چين امريکا ته د چيني صادراتي ټيرونو دوسيې ته ډېره پاملرنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2009-08-24 16:02:23

د امريکا د نړيوالې سوداګرۍ کمېټې د تېرې جولای په پای کې د سوداګرۍ د استازيو دفتر ته وانديز وکړ چې د چيني موټرونو د ټيرونو ځانګړی ساتنه به محدوده کړي. اوس مهال پر دغې دوسيې پلټنه د کلي په وخت ده او چين دغې دوسيې ته ډېره پاملرنه کوي.

ځانګړی ساتنه يعنی د ټاکلي توکيو پر ضد يو انتقالي تامين ميکانيزم او د ضمانت په اړه ځانګړي تدبيرونه. د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د چين د ولسي جمهوريت د ګډون په تړون کې ليکل شوي چې که د دغه سازمان په غړيو هېوادونو کې د چيني وارداتو شمېر ډېر زيات شي او د دغو غړيو هېوادونو اړوندو صنايعو ته زيانونه او ګواښونه ورکړي، نو داسی غړي هېوادونه کولای شي چې د چيني توليداتو پر ضد تامين تدبيرونه ونيسي.

د امريکا د نړيوالې سوداګرۍ کمېټې د جولای د مياشتې په پای کې د امريکا پر بازارونو د چيني ټيرونو د بدو اغېزو په بهانه ياد شوی دفتر ته وړانديز وکړ چې له چيني ټيرونوڅخه اخيستل شوې ماليې په پرله پسې دريو کلونو کې په جلا جلا توګه په سلو کې پنځه پنځوس، پنځه څلوېښت او پنځه دېرش زياتې شي.

دغه وړانديز سمدالاسه د چين د اړوندو تصديو د شورماشور سبب وګرځېد. د ګيتي ټير شرکت په چين کې په پرله پسې څو کلونو کې د توليد او پلورنې اندازې لومړی ځای نيولی دی او دغه شرکت هر کال امريکا ته څه دپاسه اووه مليون ټيرونه

صادروي. د دغه شرکت اجرائيوي مشر ښاغلي شن وې جيا وويل، که امريکا ياد شوی وړانديز غوره کړي، نو چيني ټيرونه به امريکا ته صادرولای نه شي او دا به اړوندو تصديو ته ستر زيانونه ورسوي.

هر کال زموږ د صادراتو ارزښت اته سوه مليونه امريکايي ډالرو ته رسېږي او دری سوه مليونه يې امريکا ته د صادراتو ارزښت دی. که زموږ د صادراتو ارزښت دغو شمېرونو ته رسېدلای نه شي، نو ښايي چې زموږ په فابريکه کې سامانونه او کارګران بې کاري وي او د تصديو فشارونه به ډېر زيات شي.

د اړوندو ارګانونو د اټکل له مخې، که امريکا د چيني ټيرونو د وارد محدود کړي، نو په چين کې به شاو خوا يو سل زره تنه کارګران تر اغېزو لاندې او حتی بی کاري وي.

د چين په اند د چين له خوا صادراتي ټيرونه د امريکا اړوندو تصديو ته ګواښونه نه دي ورکړي.

د چين د سوداګرۍ وزارت د قاعدو او قوانينو پخوانی مشر او د چين د سياست او قانون پوهنتون ښوونکي جانګ يو چين وويل،

د دغې دوسيې غوښتونکي د امريکا د فولادو د کارګرانو ټولنې غړي دي. دغه کسان د فولادو په توليدولو کې لاس پورې کوي، خو دوی د چين له ټيرونو سره مخالف کوي. بل مخ د امريکا هغه ټولنې چې د اړوندو تصديو د ګټو استازيتوب کولای

شي، د چيني ټيرونو په اړه د امريکايي حکومت له تدبيرنو سره مخالف کوي.

د معلوماتو له مخې، د چين اړوندې تصدۍ هيله لري چې چين په دغه دوسيه کې بريالی شي، خو که امريکا په پای کې پريکړه وکړي چې د چيني ټيرونو محدود کړي، نو دوی هيله لري چې د چين حکومت ورسره مقابلي تدبيرونه هم ونيسي. د ګيتي شرکت اجرائيوي مشر شن وې جيا وويل،

که دغه دوسيه ښه پايله نه وي، زه هيله لرم چې د چين حکومت اړوند تدبيرونه ونيسي. ځکه سوداګري د متقابلو ګټو پر بنسټ ده. که يوه خوا خپله دروازه بنده کړې، خو له بلې خوا څخه د دروازې خلاصولو غواړي، دا به په نړيواله سوداګرۍ کې نه عادلانه وي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040