د چين د شان دونګ د چيو فو جومات

cri     (GMT+08:00) 2009-05-21 15:59:22

 چيو فو د چين د شانګ دونګ ولايت په جنوب لويديځ کې پروت دی چې دوه نيم کاله دمخه د چين په تاريخ کې د چون چيو يعنی د پسرلي او مني په نامه دوره کې د لو ملک پلازمينه وه او د چين د لوي متفکر کونفوسيوس ټاټوبی هم دی. دغه ښار د ختيځ بيت المقدس په توګه بلل کيږي ، په دې ښار کې د چين د بېلا بېلو قومونو وګړي اوسيږي چې پکې مسلمانان هم شامل دي او دلته نيکمرغه ژوند کوي.د چين د مسلمانانو په ننني پروګرام کې به تاسو ته د چيو فو جومات په باب لږ څه معلومات وړاندې کړو.

د چو فو جومات د مينګ امپراطورۍ په منځنۍ موده کې جوړ شوی چې تر اوسه پورې پنځه سوه کلن تاريخ لري.له دی امله چې د اوږدې مودې لپاره نه دی ترميم شوی ، د تېرې پيړۍ په پای کې د دغه جومات په لويديځ کې يوازی يوه ودانۍ پاتی شوې وه.د تېرې پيړۍ له لسمې لسيزې څخه تر شلمې لسيزې پورې هغه ټولګی جوړ شو چې د هوي قوم مسلمانو ماشومانو ته د عربي ژبې، قران کريم او حديث او شريعت په باب درسونه ور کړی شوي وو.

د دغه جومات د اداري کميټې مشر وانګ جاو شون وويل چې په هغه وخت کې جومات ډېر ساده وو . هغه وويل:پخوا د جومات شرطونه ډېر بد وو او ټول ودانۍ يې له کاشيو څخه جوړې شوی وې.د دغه جومات د لويديځې ودانۍ دروازه ختيځی خوا ته مخامخ وه. په ١٩٤٠ کال کې د سيلاب له امله د قرائت کوټه ويجاړه شوی او درس بند شوی و.

د ٢٠٠١ کال په پسرلي کې د سيمه ايز حکومت او اړوندو څانګو تر ملاتړ لاندې د

دغه جومات د بيا جوړولو او لويديځي برخې ته د پراخوالي پرېکړه وشوه. د نوی جومات مساحت دری زره دری سوه او اتيا مربع متره دي چې د عمده ودانۍ مساحت يې نه سوه او اووه مربع متره دی چې دوه پوړونه او عربی ساختمانی شکل لري.سربېره پردی د ازادن څلی ، د کتبي ليکونو ايښودلو څپرې ، کتابتون او نورې ودانۍ هم جوړې شوی دي . ښاغلي وانګ د دغه جومات د بيا جوړولو د يادونې په ترڅ کې وويل :په ٢٠٠٠ کال کې د چيو فو ښاروالي يو شپږ تنيزه کاري ډله جومات ته ليږلی ده او د هغه حالت له کتلو وروسته يې د جومات د بيا جوړولو پرېکړه وکړه چې د جومات شرطونه له ټولنيز پرمختګ او د کونفوسيوس مکتب د خپرېدو له عمومي فضا سره سمون وخوري.

د دغه جومات بيا جوړونې د سيمه ايزو مسلمانانو د مذهبي مراسمو د تر سره کولو اړتيا پوره کړی په تېره بيا د شي ګوان د قومي سيمې کې اوسېدونکيو ته يې اسانتياوې برابرې کړي دي. د معلوماتو له مخې په دغه سيمه کې نفوس څه باندې دری زره او څلور سوه تنه دي چې پکې د هوي قوم دوه زره تنه مسلمانان دي چې د دغه ښار د هوي قوم وګړيو د عمومي شمېر په سلو کې اتيا برخه نيسي، نو دغه جومات جوړونه د خلکو له خوا ور ته تود هر کلی وويل شوه.

زمونږ خبريال په جمعه کې جومات ته تللی او ويې ليدل چې لمونچ کوونکي ډېر دي .ما يوو جن د لمونځ وروسته زمونږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل : د جومات د بيا جوړونې د هغه خبر له اوريدو وروسته مو ډېر خوشحاله شو ، نو په شوق او ذوق سره مو خپلې پيسې راغونډې کړې دي. له دی وروسته هره ورځ د لمونځ لپاره جومات ته ځم ، ځکه چې دغه جومات ډېر لوی او زما کور ته نژدی هم دی.

ښاغلي وانګ خبريال ته وويل چې نه يوازی سيمه ايز مسلمانان په دغه جومات کې عادی مذهبي فعاليتونه تر سره کوي بلکې د نينګ شيا ، ګان سو او شين جيانګ د اويغوري قوم د خپلواکې سيمې مسلمانان هم په دغه جومات کې لمونځ کوي. که دوي له ستونزې سره مخامخ شی ، د دغه جومات اداري څانګې هم ور سره مرستې وکړي چې له امله يې جومات د دوي د کور په توګه بلل کيږي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040