د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستيال محمد کريم خليلی د افغانستان او چين ترمنځ د اړيکو لوړه ستاينه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2009-10-15 21:14:37

د چين نړېوالې راډيو دخبر له مخې، د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستيال محمد کريم خليلي د روانې مياشتې په ١٥ نېټه په بيجينګ کې د سی ار ای راډيو له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د افغانستان او چين ترمنځ اړيکې په بيجينګ کې د منی د ښکلې هوا په شان دوستانه، ښې او رڼې دي.

نوموړي وويل چې د افغانستان او چين ترمنځ اړيکې د تېر په شان ښې دي. دواړه هېوادونه د خپلمنځی سياسی اړيکو له ټينګيدو راهيسی دوستانه او نژدی اړيکې ساتي. هغه هېله لري چې دغه اړيکې په هر حال کې نورې هم پياوړی او نژدی شي.

نوموړي وويل چې هغه د چين صدراعظم ون جياباو څخه هيله وکړه چې د چين لازيات پانګوال او تصدی په افغانستان کې پانګونې لپاره وهڅوي او د چين تصديو او دوی به پانګوالو ته د امنيت او پانګونې اړوند ضمانت برابر کړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040