نورا جونز

cri     (GMT+08:00) 2008-09-12 18:26:56

نه پوهېږم ولې؟

 

مينه د دې په پرتله ډېره زياته ده

 

د لمر ختل

 

د بی خوبۍ شپه

 

(NorahJones) نورا جونز په ١٩٧٩ کال کې د امريکا په نيويارک کې زيږيدلې ده. کله چې دا پنځلس کلنه شوه، په يو نامتو هنری ښوونځي کې يې د نندارې او ليدلو احساساتو د هنر په زده کړه پيل وکړ. هغې په ښوونځي کې په پر له پسی دوو کلونو کې د غوره سندر غاړې په توګه جايزې تر لاسه کړې او په ٢٠٠٠ کال کې يې د بلو نوټی(Blue Note) په نامه د امريکا د جاز(Jazz) موسيقۍ جوړونې په يو نامتو شرکت کې هنری دنده پيل کړه چې د جاز موسيقۍ په شرکت کې د جاز تر ټولو ځوانه ښځينه سندرغاړه بلل کېده.

په ٢٠٠٣ کال کې نورا جونز خپله لومړی سي دي خپره کړه چې د ګرامی (Grammy) اټې جايزه يې تر لاسه کړه. د هغې اواز ډېر نرم دی او سندرې يې اوريدونکيو ته ټينګ او ښکلی احساسات رسوي. په ټوله نړۍ کې د دې لومړۍ سي ډي پلورنې شمېر نهه مليونو ته ورسيد او د امريکا د غوره سندرو په ليست کې يې پر له پسی اته څلويست اوونۍ ځای ونيو. له دې وروسته دا په يوه ډېره مشهوره سندرغاړې بدله شوه او زيات شمېر مينه وال راجلب کړل. نورا جونز په ٢٠٠٤ کال کې د کورنۍ احساساتو په نامه يو سي ډي خپره کړه. هغې د سي دي د نوم په هکله هيله څرګنده کړه چې هر څوک د سندرو له اوريدلو وروسته د کورنۍ احساسات ولري.


1 2 3 4
اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040