د لرغونيو امپراطورانو د يادونې معبد

cri     (GMT+08:00) 2009-09-28 17:13:46

ګرانو اوريدونکو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم! د پروګرام په دې لړۍ کې به د چين د بېلابېلو په زړه پوری او ښکلو ځايونو په اړه تاسو ته معلومات وړاندی کړم. د دې ترڅنګ به د پروګرام په نننۍ کړۍ کې تاسو ته په بيجينګ کې د لرغونيو امپراطورانو د يادونې معبد په اړه څه ناڅه معلومات وړاندی کړم.

د لرغونيو امپراطورانو د يادونې معبد چې په ١٥٣٠ کال کې جوړ شوی، د بېجينګ ښار د لويديځې سيمې د فو چنګ من نې په واټ کې پروت دی. دغه معبد د مينګ او چينګ سلسلو په وخت کې د پاچاهانو له خوا د دوی د نيکه ګانو د يادونی ځای و او سياسی موقف يې د کنفونسيوس له معبد سره برابر دی چې له دغو دوو معبدونو سره يو ځای د بېجينګ درې سترو امپراطوريو معبدونه بلل کيږی.

په تاريخ کې د بېجينګ د خلکو ترمنځ د دغه معبد په اړه يوه ولسی سندره ډېره مروجه وه او شعر يې دی چې پل شته، خو اوبه يې تر لاندی نه بهيږی، څلی ولاړ دی، خو بنسټ نه لري، زنګ شته، خو ډول نه شته او معبد شته، خو په کې بودا نه ليدل کېږی. دغه معبد ډېر ځانګړی دی. پخوا د دغه معبد د دروازې په وړاندی دری پلونه موجود وو چې له دغه معبد سره يو ځای يو بشپړ ساختمانی بڼه ترې جوړه شوې وه. اوبه نه تری بهيږی. د دغه معبد د دروازې په ختيځو او لويديځو خواوو کې په جلا جلا توګه يو څلی موجود دی چې د چينګ په سلسله کې جوړ شوي. د ختيځې خوا پر څلي باندی د من، هان او مغول په دريو ژبو او د لويديځې خواوې پر څلي باندی د هوی، تبت او توو توی په دريو ژبو دغه جمله ليکل شوې چې د چارواکيو په شمول ټول کسان د دغه څلي په وړاندی له أس څخه کښته کېدل. د يادې شوې ولسی سندرې له مخې تر دغو دوو څليو لاندی بنسټونه نه ليدل کېږي. په دغه معبد کې د يادونې مراسمو د تر سره کېدو په وخت کې يوازی زنګ وهل کېږی او ډول نه وهل کيږی، نو د ولسی سندرې له مخې زنګ شته، خو ډول نه شته. بر سيره پر دې، دغه معبد بودايی معبد نه دی، نو بودا هم نه په کې ليدل کېږی.

د دغه معبد د جوړېدو په پيل کې د مينګ سلسلې لومړی امپراطور جو يوان جانګ پرېکړه وکړه چې په دغه معبد کې د اتلسو لرغونيو امپراطورانو کتيبې کېښودل شي. د چينګ سلسلې امپراطور شون جه د پلازمېنې په توګه د بېجينګ تر ټاکلو وروسته په دغه معبد کې د اوو لرغونيو امپراطورانو کتيبې زياتې شوې. امپراطور کانګ شی پرېکړه وکړه له هغو امپراطورانو پرته چې وژل شوي او يا د دوی له امله يی خپل دولت ړنګ شوي وو، د ټولو امپراطورانو لوحې په کې کېښودل شي. د چيان لونګ په موده کې په دغه معبد کې د امپراطورانو د کتيبو شمېر يو سل او اته اتيا ته ورسېد. له ١٥٢٢ کال څخه تر ١٩١١ کال پوری په دغه معبد کې شپږ سوه او دوه شپېته ځله د لرغونيو امپراطورانو د يادونې مراسم تر سره شوي وو.

د لرغونيو امپراطورانو د يادونې معبد پراخوالی اتلس زره مربع مترو ته رسيږی او په چين کې د مينګ او چينګ په سلسلو کې جوړ شوی يوازنی معبد ګڼل کېږی چې په کې د لرغونيو امپراطورانو او مشهورو شخصيتونو کتيبې ايښودل شوي دي او په چين کې د څو قومونو د يووالي بهير او د تاريخ د پرمختګ څرګندوی دی. دغه معبد په ١٩٧٩ کال کې د بېجينګ ښار ساتونکی تاريخی اثر ګرځېدلی او په ١٩٩٦ کال کې د دولتی شورا له خوا مهم ساتونکی تاريخی اثر په توګه ټاکل شوی دی.

ګرانو دوستانو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. هيله لرم چې تاسو د چين نړېوالې راډيو د پښتو خپرونې نور پروګرامونه واورئ! خوشحاله او نېکمرغه اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040