موږ او اوريدونکی

cri     (GMT+08:00) 2009-08-06 19:25:28
قدرمنو اوريدنکو په سلامونو مو هر کلی کوم . دا دی يو ځل بيا د مونږ او اوريدونکي د خپرونې وخت را رسيدلی پدې هيله چې د روغتيا په جامو پت اوسئ او د ژوند ټولې چارې په ښه توګه تر سره کړی . پدې خپرونې کې بيا هم د تل په شان ستاسو درنو دوستانو يو ګن شمير ليکونه را سره دي . نو خبرې به ډيرې نه اوږدوم ، ستاسو په ليکونو په لوستلو پيل کوم .

د پښتونخوا له سنځاوي کلي زمونږ يو اوريدنکي غلام جيلاني ساج خپرونې ته يو ګن شمير ليکونه راليږلي دي او ايې چې هر يو ليک راته په جلا جلا توګه خپور کړی ، چې مونز به همداسې وکړو.

په سرکې يې لومړی ليک را اخلم چې د راډيو ټولو کارکونکو ته سلامونه وړاندې کړي او هم د خپرونې يو شمير اوريدونکو هر يو غنم رنګ کوچي ، محمد علي عمري ، قدرت اله جمال ، رفيع الله مندوخيل او ګران ځلاند په جلا توګه سلامونه ته ويلي دي .

غلام جيلانې ورور خپروته يو ښکلی غزل راليږلی دی چې دا به ورته لولم .

باري زبه څرنګه وايم د جانان بد ------کوم سړی دی چې به وايې د ځان بد

هرچې کاندي مسلمان له مسلمان---- تمام عمردې داخته شي په فتنوکې

ګرفتار به په عذاب د کردګارشي -----څوک چې غواړې د دلبرمې يو زمان بد

د ټول قام د قبيلي ناموس پريې بدشي--- چې پيدا شي په ټبرکې يو انسان بد

خپل پردې يار او اشنا تېرينه بيزار شي--- هغه څوک چې واچوي پخپل زبان بد

کورپه کور خوراک پر غم وي عظيمه ------د څښتن د ارتنې چې وې ګذران بد

د ابل ليک د مانسهرې د افغان کډوالو له کمپ څخه د خراسان د کلب مرستيال عبيدالله ( خپلواک) چې مخکې يې صديقي تخلص کولو خپرونې ته راليږلی دی .

خپلواک ورور د چين د نړيوالی راډيو د پښتو څانګې کارکونکو په تېربيا ماته نيکې ته ٢-هيلې او سلامونه وړاندې کړيدي . چې ورته عليکم سلام وايم .

دغه قدرمن اوريدونکی وايې ، چې ستاسو خپرونې په ډير شوق او مينه سره اورو او زياتوي چې دخراسان کلب غړي ور سره ډيره مينه لري .

وړاندې وايې چې : په مانسهرې کې تر ټولو لوی کلب خراسان دی چې اوس مهال ٥٠٠ غړي لري . او دايې هم ويلي چې په راتلونکی يو ه غونډه جوړو او د سي ار ای راډيو مينه والو ،د ښونځي استادانو او يوشمير مشرانو ته پکې د کډون بلنه ورکوو او ددغې غونډې پيغام به د سي ار ای راډيو ته وليږو .

له عبيدالله صديقي وررو نه نړی مننه د لا زياتو همکاريو په هيله يو .

دابل ليک بيا له ميرانشا څخه محمد ظاهر جان راليږلی دی او د خپرونې ټولو کارکونکو ته يې خپل سلامونه ويلي دي .

ظاهر جان ورور وايې چې ستاسو د پروګرام له اوريدو سربېره خو ند هم ترې اخلم . ستاسو د پښتو ژبې سره مينه او پښتو ادب ته خدمت مونږ تل ستايو او دلوی څښتن څخه درته کاميابې او نيکمرغي غواړو .

بيا وايې ، تاسو ته معلومه ده چې زه اوس د سي ار ای راډيو هميشنۍ اوريدونکی او قلمي همکار يم . بيا يې له پښتو او اردو څانګو دواړو ګيله کړيده چې ليکونه درليږم خو تر اوسه ستا سو لخو يو ټوټه کاغذ هم ندې راغلی .

ددغه ورور خط له ګيلو ډک دی او په پای کې ويلي که چيرې تاسو زمونږ د ليک ځواب نه راليږلی نو زه هم اړ يم چې ستاسو سره خپلې اړيکې پرې کړم .

ګرانه وروره ظاهر جانه داسې کومه خبره نه ده چې زمونږ څانکې ستاسو دليک ځواب نه درليږلي خو تاسو پوهيږم پوستې ستونزې ډيرې دې کيدای يو څه وخت ځنډ پکې راشي تاسو پدې مه خپه کيږې . مونږ تل ستاسو د لازياتو همکاريو په هيله يو .

