د بېجينګ د نيو جي په سيمه کې مسلمانانو د روژې د رارسېدو هر کلی کړی دی

cri     (GMT+08:00) 2009-08-26 22:05:50

 د روانې مياشتې د ٢٢ نېټې له سهار څخه د چين په بېلا بېلو ځايونو کې مسلمانانو د روژې مياشتې د رارسېدو هر کلی کړی دی .زموږ د ننني پروګرام په پيل کې لومړی ټولو مسلمانانو ته مبارکي وايو او د روژې په مياشت کې يو لړ پروګرامونه يعنې د روژې د مياشتې په اړه پروګرامونه خپاره کړو .په ننني پروګرم کې به مونږ د بېجينګ د نيو جي سيمې له جومات څخه ليدنه وکړو او وګورو چې د بېجينګ مسلمانان په څه ډول د روژې د رارسېدو هر کلی کوي .

د نيو جي جومات د بېجينګ د مسلمانانو د استوګنې په تر ټولو لويه سيمه کې پروت دی . د روژې د مياشت د رارسېدو يوه ورځ مخکې يعنې د روانې مياشتې د ٢١ نېټې په غرمه په جومات کې ډېره ګڼه ګوڼه وه . د دغه جومات د اداري کميټې مشر وي چون جي وويل :(اواز.......) نن زيات مسلمانان د لمونځ لپاره جومات ته راغلی دي چې زموږ د نيو جي پر مسلمانانو سربېره د هېواد د شمال لويديز له دونګ شيانګ او سالا قومونو او د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې څخه راغلی مسلمانان هم دي .

هغه زموږ خبريال ته وويل ، د نيو جي جومات د روژې د مبارکې مياشتې د رارسېدو لپاره پوره چمتوالی تر سره کړي دي د بېلګي په توګه د جومات پاکول، د روژې د پای ته رسېدو لپاره د خوړو اخيستنه او د روژې په موده کې د مذهبي کارونو ترتيبات .د دغو ټولو کارونو موخه دا ده چې په دغه سيمه کې اوسيدونکي مسلمانان په ښه توګه د روژې په مياشت کې مذهبی مراسم تر سره کولی شي.هغه وويل (اواز.........)موږ د روژې د رارسېدو لپاره د جومات ګوټ ګوټ پاک کړی او د اودس په کوټه کې مو تجهيزات ترميم کړی چې له امله يې مسلمانانو ته د لمونځ اسانتياوې برابرې کړي . سربېره پردې موږ هم د روژې په مياشت کې د أمامانو او اړوندو کارکوونکيو د کارونو د ترتيبولو لپاره يوه غونډه جوړه کړې ده. زموږ کارکوونکو د روژې د ماتې لپاره د چمتوالي کارونه هم تر سره کړي او ميوې، سابه او کب يې اخيستي دي .

مشر وي هم زياته کړه چې ځينې مسلمانان کولی شي چې د نيو جي په سيمه کې د اسلامي خوړو له مرکز څخه د خوړو نيولو لپاره سپارښتنه وکړي او جومات ته وليږي.زموږ کارکوونکي به د روژې د ماتی پر وخت د جومات په وړاندې مسلمانانو ته دغه خواړه ور کړي .د زړو مسلمانانو او هغو مسلمانانو لپاره چې خپلوان نه لري،زموږ جومات به په ځانګړي توګه دوي ته د خوښي وړ اسلامي خواړه برابر کړي .

نه يوازې د نيو جي جومات د روژې د ماتی لپاره ډوډۍ ته ډېره پاملرنه کوي د يوې عامې مسلمانې کورنۍ لپاره هره ورځ ټولو کورنيو غړيو ته د ډوډۍ چمتوالي د يو مهم کار په توګه هم بلل کيږي. د هوي قوم سپين ږيری وانګ جي ايي چې د جومات ته په نژدې ځای کې اوسيږي، زمونږ خبريال ته وويل : د نيوجي سيمه په بېجينګ کې د هوي قوم د مسلمانانو د استوګنې يوه سيمه ده چې نه يوازې يې اسلامي راستورانتونه ،سيوپارمارکټونه، د اسلامي خوړو مرکز او هغه بازار هم شيته دي چې د حلال شويو پسونو او غويو غوښې پلورل کيږي. نو په دغه سيمه کې د مسلمانانو ژوند هېڅ ستونزې نشته. په وروستيو کلونو کې د خلکو د ژوند سويې د لوړوالي له امله د روژې په مياشت کې خواړه هم رنګارنګ او خوند ور دي . هغه وويل (اواز........) اوس مهال په چين کې د خلکو د ژوند سويه لوړه شوې چې له امله يې په بازار کې اسلامي خوراکونه زيات پيدا کيږي. د روژې د نمانځنې لپاره دغه بازار ځانګړی اسلامي خواړه برابروي.

له لومنځه وروسته د جومات د اداري کميټې مشر وي چون جي زموږ خبريال ته وويل : د روژې مياشت يوه داسې مياشت ده چې ټول مسلمانان دې ته تمه لري . هغه باور لري چې دغه مياشت به هرو مرو له نيکمرغۍ او ارامتيا څخه ډکه وي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040