په ګوانګ جو ښار کې د تور پوستی مسلمانان

cri     (GMT+08:00) 2008-10-15 18:17:29

د چين په ګوانګ جو ښار کې د تور پوستي مسلمانان زيات دي. که څه هم دوی بېلا بېل خوب لري، خو د يو شان مذهبي دين له امله کله کله د شاو دونګ اينګ په جومات کې راغونډيږي. د چين له خوا جوړ شوی زيات توليدات د دوی له لاری نورو هېوادونو ته ليږدول کيږي، د اټکل له مخې تر ٢٠١٠ کاله پوری به په ګوانګ جو ښار کې د ميشتو بهرنيانو شمېر له دوه لکو څخه زيات شي.

د شياو دونګ اينګ جومات د ګوانګ دونګ ولايت د ګوانګ جو ښار د شياو دونګ اينګ په لاره کې پروت دی، هره ورځ د تور پوستی مسلمانان د ادا کولو لپاره دغه جومات ته ځي او پکې يو له بل سره پېژني چې له امله يې د دوي سوداګرۍ ته هم ګټه رسيږي.

د نايجيريا ٢٩ کلن ګاو حاجي چې له دريو کلونو راهيسی په چين کې ژوند کوي چې پخوا يې د حج مراسمو د تر سره کولو لپاره سعودي عربستان ته تللی او ور پسی يې په چين کې ژوند کړی دی.اوس ښاغلی ګان حا جي په ګوانګ جو ښار کې د جامو په سوداګرۍ بوخت دی او په عمده توګه د ګوانګ جو ښار جامې عربی متحده اماراتو ته ليږي .هغه وويل : زما دوستان ويلی و چې زه نړيوال سوداګر شوئ يم ، خو دغه نوم زما خوښ نه دی ،هغه زياته کړه :که څه هم مې ښه پايله تر لاسه نه کړه، خو زه هم باور لرم چې په ګوانګ جو ښار کې خپل نيکمرغۍ ژوند ومومم.

د ګوانګ جو د هوي قوم د څېړونکي ټولنې يو مسئول وويل : د شياو دونګ اينګ په جومات کې د د يو شمېر زياتو تور پوستي د زياتو مسلمانانو راغونډېدل د نړيوال کېدو بهير ته د ګوانګ جو د ننوتلو يوه مهمه نښه ده.د چين او افريقا ترمنځ په

سوداګرۍ کې د ګونګ جو زيات نساجی او الکترونيکي توليدات د دغو مسلمانانو له خوا افريقايې هېوادونو ته ليږل کيږي چې د صنايعو د ښه والي لپاره مهم رول ولوبوي.دوی د ګونګ جو ښار د پرمختګ لپاره خپل مهم خدمتونه کوي.

په ګوانګ جو ښار کې پر يو شان مذهبی دين له امله بهرنيو مسلمانانو د ګونګ جو د هوي قوم له وګړيو سره د نظريو تبادله کړې ده. د شياو دونګ اينګ جومات هم په دغه بهير کې خپل مهم رول لوبوي.د دغه جومات امام وويل : د شياو دونګ اينګ جومات په ګوانګ جو ښار کې د تور پوستي مسلمانانو له کور سره يو شان دی چې زيات شمېر د تور پوستي زيات مسلمانان پکې د سوداګرۍ په اړه ګډو موافقو ته رسيدلې دي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040