د شينجيانګ پېژندلو نښه – تيان شان غره
تيان شان غر د شينجيانګ د يوې نښې په توګه د شينجيانګ په منځنۍ سيمه کې پرته او لوېديځ په لوری قزاقستان ته غځېدلی دی. د تيان شان د غره اوږدوالی دوه زره پنځه سوه کيلومتره دی، پلنوالی يې له ٢٥٠ کيلو مترو څخه تر ٣٠٠ کيلو مترو پورې رسېږي او د سمندر له سطحې څخه يې په منځنۍ توګه له ٥ زره مترو څخه لوړ دی. د تيان شان د غره په واسطه شيجيانګ په دوو برخه ويشل شوی دی چې جنوبي سيمه نان جيانګ او شمالي سيمه بې جيانګ نومېږي.
تيان شان غره
د تيان شان غره عمده څوکه چې بوګدا نوميږي ، د کال په څلورو موسمونو کې په واورو پټه وي ، نو د وګړيو لخوا د واورين سمندر نوميږي . دلته نه يوازی د غره ختونکو غوره هدف دی ،بلکې د سيلانيانو د سيل ښه ځای هم دی.
د تيان شان غره عمده څوکه- بوګدا
د بوګدا په لمنو کې يو ښکلی جهيل هم شته چې تين چه نوميږي او په چينی ژبه د اسمانی جهيل مانا لري ، اوبه يې د واورو او يخو د ويلی کېدو له امله راځي ، نو ډېرې پاکې دي او ته به وايی د يوې هېندارې په توګه روښانه رڼې دي.دغه جهيل نوي متره ژورتيا او د سمندر له سطحې څخه يو زر ، نهه سوه او يو متره جګوالی لری .د جهيل د شفافواوبو په سطحه باندی د واورينې څوکې او دنګو ونو معکوسه سيوری د يو انځور غوندی ښکلی دی ، نو هر کال دلته ډيری سيلانيان راجلبېږي.
تين چه