د چين د ملي جشن د رخصتۍ په موده کې هنري فعاليتونه رنګا رنګ وو.

cri     (GMT+08:00) 2009-10-08 20:29:23

سږ کال د نوي چين د جوړېدو له شپيتمې کاليزې سره برابر دی. په روان کال کې د چين د ملي جشن او د منځني مني اختر ډېر نژدې وو، نو د رخصتۍ موده اته ورځ ده. چينايانو په دغه موده کې له دوستانو او خپلوانو سره پر ليدنې کتنې او پر سيلانۍ سر بېره، په بېلا بېلو کلتوري او هنري فعاليتونو کې هم فعال ګډون درلود. دا د جشن د نمانځنې په هکله ډېرې مهمې لارې چارې هم دی. 

د بيا سمسورې لارې په نامه د نڅاوو ستره ننداره د تېر سپټمبر له پای څخه په بېجينګ کې د چين د خلکو په لوی تالار کې د ديارلسو ځلو لپاره وکړه. دغه ننداره د نوي چين د جوړېدو د شپيتمې کاليزې د نمانځنې په هکله په يو سل او پنځوسو دقيقو کې غني محتويات څرګند کړل چې له ١٨٤٠ کال نه تر ٢٠٠٩ کاله پورې په يو سل او نهه شپيتو کلونو کې د چين د ملت د بيا سمسورې لارې او په دې برخه کې د قهرمانانو او اتلانو کيسې ښکاروي.

مېرمن ګونګ له خپل اته کلن زوی سره يو ځای دغه ننداره وکتله. هغې وويل

ډېره غوره ده! د نوي چين د جوړېدو په تاريخ کې ټولې مهمې پېښې په کې شاملې شوې. د دغې نندارې د کتلو په وخت کې له تاريخ څخه په ښه توګه معلومېږي او د يوې چيني په توګه خپله دنده او مسؤليت احساس وم.

پر يادې شوي نندارې سر بېره، د ملي جشن د رخصتۍ په موده کې په بېجينګ کې د موسيقۍ اوپرا، د سندرو او نڅاوو د نندارو، ډرامو او اوپرا په ګډون دوه سوه او څلوېښت کلتوري او هنري نندارې تر سره شوې دي. د بېجينګ ښار د کلتور ادارې مرستيالې وانګ جو وويل، چې له دغو کلتوري فعاليتونو څخه په تېرو شپيتو کلونو کې د نوي چين چټک پرمختګ څرګندېږي. دې وويل

د چين په دوديز کلتور کې شپيته يو ډېر مهم شمېر دی. نو د نوي چين د جوړېدو شپيتمه کاليزه د هر چيني په زړه کې ډېر مهم جشن دی. په تېرو شپيتو کلونو کې د چين په کلتوري او هنري صحنه کې بی شمېره غوره نندارې جوړ شوې دي چې د عامو وګړيو په زړه کې په ژوره توګه يادې شوې دي. په دې وخت کې د دغو نندارو د يو ځل بيا ښودلو له لارې د چينايانو هڅونه ده.

د چين د جه جيانګ په ولايت کې يو کلتوري او هنري جشن تر سره کېږي چې د سپټمبر له شپږويشتمې نېټې نه د اکتوبر يوولسمې نېټې پورې به دوام ولري. د دغه جشن په موده کې به شل لوی فعاليتونه او دېرش غوره نندارې تر سره شي. په دغه ولايت کې د سي ار ای راډيو خبريال وانګ چېوان وويل، 

جه جيانګ ولايت د دغه جشن په موده کې په ګډه زيات هنري او کلتوري فعاليتونه عامو وګړيو ته وړاندې کوي. د بېلګې په توګه، په بېلا بېلو کليوالو سيمو او علاقه داريو کې به لس زره فلمونه او يو زر رنګا رنګ هنري نندارې تر سره شي.

د چين په شمال د دا ليان په ښار کې د شي جونګ شان اوسيدونکی سيمې د ګوی لين لارې کميټې د ملي جشن او منځنی منی اختر د نمانځنی او د وطن د درود په نامه د وطن د مينې سندرو ويلو يو فعاليت تر سره شو.

په دغه لاره کې اوسيدونکې دونګ شو چينګ وويل

موږ د يووالی قوت يو په نامه سندره ويلو. زما په اند، اوس چينايان ډېر يووالی او نژدېوالی لري. نه يوازې زموږ په اوسيدونکې سيمې، بلکې په دا ليان ښار کې ټول وګړي يو لاس او يو موټی دي. موږ په دغه فعاليت کې د ګډون له لارې له وطن سره خپله مينه څرګندوو.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040