د هنګ أن شرکت مشر شيو ليان جيه

cri     (GMT+08:00) 2008-10-29 20:04:43

ښاغلی شيو ليان جيه نه يوازی د هنګ أن شرکت مشر، بلکې د چين د ولسی سياسی مشورتي کنفرانس غړی او د چين د صنايعو او سوداګرۍ د ټولنې اجرائيوي غړی هم دی. هغه تل خپل ټولنيز مسئوليت په ياد ساتي، تر خپلې وسې پورې د ټولنيزو عامو ګټو په اړه کارونه کار کوي او په فعاله توګه په سياسي چارو کې ګډون لري چې د پانګونې د چاپيريال د ښه والي او د ځايي اقتصادي پرمختګ ته يې ډېر خدمتونه کړي دي.

هنګ أن شرکت له شلو کلونو راهيسې د ښاغلي شيو ليان جيه تر هڅو لاندې د ټولنيزو عامو ګټو د بېلا بېلو کارونو له تر سره کېدو سره د مرستې لپاره سل مليون يوانه برابر کړي دي. دغه شرکت د هو بې، هو نان، ګوانګ شي او فو جيان په ګډون په يو شمېر لېري سيمو کې خپلې فابريکې جوړې کړې او له مخې يې لس زره تنه په دندو ګمارل شوې دي. هنګ أن شرکت په نولس سوه او اوه نويم کال کې د چيني زده کوونکيو د پرمختګ صندوق په جوړولو کې لس مليون يوانه ولګول چې له بکته يې ډېرو بې وزلو زده کوونکيو خپلې زده کړې ته سر ته رسولی دی. په نولس سوه او اته نويم کال کې دچين د يانګځه، نن جيانګ او سونګ هوا جيانګ د سيندونو سيمې سختو سيلابونه ځپلې وې. شيو ليان جيه سمدلاسه له ځن جو څخه بېجينګ ته ولاړ او د هنګ أن شرکت د ټولو کارکوونکيو په استازيتوب يې د څلور مليون يوانو بسپنه او شيو ليان جيه په خپله يو مليون يوانو بسپنه ورکړه.

دوه زره او پنځم کال د هنګ أن شرکت د جوړېدو له شلمې کاليزې سره برابر و. په دغه شرکت کې د لمانځلو لوی فعاليت تر سره نه شو، بلکې د هېواد په بېلا بېلو ځايونو کې وګړيو ته يو لړ ګټور فعاليتونه تر سره شول. بر سېره پردی دغه شرکت يو مليون يوانه برابر کړل چې اړوندو اروګانونو له لارې يې زده کوونکيو ته د جايزو ورکولو پلان جوړ کړ. پر همدې مهال يې د ښار ښو سيمو ته د جايزو ورکولو په پلان کې يو مليون يوانه نور هم پيل کړل. هنګ أن شرکت د راډيويي،فلمي او تلويزيوني چارو د پرمختګ او د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د کلتوري تبادلې د پياوړتيا لپاره شپږ مليون يوانه مرستندويه پيسې هم برابر کړې دي. ښاغلي شيو ليان جيه په دوه زره او شپږم کال کې په خپله د چيو جو د ټول ګټو ټولنې ته د دېرش مليون يوانو بسپنه وکړه.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040