په افغانستان کې به د ولسمشرۍ ټاکنو دوهم پړاو تر سره شي.

cri     (GMT+08:00) 2009-10-21 17:53:59

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د افغانستان د ټولټاکنو خپلواک کميسيون د اکتوبر په شلمه نېټه اعلان وکړ: له دې امله چې د تېر اګست په شلمه نېټه د ولسمشرۍ په ټاکنو کې هېڅ کانديد له ٥٠ سلنې نه زياتې رايې نه دي تر لاسه کړې، نو افغانستان به د نومبر په اوومه نېټه د ولسمشرۍ ټاکنو دوهم پړاو تر سره کړي. هغه دوه کانديدان اوسنی ولسمشر حامد کرزی او د بهرنيو چارو پخوانی وزير ډاکتر عبدالله عبدالله چې په لومړي پړاو کې يې له نورو نه زياتې رايې تر لاسه کړې، په دوهم پړاو کې به سره سيالي وکړي.

د افغانستان د ټولټاکنو خپلواک کميسيون د تازه پايلې له مخې، حامد کرزی په لومړي پړاو کې نهه څلويښت اعشاريه اووه شپېته سلنه رايې تر لاسه کړې دي. د ځينو خبري رسنيو د خبر له مخې، د ډاکتر عبدالله عبدالله نژدې دېرش سلنه رايې تر لاسه کړې. د افغانستان د ټولټاکنو د قانون له مخې، که هېڅ کانديد له ٥٠ سلنې نه زياتې رايې لاسته را نه وړي، نو د رايو شمېرلو پايلې له خپرېدو وروسته په راتلونکو دوو اوونيو کې د ټاکنو دوهم پړاو بايد تر سره شي او مخکني دوه تنه کانديدان به په کې سره سيالي وکړي.

ولسمشر حامد کرزي په همدې ورځ د امريکا د مشرانو جرګې د ديپلوماتيکو چارو کمېټې له مشر جان کېري او په دغه هېواد کې د م م ميشت ځانګړي استازي کايد اېدې سره په ګډه د ولسمشرۍ ماڼۍ په يوه مطبوعاتي غونډه کې ګډون وکړ. حامد کرزي د ټاکنو د اړوند اورګان له خوا پرېکړه ومنله او څرګنده يې کړه چې د سرغړونو د خبر له امله د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړي پړاو پر قانونيت زيات شکونه رامنځته شوي دي. دغه راز د دوهم پړاو د تر سره کېدو په اړه د ټوټاکنو خپلواک کميسيون پرېکړه د افغانستان له اساسي قانون او اړوندو قوانينو سره پوره سمون خوري چې دا به په افغانستان کې د ديپلوماتيک بهير پرمخبيول شي.

افغانستان د تېر اګست په شلمه نېټه د طالبانو قدرت له نسکورېدو وروسته د دوهمې دورې ټولټاکنې تر سره کړې او د تېر سپتمبر په شپاړلسمه نېټه د ټولټاکنو د خپلواک کميسيون له خوا د رايو شمېرلو له لومړنيو پايليو سره سم حامد کرزي په سلو کې څلور پنځوس اعشاريه شپږ رايې تر لاسه کړې وې. خو زياتو کسانو پر دې شکونه لرل چې د ټاکنو په بهير کې زياتې سرغړونې شوې دي، نو د م م په مشرۍ د افغانستان د ټولټاکنو د شکايتو اورېدلو کميسيون د شکمنو رايو پلټنه او څېړنې تر سره کړې، د اکتوبر په نولسمه نېټه يې د رايو ورکولو په دوه سوه او لسو شکمنو مرکزونو کې د ټولو رايو د ردولو او باطلولو اعلان کړی او د دغه هېواد د ټولټاکنو له خپلواک کميسيون څخه يې غوښتنه وکړه چې د ټاکنو پايلې سمې او اصلاح کړي. د ټولټاکنو د شکايتو اورېدلو کميسيون د اړوندې شمېرنې له مخې، د حامد کرزي له خوا د تر لاسه شويو رايو انډول له ٥٠ سلنې څخه کم دی.

له دې مخکې اوسني ولسمشر حامد کرزي د ټاکنو د دوهم پړاو له تر سره کېدو سره خپل مخالفت څرګند کړی او د امريکا په ګډون زياتو لويديځو هېوادونو پر دې ټينګار وکړ چې بايد د ټاکنو دوهم پړاو تر سره شي او يا اوسنی ولسمشر حامد کرزی بايد د ده له سيال ډاکتر عبدالله عبدالله سره يو ائتلافي حکومت جوړ کړي. له تېرې اوونۍ راهيسې د امريکا او فرانسې څو لوړ پوړي چارواکي په وار سره کابل ته رسېدلي او په دې اړه يې د منځګړيتوب زيات کارونه کړي دي. زياتې ځايي خبري رسنۍ په دې اند دي چې اوسنی ولسمشر حامد کرزی د لويديځو هېوادونو له زياتو فشارونو سره مخامخ شوی دی.

نړيوالې ټولنې د ټاکنو د دوهم پړاو د تر سره کېدو زيات هرکلی کړی. د م م سرمنشي بان کي مون ژمنه کړې چې م م به په دې برخه کې لا زيات ملاتړ برابر کړي. د بريتانيا لومړي وزير ګوردن بروان او د امريکا ولسمشر بارک اوباما دواړو د افغانستان د ټولټاکنو د خپلواک کميسيون د يادې شوې پرېکړې هرکلی څرګند کړی دی. ولسمشر اوباما وويل: اوس مهال د افغانستان لپاره تر ټولو مهمه خبره دا ده چې په يووالي سره د ديموکراسۍ او سولې د تر سره کېدو لپاره کوښښ وشي.

د څېړونکو په اند، حامد کرزي د پښتنو په منځ کې زيات ملاتړ تر لاسه کولای شي چې په افغانستان کې تر ټولو لوی قوم ګڼل کېږي، نو د ټاکنو په دوهم پړاو کې به د ده د برياليتوب شونتيا نسبتأ زياته وي. په کندهار ښار کې چې له حامد کرزي څخه د ملاتړ انډول زيات دی، د ده پلاويانو څرګنده کړه: دوی به د ټاکنو په دوهم پړاو کې د ګډون لپاره زياتو وګړيو ته بلنه ورکړي څو چې حامد کرزی د لومړي پړاو په پرتله لا زياتې رايې تر لاسه کړي.

خو ځيني وګړي دغه انديښنه لري چې د ټاکنو دوهم پړاو به لا هم له يو لړ امنيتي ننګونو او ستونزو سره مخامخ وي. د دې تر څنګ زياتې تخنيکي ستونزې لا هم موجودې دي، د بېلګې په توګه دا به ډېره ستونزمنه وي چې په ژمي کې رايه ورکونه تر سره شي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040