د بهرنيو خبري رسنيو په اند نړيوالو د بېجينګ د اولمپيک لوبو له لارې د چين په اړه زيات معلومات تر لاسه کړيدي

cri     (GMT+08:00) 2008-08-30 21:24:51

د فرانسې او هسپانيا په شمول د يو شمېر هېوادونو خبري رسنيو د روانې مياشتې په شپږويشتمه نېټه د بېجينګ د اولمپيک لوبو په هکله زيات راپورونه خپاره کړل او و يې ويل چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو په تر سره کولو سره چين نړۍ ته نژدی شوی او نړيوالو هم د چين په اړه ډېر معلومات تر لاسه کړي دي.

د ليکويپی په نامه د فرانسې يوې سپورتي ورځپاڼې په همدې ورځ يوه مقاله خپره کړه چې عنوان يې و ، چين د غره څوکې ته پورته کړې ده. په دغه مقاله کې ليکل شوي چې چين په بريالۍ توګه د اولمپيک لوبې تر سره کړي او د اولمپيک د دغې دورې لوبې به د اولمپيک په تاريخ کې تړاويز اهميت ولري.

د وانګواد په نامه د هسپانيا يوې ورځپاڼې د يوې تبصرې په خپرولو سره وويل د بېجينګ د اولمپيک لوبو تشکيلاتي کارونه ډېر منظم وو او د اولمپيک لوبو لپاره د چاپېريال ساتنې کارونو هم ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. چين د سرو زرو يوپنځوس مډالونه لاسته راوړلي چې شمير يې د لومړۍ ځل لپاره له امريکا څخه اوښتی او په نړۍ کې يې لومړی ځای ونيوه. د ستېت په نامه د هسپانيا يوې بلې ورځپاڼې په خپله يوه مقاله کې ليکل شوي چې د چين د وګړيو تر منځ سپورت او ورزش ډېر دوديز دی او د سپورت بېلا بېل ډولونه ليدل کيږی.

د اندونيزيا هانديلسبلت په نامه ورځپاڼې په شمول د اندونيزيا يو شمېر خبري رسنيو د روانې مياشتې په شپږويشتمه نېټه د تبصرو په خپرولو سره وويل د

بېجينګ د اولمپيک لوبو د جمنازيمونو ډيزاينونه ډېر په زړه پورې دي او د بېلا بېلو سياليو بهير په عادي توګه تر سره شوی چې له دې څخه د چين پياوړی توان څرګند شوی دی.

د سينګار يو شمېر ورځپاڼو په همدې ورځ په جلا جلا توګه د مقالو او عکسونو په خپرولو سره وويل د بېجينګ د اولمپيک لوبو ښکليتوب د حيرانتيا وړ دی او زياته يې وکړه چې د افريقايی لوبغاړيو لخوا تر لاسه شوی برياليتوبونه د بېجينګ د اولمپيک لوبو له بشپړو تشکيلاتي کارونو سره نژدی تړاو لري.

د فليپين د مانيلا ټايمز ورځپاڼې په همدې ورځ يوه مقاله خپره کړه چې عنوان يې و د بېجينګ بيساری اولمپيک لوبې. د اولمپيک لوبو په بهير کې د زرګونو تنو داوطلبانو خدمتونو نړيوالو ته ژوره خاطره پرې ايښې ده.ويل کېږي چې د امنيت ساتنې کار پخپله يو ستر برياليتوب دی.

د فيلستار په نامه د فليپين ورځپاڼې چې په انګليسی ژبه چاپيږي او په دغه هيواد کې يوه ډېره اغيزمنه ورځپاڼه هم ده ، د اګست په شپږويشتمه نېټه د يو مشهور ليکوال يوه ليکنه خپره کړه او پکی ليکل شويدي چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو برياليتوبونو د چاپېريال ساتنې او ښاري جوړونې په شمول برخو کې چين ته د خوښۍ وړ بدلونونه رسولي دي. د اولمپيک په دغو لوبو کې د چين لخوا څرګند شوی ټينګ هوډ د فليپين لپاره د زده کړې وړ دی.

پر دې سربيره، د امريکا، مکسيکو، کولمبيا او بوليويا په شمول د يو شمېر هېوادونو خبري رسنيو هم په جلا جلا توګه د مقالو په خپرولو سره د بېجينګ د اولمپيک لوبو د ترتيبولو کارونو ستاينه وکړه.

د يو بل خبر له مخې، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې اوسېدونکو چينايانو او زده کوونکيو د اګست په څلورويشتمه نېټه د بېجينګ د اولمپيک لوبو د پای ته رسېدو په مناسبت د لمانځنې بېلا بېل فعاليتونه ترسره کړيدي . د بېلګې په توګه په نيويارک کې اوسېدونکو چينايانو د اګست په څلورويشتمه نېټه د لمانځلو فعاليتونه تر سره کړل او دا يې څرګنده کړه چې چين د لومړی ځل لپاره د سرو زرو مډال په ليست کې لومړی ځای ونيو، دا په ټوله نړۍ کې د چينايانو د خوښۍ او وياړ لامل وګرځېد.

په جاپان کې يو شمېر چينی زده کوونکيو د چين په سفارت کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د پای مراسم وکتل او و يې ويل د اولمپيک لوبو برياليتوب نه يوازی د سپورت او ورزش برياليتوب بلکی د چين د اقتصاد او معنوي تمدن د پرمختګ ستر برياليتوب هم دی.

په ميانمار کې د چيني سوداګرانو د ټولنې مشر لای سونګ شنګ د روانې مياشتې په پنځه ويشتمه نېټه وويل په سه چوان ولايت کې له سختې زلزلې وروسته له زلزله ځپلو وګړيو سره د مرستې او د زيانونو د کمښت لپاره د چينايانو يووالی او د هېواد پياوړی توان څرګند شوی و ، د بېجينګ د اولمپيک لوبو برياليتوب يو ځل بيا نړۍ ته د چين وتلی توان ښکاره کړی دی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040