د نوې هيلې د شرکت مشر ليو يونګ هاو

cri     (GMT+08:00) 2008-10-29 20:00:56

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس غړی او د نوې هيلې د شرکت مشر ليو يونګ هاو وويل زه وياړم چې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د دېرشو کلونو په بهير کې او د چين د کرنې د عصري پرمختګ يو غړی يم.

د نوې هيلې شرکت په نولس سوه او دوه اتيايم کال کې جوړ شو او د ځارويو خوراکونه يې توليدوي. دغه شرکت د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تر ښو اغېزو لاندې ګام په ګام پرمختګ کړی او په پرله پسې دريو کلونو کې د چين په لومړيو پنځو سوو پياوړيو تصديو کې شامل شوی دی. اوس مهال دغه شرکت هر کال اوه ويشت مليارد يوانه عايدات تر لاسه کوي او پنځه څلويښت زره کارکوونکي لري.

سږ کال د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون له دېرشمې کاليزې سره برابر دی. ليو يونګ هاو پدې هکله وويل په تېرو دېرشو کلونو کې که څه هم په چين کې يو شمېر ښې کرنيزې تصدۍ رامنځته شوي، خو د نړيوالې کچې د تصديو شمېر ډېر لږ و. ليو يونګ هاو هيله څرګنده کړه چې په راتلونکو دېرشو کلونو کې په چين کې د کرنې او مالدارۍ يو نړيواله تصدۍ جوړه شي.

ليو يونګ زياته کړه په چين کې د پيسو لګونکيو شمېر ډېر زيات دی او چين تر ټولو لوی بازار لري. د کرنې او مالداۍ نړيوالې تصدۍ بايد په دغه هېواد کې رامنځته شي. دا زموږ د راتلونکو دېرشو کلونو موخه ده او زه هيله لرم چې د دغې موخې د تر سره کولو وخت دومره اوږد نه وي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040