د ناټو د غړيو هېوادونو د دفاع وزيران د افغانستان پر جګړې يو ځل بحث کوي.

cri     (GMT+08:00) 2009-10-22 18:11:25

د ټاکلي پلان له مخې، د ناټو د اته ويشتو غړيو هېوادونو، د افغانستان په جګړه کې د نورو څوارلسو ګډون کوونکو هېوادونو او د افغانستان د دفاع وزيران او د افغانستان مسئلې په اړه د م م د سرمنشي ځانګړي استازی بايد د اکتوبر له دوه ويشتمې نېټې څخه تر درويشتمې نېټې پورې د سلواکيا په پلازمېنه براتيسلاوا کې يوه غونډه تر سره کړي او په کې د افغانستان جګړې پر راتلونکي ستراتيژۍ بحث وکړي. خو د طالبانو د مخ په زياتېدونکو وسله والو بريدونو سره د دغې غونډې موخه د افغانستان جنګي حالاتو د ښه والي لپاره د يوې مسودې پر ټاکلو بدل شوې ده.

د ٢٠٠١ کال له اکتوبر څخه تر اوسه پورې اته کاله کېږي چې د امريکا له خوا د افغانستان جګړه پيل شوې ده. خو طالبان چې د سرتېريو او وسلو د شمېر په برخو کې د بهرنيو هېوادونو د ځواکونو په پرتله ډېر کمزوري دي، نه يوازې له منځه نه دي وړل شوي، بلکې ناټو ته يې زياته مرګ ژوبله هم اړولې ده. د امريکا ولسمشر بارک اوباما د اوسني حالت د ښه کېدو په موخه په افغانستان کې د ناټو د تر ټولو لوړ پوړي قوماندان په توګه د امريکايي پوځ تورن جنرال ستېنلي مک کريستال ونوماوه. تورن جنرال مک کريستال د اګست په يودېرشمه نېټه د امريکا د دفاع وزارت او د ناټو مقر ته د افغانستان د نوي جنګي حالت په اړه د ارزونې يو رپوټ وړاندې کړ. په رپوټ کې ويل شوي: د افغانستان جګړې د برياليتوب لپاره بايد اوسنۍ ستراتيژي تنظيمه شي چې پر طالبانو له دوو اړخو تګلارې پلې شي. له يوې خوا، د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحدي او غرنۍ سيمه کې چې زيات طالبان په کې پټ دي، ور سره خپلو پوځي مبارزو ته دوام ورکړل شي. له بلې خوا د افغانستان د وسله وال پوځ او پوليسو د پياوړتيا او روزنې بهير چټک شي، څو چې دوی پخپله ملي امنيت ساتلای شي. هغه د امريکا حکومت ته هم وړانديز وکړ چې امريکا بايد طالبانو ته د ماتې ورکولو لپاره لږ تر لږه څلويښت زره اضافي سرتېري افغانستان ته ولېږي. د ناټو د دفاع وزيرانو په دغه غونډه کې عمده محتويات پر ياد شوي رپوټ بحث دی. د ناټو سرمنشي اندرس فوغ راسموسن په نوموړې غونډه کې له ګډون مخکې څرګنده کړه چې طالبان به په ډېره ستونزمنه توګه له منځه يووړل شي، خو افغانستان بايد له ناټو څخه له طالبانو سره د مبارزې او د ملي امنيت د ساتلو دنده پر خپله غاړه واخلي. نو ځکه افغانستان بايد پخپله يو پياوړی وسله وال پوځ ولري چې دا د تورن جنرال مک کريستال په رپوټ کې تر ټولو مهم محتويات دي. د ناټو غړي هېوادونه د ستراتيژۍ د تنظيمولو په موخه بايد افغانستان ته لا زياتې سرچينې برابرې کړي، د بېلګې په توګه روزونکي، پوځي تجهيزات او پيسې. نو ځکه هغه به په دغه غونډه کې د بېلا بېلو هېوادونو د دفاع له وزيرانو څخه غوښتنه وکړي چې د ستراتيژۍ د تنظيمولو په اړه د تورن جنرال مک کرستال وړانديز منظور کړي او اړوندې ژمنې تر سره کړي.

خو د دغې غونډې د بحث په محتوياتو کې افغانستان ته د نورو زياتو سرتېريو د لېږلو مسئله نه ده شامل شوې. د ناټو سرمنشي راسموسن وويل چې اوس مهال د دغه مسئله د بحث وړ نه ده. د نورو زياتو سرتېريو د لېږلو په اړه د امريکا حکومت ته د مک کرستال وړانديز په اړه دوه ډوله نظرونه اورېدل کېږي. يو يې دا دی چې د تورن جنرال مک کرستال غوښتنه معقوله او مناسبه ده، بل يې دا دی چې امريکا بايد د اوسنيو سرتېريو په کارولو سره له طالبانو سره مبارزه وکړي. د زياتو کسانو په اند، د امريکا ولسمشر بارک اوباما به په دې اړه منځلاره تګلاره غوره کړي.

د افغانستان په جنګي ډکر کې د ناټو وژل يا ټپيان شويو سرتېريو د شمېر په پر له پسې زياتېدو سره په اروپا کې له جنګ سره د مخالفت غوښتنه ورځ په ورځ پياوړې کېږي. نو ځکه اروپايي هېوادونه نه غواړي افغانستان ته د نورو زياتو سرتېريو پر لېږلو بحث وکړي. څو ورځې مخکې بريټانيا اعلان وکړ چې دوی به افغانستان ته نور پنځه سوه تنه سرتېري ورولېږي. که څه هم د زياتېدونکو سرتېريو شمېر دومره ډېر نه دی، خو بريټانيا تر ټولو مخکې افغانستان ته د زياتو سرتېريو د لېږلو اعلان کړی دی. ښاغلي راسموسن په زياتو فشارونو سره تل افغانستان ته د زياتو سرتېريو د لېږلو پر ځای دغه هېواد ته د زياتو سرچينو د ورکولو کلمه کارول کېږي. د بريټانيا د ياد شوي اعلان په اړه هغه هم هرکلی وکړ او و يې غوښتل چې نور اروپايي هېوادونه د بريټانيا په څېر ورته پرېکړه وکړي.

هغه څو ځلې دغه خبره تکرار کړې چې د افغانستان جګړه د ناټو د غړيو هېوادونو ډله ييز عمليات دي، نو ټول غړي هېوادونه بايد له امريکا سره يو ځای دغه دنده پر غاړه واخلي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040