د مقام په نامه د شينجيانګ د اويغوري قوم د خپلواکې سيمې هنر

cri     (GMT+08:00) 2009-06-30 16:32:08

په ٢٠٠٥ کال کې د شينجيانګ د اويغوري قوم د مقام په نامه هنر رسمأ د م م د يونيسکو سازمان له خوا د بشريت د شفاهي او نامادي کلتوري ميراث د نمونې په توګه وپيژندل شو چې د اويغوري قوم د کلتور، موسيقی ، سندرو او نڅاو، د ژوندانه د عادتونو ، ژبې او اخلاق استازي کوي او خوله په خوله له يو نسل څخه بل نسل ته خپريږي. د دغه ډول هنر ولسي هنرمندانو په وينا د مفهوم له لحاظه او تر يوې اندازې پورې دغه ډول هنر د اويغوريانو د ژوند نښه ، د موسيقۍ او سندرو او نڅا وو له لارې د اويغوري قوم داره المعارف او د چين په کلتوري خزانه کې قيمتي ميراث بلل کيږي.

د شيجيانګ د کاشغر سيمې د يکن ولسوالی چې د چين په لويديځ کې پرته ده، د دوولسو مقامونو په نامه د هنري بڼې د رامنځته کېدو د ټاټوبي په توګه هم ګڼل کيږي.زمونږ خبريال د يوې اوونۍ په پای کې د دغې ولسوالۍ کلتوري ډګر ته ورغلی چې هلته هره اوونۍ ولسي هنرمندان د مقام ننداره کوي، خبريال وليدل چې د نمايش نه مخکې په لوی ډګر کې ښه ګڼه ګوڼه ده.

د مقام موسيقۍ په پورته کېدو سره نندارچيانو هم سندرې ويلې او نڅا يې کوله . ته به وايی چې اويغوري قوم بالکل په سندرو او نڅاوو تکړه قوم دی ځکه له دوو کلنو ماشومانو څخه تر سپين ږيريو او سپين سرو پورې ټولټال اويغوريان په سندرو او نڅاوو کې لوی لاس لری.د دغې نندارې وروسته خبريال له دوو برخه والو ولسي هنرمندانو سره مرکه وکړه چې يو يې دری شپېته کلن روز راريپو او بل يې اويا کلن ترسون نيازوچيري دی. که څه هم دواړه سپين ږيري شوي دي ، خو د هرې اوونۍ په وروستۍ ورځ په دغه ډګر کې د مقام ننداره کوي او د نندارې پرته په زده کوونکيو ته د مقام په هکله درسونه ور کوي . اوسمهال حکومت او خلک د مقام ولسي هنرمندانوډېر درناوي او پاملرنه کوي او هره مياشت د ژوند مرستندويه پيسې ورکوي چې هغوي په ارام ډول د دغه ډول هنر مروجولو او پرمختګ ته دوام کولای شي. سپين ږيري ترسون نيازوچيري وويل : هره مياشت حکومت ما ته څلور سوه يوانه راکوي او د دې ترڅنګ د نندارې له لارې پيسې هم لاس ته راوړي ، نو زمونږ ژوند د پخوا په پرتله تر زياتې اندازې پورې ښه شوی دی.

دوو سپين ږيرو د شينجيانګ د مقام د هنري پلاوي د غړيو په توګه د جاپان او فرانسې نندارچيانو ته ننداره وکړه او په دې وياړ دي چې نړيوالو ته يې د خپل قوم ولسي هنر وښود .سپين ږيري روز راريپو وويل: بهرني نندارچيان زمونږ له کلتور سره ډېره علاقه لري او زموږ د غږېدو د لارو چارو ډېرخوښيږي . ډېر هوډ لرم چې زموږ کلتور په ښه توګه نړيوالو ته معرفی کړم.

د مقام هنر ډېر زړه وړونکی هنر دی او د ولسي جمهوريت له جوړېدو مخکې د ورنکارۍ او تباهۍ په حال کې و. د شينجيانګ خپلواکه سيمه چې ډېری ملی لږه کۍ پکې د سولې په فضا کې ژوند کوي، بډايی نامادي کلتوري ميراثونه لري .د يو لړ دوديزو کلتوري شکلونو د اغيزمنې ساتنې په برخه کې زيات برياليتوبونه تر لاسه شوي دي چې د مقام هنر د دغو غوره کلتوري شکلونو يوه څرګنده نښه ده . له ١٩٥٠ کال راهيسې د چين حکومت د د دوولسو مقامونو د راغونډولو ، أماده کولو او ساتلو لپاره ډېرې هڅې کړيدي. د دغې خپلواکې سيمې د کلتوري ادارې د يوې شمېرنې له مخې په تېرو دوو کلونو کې حکومت هر کال د ملی دوديز کلتور د ساتلو لپاره څه باندې شل مليونه يوانه لګولي دي چې په ټول شينجيانګ کې د نامادي کلتوري ميراثونو د خپرولو او مروجولو لپاره دوه اويا موسسې او ٥٥ نامادي کلتوري ميراثونه ټاکل او د دولت په کچه بېلا بېل هنري وارثان پيژندل شويدي چې له امله يې د مقام او مناس په نامه د ولسي نندارې هنرونه په ښه توګه ساتل او مروج شويدي

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040