د شانګهای په نړيوال نندارتون کې د امريکا غرفې د ابادۍ پر کارونو پيل شوی

cri     (GMT+08:00) 2009-07-17 16:30:49

د سين هوا اژانس د خبر له مخې: د جولای د ١٧ نېټې سهار په لسو بجو د ٢٠١٠ کال د شانګهای په نړيوال نندارتون کې د امريکا غرفې د ابادۍ پر کارونو پيل شوی. د امريکا د سوداګرۍ وزير ګری لوک ، د چين د سوداګرۍ د وزير مرستيال ما شيو هونګ او د شانګهای ښاروالۍ دايمي مرستيال يانګ شيونګ د ابادۍ د پيل په مراسمو کې ګډون درلود.

امريکا په تېره اوونۍ کې په رسمي توګه په شانګهای کې د ٢٠١٠ کال د شانګهای د نړيوال نندارتون له تشکيلاتي کميټې سره د ګډون تړون لاسليک کړی. د امريکا د يادې شوی غرفې اصلي موضوع دوام ، د ډلو ترمنځ همکاری ، روغتيا او د چاپيريال ساتنه او په امريکا کې د اوسېدونکو چينايانو ټولنه ده.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040