دا ليک هم د مانسهرې له چهړيانوڅخه نوراجان فکري راليږلی دی . په سر کې د سي ار ای ٣- راډيو ټولو کارکونکو ته سلامونه ويلي دي او زياتوي چې خدای دې وکړي زما غريبانه سلامونه قبول او منظور کړی . عليکم سلام وروره ستاسو سلامونه مونږ ته له ملغلرو قيمتي دي . نور جان ورور خپرونې يو شعر راليږلی خو سم لوستل کيږي او زما بښنه دې ومني . په راتلونکې کې کوښښ وکړه چې لږ څه په واضح وليکې . ستاسو له ليک څخه نړۍ مننه .

دا بل ليک بيا د افغان کلتوري بهير مشر او زمونږ هميشني همکار سيد وارث حنفي راليږلی دی . د پښتو څانګې ټولو کارکونکو ته يې خپل د مينې ډک سلامونه ويلي دي .

حنفي ورور وايې چې پروګرامو مو تل په شوق او مينه سره اورو او تل ترې ښه او په زړه پورې معلومات تر لاسه کوو .

بل يې يو وړانديز کړيدی چې د پښتو څانګې اوريدونکي پخپلو ليکونو کې يوازې سلامونه ليږي او بس . دی وايې چې ، زه اوريدونکو څخه هيله لرم ، چې په پروګرامونو نظر واچوي ، په خبررونو تبصره ، پوښتنه او ښه وړانديزونه وکړي .

له حنفي صاحب سره زه هم همغږی يم او زه هم پخپل له اوريدونکو هيله کوم او هم مې کړيده چې د خپرونې د لا ښکلا لپاره په زړه پورې ليکونه او مضمونه را وليږي . له سيد وارث ورور څخه مننه کوم .

د اليک بيا له کابله د عزيزي کلب مشر سيد اعظم عزيزي راليږلی دی . اود خپرونې ټولو کارکونکو ته يې خپل سلامونه ويلي دي .

سيد اعظم ورور د زلزلي د غميزي د يو کال تېريدو له امله د چين دولت او ولس ته زړه تسليت وړاندې کړی او وايې چې پدې غم کې ځان ور سره شريک بولم . او له لوي ( خدای (ج) څخه غواړم چې راتلونکی کې د چين وګړي ياهم د نورو هيوادونو خلک ور سره مخامخ نشي . اود ليک په پای کې د چينې الفبا او پښتوهندارې غوښتنه کړيده .

له سيد اعظم ورور څخه نړۍ مننه د لازياتو همکاريو په هيله يې يو .

٤- او دخپرونې وروستې دوه ليکونه له ژوب څخه ملنګ جار ساپې راليږلي دي . په سر کې د سي ار ای راډيو پښتو څانګې کارکونکو ته ګيډی ګيډی سلامونه وړاندې کړي دي په ځانګړی توګه اياز پرهر ، يوې ، خاټول سپوږمۍ او زلمي ته .

ددغه ورور په ليک کې نور څه نشته يوازې د خپرنيزو توکو غوښتنه کړيده او پای کې يوه لنډې راليږلی خو د ملنګ جار خط سم نه لوستل کيږي پدې هيله چې په راتلونکي کې خپل ليک لږ په واضح ډول وليکي .

ګرانو اوريدونکيو د مونږ او اوريدونكي ددې اونۍ پروګرام په همدې ځاى پاى ته رسيږي ، كه غواړئ چې دغه پروګرام د اونۍ په ترڅ كې واورې او ياهم -زمونږ نور پروګرامونه واورئ ، نو پر انترنټ د پښتو خپرونۍ ويبپاڼه پرانيزئ اود خپلي خوښې پروګرام ولولي او هم كولي شي چې د سې ار ای له ويبپاڼې ڼه بيلا بيل معلومات تر لاسه كړې . هيله ده له سي ار اى سره د خپلو نظريو د شريكولو او دخپرونې په اړه د وړ انديزونولپاره د بريښنا ليک پدې پته تماس ونيسئ

pushtu@chinabroadcast.cn .

او كه غواړې د ليك له لارې له پښتو خپرونې سره تماس ونيـسئ نو كولى شئ چې په اسلام اباد كې د خپرونې پدې پته ليكونه راواستوئ .

G.P.O.Post Box No : 20 17

اسلام اباد ، پاكستان

تر بل پروګرام پورې چې بيا ستاسو چوپړ ته حاضريږو ، تاسو په لوی او بښونکي رب سپارم . بريالي اوسئ .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040