د شينجيانګ په اړه نندارتون د پاملرنې وړ دی

cri     (GMT+08:00) 2009-07-23 18:13:59

 د شينجيانګ د اويغوري قوم د خپلواکې سيمې په اورمچي ښار کې د جولای په ٥ نېټه د وهلو، ماتولو، لوټمارۍ او سوځولو پېښو د شينجيانګ سولې، سمسورتيا ، ثبات او د خلکو ژوند او شتمنيو ته ډېر زيات زيانونه رسولي دي. د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د شپېتمې کاليزې د نمانځنې لپاره د داخلي مغولستان، د ګوانګ شي د ځوانګ قوم ، د نينګ شيا د هوي قوم او د شينجينګ د اويغوري قوم په خپلواکو سيمو کې د تر لاسه شويو پايلو نندارتون چې په وروستيو ورځو کې په بېجينګ کې تر سره شو، د واقعيتونو د ښکاره کېدو له لارې په شينجيانګ کې تر لاسه شوې پايلې وښودل شولې .له دغه نندارتون څخه څرګنديږي چې ملی يووالي او ثبات د ټولنې د پرمختګ بنسټ دی . زموږ په ننني پروګرام کې به تاسو ته د ننني شينجيانګ په باب لږ څه معلومات وړاندې کړو.

د شينجيانګ غرفې د چين د بېجينګ د هغه کلتوري ماڼۍ په ختيځ کې پروت دی چې د بېجينګ له لسو مشهورو ودانيو څخه يوه ده، او مساحت يې نژدې اته سوه مربع متره دی .ډيزاينر د غرفې د جوړولو په ترڅ کې د اسلامي ساختماني شکل ، اړوندو انځورونو او لاينونو په کارولو سره ښه فضا جوړه کړې . دغې غرفې ته ننوتلو وروسته لومړی پردوو ديوالونو باندې د ګاو چانګ په نامه د لرغوني ښار،په واورو پټ شوي غرونه او په صحرا کې د چمنونو په ګډون د شينجيانګ د ښکليو منظرو په اړه عکسونه ليدل کيږي . د غرفې په منځ کې په لويه پرده کې د ښکلي شينجيانګ په نامه مستند تصوير خپريږي او د پردې په دوو خواوو کې د شينجيانګ د ٢٤ قومونو له مسکاوو څخه ډک مخونه د سيمه ييزو وګړيو نيکمرغه ژوند څرګنديږي.د ويډيويې فلمونو پر خپرېدو سربېره په غرفې کې د شينجيانګ هغه نجونې چې ښکلی قومي جامې اغوستي دي، نندارچيانو ته د شينجيانګ په اړه مفصل معلومات هم وړاندې کوي.د شينجيانګ د چانګ جي د هوي قوم د خپلواک ايالت نجلۍ تي تينګ تينګ زمونږ خبريال ته وويل : دغه نندارتون شپږ برخې لري چې په جلا جلا توګه يې د پاملرنې وړ وختونه، لوی بدلونونه، په شينجيانګ کې تر ټولو لويې پايلې، هوسا کورنۍ ، د شينجيانګ نوی پړاو او ښه راتلونکی دي. دغه شپږ برخې په عمده توګه د عکسونو، نقايشو او نورو شيانو له لارې په عيني او مفصله توګه خلکو ته له شپږو کلونو راهيسې د شينجيانګ هر بدلون ښکاره کوي.
د معلوماتو له مخې د چين د ولسي جمهوريت له جوړېدو مخکې د شينجيانګ اقتصاد يو داسې سيمه وه چې عمده برخه يې کرنه او مالداری وه ، صنايع يې ډېر وروسته پاتی وو او هېڅ کوم اورګاډی ، فابريکه او کانونه نه وو ، په ځينو ځايونو کې د غلودانو د کمښت حالت په پر له پسی توګه رامنځته وو او د خلکو ژوند بی وزلی هم و، خو له دې وروسته په تېره بيا په ١٩٥٥ کال کې د شينجيانګ د اويغوري قوم د خپلواکې سيمې له جوړېدو وروسته په دغه سيمه کې د اقتصاد په شمول بېلا بېلو چارو چټک پرمختګ کړی دی.
( تي تينګ تينګ زمونږ خبريال ته هم وويل چې شينجيانګ نه يوازې په چين کې يوه داسې لويه سيمه ده چې پکې سرچينې ډېرې زياتې او د اوبو، لمر او کانونو په شمول سرچينې ډېرې بډايې دي، بلکې دغه سيمه ښکلی منظرې لري.زمونږ خبريال د کمپيوټر په وړاندې وليد چې ښاغلي چين او د ده مېرمن د کمپوټر په وسيله د شينجيانګ په اړه ځينی معلومات پيدا کول. هغه وويل: دغه نندارتون د يوې کوچنۍ کړکۍ په شان دی او د شينجيانګ په اړه د لازياتو معلوماتو د تر لاسه کولو په برخه کې خلکو ته اسانتياوې برابروي.هغه زياته کړه مونږ تل غواړو چې شينجيانګ ته سفر وکړو . ويل کيږي چې کاشغر د لرغوني وريښمو لارې يوه مهمه برخه ده او هلته د چين ډېر لوی جومات پروت دی . نو موږ هيله لرو چې له شينجيانګ څخه ليدنه وکړو.همدا اوس مو د کمپيوټر په وسيله د کاشغر ځينی منظره لرونکي ځايونه پيدا کړي دي .
د شينجيانګ د اويغوري قوم د خپلواکې سيمې د ګوندي کميټې د دايمي کميسيون غړي او د تبليغاتو مشر لي اي خبريال ته وويل : روان کال په سوله ايزه توګه د شينجيانګ د ازادېدو له شپېتمې کاليزې سره برابر دی . دغه نندارتون خلکو ته د شپېتو کلونو راهيسې د شينجيانګ بی ساری بدلونونه ښکاره کوي چې ور څخه د چين د قومي خپلواکۍ نظام خوځنده ځواک څرګنديږي.
اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040