سندرغاړې جانګ لي پينګ

cri     (GMT+08:00) 2009-03-30 19:51:49

د ٢٠٠٤ کال په مارچ کې جانګ لي پينګ د لومړی ځل لپاره د نيويارک د ميترو پوليس په تياتر کې د مادام بوترفری په نامه په مشهوره اوپرا کې عمده رول ولوباوه چې په پايله کې د ګڼ شمير نندارچيانو له خوا وستايل شوه. ياد شوی تياتر په نړۍ کې ډېر شهرت لري او يوازی ډېر غوره لوبغاړې په کې د نندارې وړاندې کولو فرصت تر لاسه کولی شي.

جانګ لي پينګ چې سږ کال يو څلويښت کلنه ده، د چين په هوبی ولايت کې زېږيدلې او په ماشومتوب کې يې له سندرو ويلو او نڅا سره ډېره مينه درلوده. خو په هغه وخت کې يې د اوپرا په اړه هيڅ معلومات نه درلودل. دې د خپل پلار په اغيزه له بېجينګ اوپرا سره مينه وموندله.

زما پلار له چينی اوپرا سره ډېره مينه لري. نو د خپل ماشومتوب په موده کې مې په غوږونو کې د پلار لخوا د بېجينګ ويل شوې اوپرا تيريده چې له امله مې يې له چينی اوپرا سره ډېره مينه پيدا شوه.

کله چې جانګ لي پينګ لس لکنۍ ته ورسېده، د لومړی ځل لپاره يې د مادام بوترفري اوپرا واورېدله، سره له دې چې په شعرونو يې نه پوهېده. خو بيا هم د دغې اوپرا ښکلو سندرو پرې اغېزه وکړه. له دې وروسته جانګ لي پينګ له اوپرا سره زياته مينه وموندله.

په ١٩٤٩ کال کې جانګ لي پينګ د چين د موسيقی مرکزي پوهنتون د اوپرا له څانګې څخه فارغه او په دوهم کال کې د کانادا د وانکوور د موسيقې پوهنتون لخوا ومنل شوه. په ١٩٩٢ کال کې يې د هنرمندۍ اجازه ليک تر لاسه کړه. له دې وروسته جانګ لي پينګ د وانکوور د اوپرا په تياتر کې شامله شوه او د اوپرا په نړيواله صحنه کې يې په نندارې پيل وکړ. جانګ لي پينګ د سندرو ويلو په اړه د خپلو تجربو د يادونې په وخت کې وويل: په صحنه کې د لوبغاړو ښکلي سندرې د نندارچيانو سترګو د جذبولو يوازنی لامل دی. سندرغاړې بايد په خپل زړه سندرې ووايی چې په پايله کې د نندارچيانو زړونه راجلب کړی شي.

د جانګ لي پينګ په زړه پوړې اوازونو او د نندارې غښتلی مهارتونو د بېلا بېلو هېوادونو د نندارچيانو مينه راجلب کړې ده. جانګ لي پينګ لومړی چينی سندرغاړه ده چې د بريتانيا د اوپرا په امپراتوری تياتر کې يې د يوه عمده رول په توګه ننداره وړاندې کړې ده.

جانګ لي پينګ د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې نندارې وړاندې کړې او بېلا بېل رولونه يې لوبولي دي. د دې برياليتوبونه د زياتو ستونزو په ليري کولو سره تر لاسه شوي دي. اوس جانګ لي پينګ د يو کال په اوو او يا اتو مياشتو کې په نندارو بوخته وي، نو د خپل زوی د ساتلو لپاره وخت نه لري. خو زوی يی د خپلې مور په چارو پوهاوی لري. يو وار يی زوی ورته وويل: تاسی يوازی په بهر کې کار کوي، ډېره ستړې ياست.

په کور کې مو پلار زما سره ملګری دی، نو دا ډېر ښه دی.

په ٢٠٠٦ کال کې جانګ لي پينګ د چين د موسيقۍ د مرکزي پوهتون په بلنه د يوې ښوونکې په توګه وټاکل شوه. اوس دا له نندارو څخه په فارغ وخت کې د ځوانانو په روزنه بوخته وی او د دی تر څنګ په چين کې د لويديځی اوپرا د خپرولو لپاره هم کوښښ کوي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040