سياست او سوداګري پوهانو د دوبي د داوس په فورم کې راغونډ شول

cri     (GMT+08:00) 2009-10-11 21:02:18

د ٢٠٠٩ کال د دوبي د داوس فورم د سپتمبر له لسمې نېټې څخه تر دولسمې نېټې پورې د چين په شمال دا ليان ښار کې تر سره شو. د چين د اقتصاد پرمختګ او پر نړۍ د ده اغېزې د دغه فورم په ترڅ کې د پاملرنې وړه مسئله وه.

د دغه فورم عمده موضوع د پرمختګ غورکونه وه. د څه دپاسه اتيا هېوادونو او سيمو يو زر او څلور سوه سياست او سوداګري پوهانو په دغه فورم کې ګډون وکړ او د نوښتونو د رامنځته کولو او تخنيکونو ترمنځ د اړيکيو، د توليد او دوامدر لګښت ترمنځ د اړيکيو، پولي چارو او پانګونې په اړه يې بحث وکړ. دغه فورم په هغه کلی وخت کې تر سر شو چې د نړيوال اقتصاد د ښه والي نښې رامنځته شوې. د چين اقتصاد چې له نړيوال پولي بحران سره يې د مقابلې په ترڅ کې يو شمېر برياليتوبونه تر لاسه کړي، په دغه فورم کې د برخوالو پاملرنه جلب کړې ده.

د مصر د پانګونې د وزير ښاغلي محمود محيلدين په اند دغه فورم نه يوازې ګډون کوونکيو ته د نړيوال اقتصاد د معلوماتو د تر لاسه کولو په اړه يو ښه فرصت برابر کړی، بلکې د چين اوسنی جذبيت يې هم نړۍ ته څرګند کړی دی. ده وويل،

په چين کې د دغه فورم جوړول ډېر اهميت لري. دغه فورم په عمومی ډول د نړيوال اقتصاد د پرمختګ په اړه د معلوماتو تر لاسه کولو لپاره ډېر ګټور دی او دغه ځل په چين کې د دغه فورم له تر سره کېدو څخه مې دا احساس کړی چې د چين د پرمختګ په اړه ستر برياليتوبونه د مصر په شمول له بېلا بېلو هېوادونو سره د چين د اړيکيو د ټينګښت لپاره ډېر ګټور دي.

دغه فورم د ډېرو سياست او سوداګري پوهانو پاملرنې راجلب کړې دي او يو مهم لامل يې دا دی چې دوی د چين د اقتصاد له ژر غورکېدو څخه د پولي بحران د له منځه وړلو هيله ليدلې ده. د چين صدراعظم ون جيا باو د روانې مياشتې په لسمه نېټه د د غه فورم په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، اوس مهال نړيوال اقتصاد د غور کولو په حال کې دی او له نړيوال پولي بحران سره د مقابلې لپاره د اقتصاد د هڅولو په اړه د چين د يو لړ تګلارو اغېزې هم رامنځته شوې دي. د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د کورنيو توليداتو د عمومی ارزښت د زياتوالي سرعت په سلو کې اووه اعشاريه يو ته رسېدلی او د پانګونې د زياتوالي سرعت هم په پر له پسې توګه زيات شوی. کورنيو اړتياوو د اقتصاد په پرمختګ کې پياوړی رول لوبولی دی. په عين وخت کې د روان کال په لومړيو اوو مياشتو کې د چين په بېلا بېلو ښارونو او ښارګيو کې شږ مليون شږ لکه او شپېته زرو تنو ته کاري فرصتونه برابر شوي او د اوسېدونکو عايدات هم زيات شوی چې د ټولنې عمومی حالات ښه او ثابت وو. د دغو برياليتوبونو تر لاسه کول د اقتصاد هڅولو د چين له يو لړ تګلارو سره نژدی تړاو لري. صدراعظم ون جيا باو وايي،

دا يو اسان کار نه دی چې چين په بدو نړيوالو اقتصادي حالاتو کې ياد شوي برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. ځکه چې د چين حکومت او وګړيو له خپلو دولتي حالاتو سره سم د پولي چارو پر فعال تګلارو او د پيسو پر سستو تګلارو ټينګار کړی، ياد شوي برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

د فرانسې د پبليکيس ګروپ مشر ښاغلي ماوريس ليوي چې د دوهم ځل لپاره يې په دا ليان ښار کې د داوس فورم په کلنۍ غونډه کې ګډون کړی، وويل چې په دې وروستيو کلونو کې د اقتصاد د هڅونې او په تېره بيا له نړيوال پولي بحران سره د مقابلې په برخو کې د چين اغېزناک تدبيرونه د بېلا بېلو هېوادونو لپاره د زده کړې وړ دي. ده وويل،

په دغه فورم کې زما د ګډون لپاره يوه مهمه موخه زده کړه ده. چين د اقتصادي پرمختګ په برخه کې د حيرانتيا وړ برياليتوبونه ترلاسه کړي دي او داسی برياليتوبونه مې په لوېديځو هېوادونو کې نه دي ليدلي. د اقتصاد په برخه کې مې يو شمېر اړوند لاملونه پيدا کړي. بر سېره پردې د دغه هېواد د ځوانانو له کارونو او د اقتصاد د هڅونې لپاره د حکومت له خوا يو لړ ټګلارو څخه مې هم ځوابونه هم تر لاسه کړي دي. دا زموږ لپاره د يو ښه لوس په توګه ګنل کېږي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040