په لويانګ کې د چين د مودان ګلانو ننداره

cri     (GMT+08:00) 2009-05-29 16:33:41

ګرانو اوريدونکو! السلام عليکم! چين ته د سيلانۍ پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم!

په چين کې يو ګل ډير مشهور دی چې (مودان ) نوميږی. دغه اشرفی ګل د چينايانو ډير خوښيږی. د چين په مرکز د هه نان ولايت لويانګ ښار يو ډير لرغونی ښار دی چې په تاريخ کې څو ځله د امپراطورۍ د سلسلو پايتخت هم ګرځيدلی دی. د دې ترڅنګ په دغه ښار کې اشرفی مودان ګل هم ډير شهرت لري. ځکه چې په دغه ښار کې اقليم متعدل او ښېرازه خاوره لري نو د سترو بزګرانو په روزلو سره دلته ترټولو زيات او ښکلی ګلان ليدل کيږی.

يو زر شپږ سوه کاله دمخه چينايانو له وحشی ځمکو نه اشرفی ګلان خپلو باغونو ته راوړی وو. د ډيرو چينايانو په زړه کې مودان ګل دچين ملی ګل هم ګڼل کيږی. سره له دې چې وخت ژر تيريږی خو د مودان ګل حيثيت هيڅکله نه دی بدل شوی. د چينايانو په زړه کې د مودان ګل اغېزه او حيثيت د نورو ګلانو په پرتله ترټولو لوړ دی.

د لويانګ په لرغونی ښار کې مودان ګل د دغه ښار يوه نښه ده . دغه اشرفی او ښکلی ګل د لويانګ ښار د پېژندنې يو کارډ هم دی.

په لويانګ ښار کې مودان ګل روزل او کتل هم يو لرغونی دود دی. يو زر کاله دمخه د لويانګ مودان ګل په چين کې ډير شهرت موندلی و. له ١٩٨٣ کال راهيسی په لويانګ ښار کې هر کال د مودان ګلانو فيستوال ترسره کيږی. د دغه فيستوال پيمانه او کچه کال په کال لوړيږی. اوس هر کال ګڼ شمير سيلانيان او سوداګران لويانګ ته سفر کوي .

د لويانګ ښاروال ښاغلی ګو هونګ چانګ په دې اړه وويل:

(لومړی اواز)

تراوسه پوری په لويانګ کې د مودان ګلانو فيستوال يو ګډ فعاليت بدل شوی چې په کې ښکلیو ګلانو کتل، اقتصادی تګ راتګ ، ساعت تيری او سيلانی شامل دي. په ٢٠٠٧ کال کې دغه فيستوال د چين د ګلانو له لسو لويو فيستوالونو څخه وګڼل شو او په ٢٠٠٨ کال کې د هيواد د غيرمادی اثار په توګه هم ټاکل شوی و.

د هر کال د مۍ په مياشت کې مودان اشرفی ګلان غوړيږی. په دې موده کې لمر او تودوخې د مودان ګلانو د ودې لپاره ډيره مناسبه موده وي. اوس د هيواد له بېلابېلو ځايونو څخه راغلی سيلانيان په خوشحالۍ سره دغه اشرفی ګلانو ننداره کوي .

د جنګ جو ښار يوې سيلانۍ چن لي يان وويل:

(دوهم اواز)

زه فکر کوم چې مودان ګل زموږ د هيواد د ملی ګل مقام لري. زه ډيره خوشحاله يم او د پسرلی د ښکلی هوا بوی احساسوم.

د لويانګ په دوو باغونو کې چې په جلاجلا توګه د ملی ګلانو پارک او شاهی پارک نوميږی، ډير مودان ګلان ليدل کيږی. د لمر په رڼا کې اشرفی ګلان غوړيږی چې ډيرې ښکلی بڼې لري. له امريکا نه راغلی سيلانيان په چينی ژبه د مودان ګلانو ستاينه کوي:

(درېيم اواز)

په لويانګ کې د مودان ګلانو د غوړيدو موده اوږده ده چې د هر کال له مارچ نه تر می پوری وی. د لويانګ په جنوبی غرنی سيمه کې ډير وحشی مودان ګلان هم ليدل کيږی. داسی ښکلی وحشی ګلان د غوړيدو وخت نسبتأ اوږد دی او ګلونه يی هم رنګا رنګ دي.

د هه نان ولايت د سونګ شيان ولسوالی د بای يون غرنی سيمې د ادارې مرستيال وانګ ګوانګ يی وويل:

(څلورم اواز)

د بای يون غرنی سيمې د مودان ګلانو په بڼ کې ډير غرنی وحشی ګلان ليدل کيږی چې د خلکو له خوا د روزل شويو ګلانو په پرتله توپيرونه لري. د دغو ګلانو د غوړيدو موده تر جون مياشتې پوری هم دوام لري.

د دې ترڅنګ په لويانګ کې د مودان ګلانو د فيستوال په موده کې بېلابېلې هنری نندارې هم وړاندی کيږی. ځينی سيلانيان له دغو نندارو سره ډيره مينه لري او د خپل سفر موده هم اوږدوي. يو سيلانی چې وو زون يی نوميږی، وويل:

(پنځم اواز)

د سندرو او نڅاو نندارې ډيرې په زړه پوری ډيرې ښې دي. زه به خپلو ملګرو ته په دې هکله معلومات ورکړم.

ګرانو دوستانو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نيکمرغه اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040