د چين حکومت د شينجيانګ د لږه کيو چارواکيو روزلو ته په درنه سرتګه ګوري

cri     (GMT+08:00) 2009-06-20 12:33:15

 د چين په شمال لويديځ کې د شينجيانګ د اويغوري قوم خپلواکه سيمه يوه داسې سيمه ده چې پکې څو قومونه په ګډه ژوند کوي او د لږه کيو وګړيو شمېر په سلو کې شپېتو ته رسېږي.دلته د اويغوري ، هان، قزاق او هوي په شمول اووه څلويښت قومونه شته دي او د چين د شپږ پنځوسو قومونو د مهمو غړيو په توګه په هوسا توګه ژوند او پرمختګ کوي.

(اواز........) زه به په خپلو راتلونکيو کارونو کې دغه فرصت ته ارزښت ور کړم او له بی وزليتوب څخه زمونږ د ولسوالۍ د بزګرانو د ژغورلو لپاره به خپل خدمتونه وکړم.

د شينجيانګ د اويغوري قوم د لوپو په نامه د ولسوالۍ د کمونيستي ځوانانو ډلې منشي ٢٩ کلن متش اسلام دغه څرګندونې وکړې چې پخوايې د يو ټايپست په توګه خپله دنده پرغاړه درلوده او د سيمه ييز حکومت د ملاتړ او د خپلو کوښښونو له لارې د يو چارواکي په توګه ټاکل شوی چې د ځوانانو په اړه د اړوندو کارونو د تر سره کولو دنده پرغاړه لري.هغه زياته کړه(اواز........) زمونږ حکومت د لږه کيو قومي چارواکيو روزلو ته په درنه سترګه ګوري او د دوي د توان د ښودلو لپاره يې يو ښه ځای برابروي . د حکومت د سيمه ييز قومي خپلواکۍ د تګلارې د پلي کولو له امله مې زيات پوه او عصري تخنيکونه تر لاسه کړي ،د دې ترڅنګ د چين ملي ژبه مې زده کړې وکړه چې په پايله کې مې زيات پرمختګونه تر لاسه کړي دي.

په وروستيو کلونو کې هغه څو څو ځله د مخکنيو تجربو د تر لاسه کولو لپاره د شينجيانګ نسبتأ پرمختللی سيمې ته ورغلی دی. سيمه ييز حکومت د ده د روزلو په موده کې د ده ژوند ته هم ډېره پاملرنه کړې ده. هغه وويل (اواز.......) هغه وخت چې په

نورو ځايونو کې مې کار کوله، پلار مې زوړ او روغتيايي حالت ښه نه و او مور مې هم ډېر زړه وه، نو هېڅا دوي ته پاملرنه وکړه، نو په پوړه زړه مې کار نه وم کړی، سيمه ييز حکومت د دغو معلوماتو له تر لاسه کولو وروسته په ځانګړي توګه ما سره مرسته وکړه.

خو هغه وخت متش اسلام په نورو ځايونو کې د کارکولو پر مهم اهميت نه و پوه شوی . هغه وويل (اواز...........) هغه وخت مې دا نظر درلود چې د دوو کلونو لپاره به په دومره ليری سميه کې کار کولو ما ته هېڅ ګټه ونه رسوي. خو له بېرته راتګ وروسته مې زيات معلومات تر لاسه کړل .

د متش اسلام له قوله ويلي چې د ده په شان ځوان چارواکي زيات وو چې په هامي کې يې کار کاوه، خو اوس مهال ځيني يې د علاقه داريو د مشرانو په توګه ګڼل کيږي او نوره يې د سيمه ييزو مشرانو په توګه ټاکل کيږي .

اوس د شينجيانګ د اويغوري قوم په خپلواکه سيمه کې د لږه کيو قومي چارواکيو شمېر دری لکه او شپېته زره تنو ته رسېدلی چې د دغې سيمې د چارواکيو د عمومي شمېر نيمه برخه نيسي.د دغې سيمې، ښارونو او ولسواليو په ګډون د بېلا بېلو کچو د ولسي کانګرس او حکومت له عمده مشرانو څخه لږه کي قومي چارواکي هم ليدل کيږي او د دغې سيمې په سياسي، اقتصادي او کلتوري چارو کې خپل مهم رول لوبوي.

د هه تيان سيمه چې متش اسلام اوسيږي، يوه داسې سيمه چې په شينجيانګ کې د لږه کي قومي وګړيو شمېر ډېر دی چې د دغې سيمې د نفوس په سلو کې شپږ نوي برخه نيسي. دلته د لږه کيو قومي چارواکيو د روزلو چارو پرمختګ د ګرد شينجيانګ د لږه کيو قومي چارواکيو د روزلو په برخه کې يوه نمونه ده . د هه تيان سيمې د اداري کمېټې ځانګړي چارواکي ايتي اين وويل چې پنځوس کاله دمخه ، په هه تيان سيمه کې د لږه کيو قومي چارواکيو شمېر يوازی څه باندې يو زر او اته سوه تنه و، خو له دې وروسته اوس دغه شمېر څه د پاسه دری زره تنه دی چې د چارواکيو د عمومي شمېر په سلو کې اتيا برخه نيسي. هغه زياته کړه (اواز..........) زموږ د لږه کيو قومي چارواکيو د شمېر د زياتوالي انډول ډېر چټک دی . له دی څخه څرګنديږي چې اړوندې تګلارې په پوره توګه پلی کړی او حکومت لږه کيو چارواکيو ته ډېره پاملرنه کړې ده. اوس د هه تيان سيمې په شمول په ګرد شينجيانګ کې د لږه کۍ قومونو په اړه تګلارې په ښه توګه پلی کوي، نو زمونږ لږ کي قومونه د دغو تګلارو د پلي کولو له امله رسيدونکی ګټې شريکوي، چې د اقتصادي او سياسي چارو په شمول بېلا بېلو برخو کې ګټې تامين شي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040