د شينجيانګ خوراکونه

cri     (GMT+08:00) 2009-07-29 18:08:58

پلو

پلو د اويغوريانو ډير خوښيږی. کله چې دوی پلو خوري، لومړی خپل لاس مينځي. دوی د دسترخان باندې د پلو اېښودلو سره راټوليږي او کېښني. په پلو کې وريجي، د پسه غوښه، پياز او زردګې شاملې وي.

د يو بشپړ پسه کباب

د يو بشپړ پسه کباب په شينجيانګ کې يو ګران او قيمتی خوراک دی. د شينجيانګ د پسه غوښه په نړۍ کې هم شهرت لري ځکه چې خوند يی ډير ښه دی.

کباب

کباب په شينجيانګ کې يو عنعنوی خوراک دی چې په هر واټ کې ليدل کيږی چې پخول کيږی. د کباب بوی ډېر ښه او او زيات خوندور وي .

اش

د شينجيانګ اش چې بان ميان يا لاتياو زه نوميږی، ډېر خوندور دی. د شيجيانګ په اش کې سابه ، غوښه او بېلابېل خوندور توکی او نورې داخلي پخلي مسالې هم ګډوي .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040