خبريال ته وويل ( أواز ٣ )

په بېجينګ کې د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک لوبو د جوړولو فرصت قيمقی دی او زما لپاره د داوطلب په توګه دغه کاري موده هم د قدر وړ ده.

د ين ليانګ په اند که څه هم هر تن د سپورټ غوره توان نه لري چې د خپل هېواد لپاره طلايی مډال تر لاسه کړي، خو د يو عام وګړی په توګه به لاهم د خپلې پوهې له لاری د اولمپيک لوبو لپاره خدمتي فرصت ولري او له دی څخه به خوښي تر لاسه کړي. ( أواز ٤ )

د داوطلبانو موسکا د بېجينګ د پېژندنې يو ډېر ښه کارت دی ! زه خوشاله يم چې د اولمپيک په لوبو کې ګډون او خدمتونه کوم .

ګرانو اورېدونکو، زما د اولمپيک لوبو د پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه ليلا يم ، روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040