د شانګ ده د لمري انرژۍ د بريښنايي توکيو د شرکت مشر شي جېنګ ژونګ

cri     (GMT+08:00) 2008-10-29 19:56:57

شي جېنګ ژونګ د جيانګ سو ولايت په يانګ جونګ کې زېږېدلی او په نولس سوه او دری اتيايم کال کې له جي لين پوهنتون څخه فارع شو. په نولس سوه او شپږ اتيايم کال کې يې د چين د علمی اکاډمی د ماسترۍ درجه تر لاسه کړه او په نولس سوه او اته اتيايم کال کې يې د استراليا د نوی جنوبی ويلش له پوهنتون څخه د ډاکترۍ درجه تر لاسه کړه. هغه په دوه زرم کال کې بېرته چين ته راستون شو او په دوه زره او لومړی کال کې يې په وو شي ښار کې د شانګ ده په نوم د لمري انرژۍ د بريښنايي توکيو شرکت جوړ کړ.

شي جېنګ ژونګ د نوی انرژۍ په برخه کې يو پيغام وړونکی او د لمري انرژۍ له لارې د بريښنا توليدولو په برخه کې يې د چين او نړۍ ترمنځ واټن پنځلس کلونه کم کړي دي.

دغه شرکت د جوړېدو له څلورو کلونو وروسته د امريکا بازار ته ننوتلی دی او دا د چين لومړی شخصي تصدی ده چې د امريکا د ونډو په لست کې شامل شوې.

د شي جېنګ ژونګ په أند چين د لمري انرژۍ د بطريو په برخه کې تر ټولو لوی بازار او ښه راتلونکی لري. د شي جېنګ ژونګ برياليتوب د لمري انرژۍ له ځلانده راتلونکي سره نژدی تړاو لري. د ده توليدات نه يوازی په بهرنيو هېوادونو او سيموکې پلورل شوي، بلکې د چين د نوی انژۍ د تخنيکونو يوه ښه راتلونکی يې پرانيستې ده.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040